د خیبرپښتونخوا په مردان کې د دوو ډلو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي

د خیبرپښتونخوا په مردان کې د دوو ډلو ترمنځ په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د ځایي پولیسو په وینا؛ د ډزو پېښه د مردان په کوټ اسماعیلزي سیمه کې رامنځته شوې او د پېښې په اړه د دوی پلټنې روانې دي.