اردوغان: د کردستان د کارګر ګوند لهخوا د وسلو سپارل د ترکیې لپاره د تاریخ نوې پاڼه ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل، چې د کردستان د کارګر ګوند (پيپيکې) لهخوا د وسلو سپارلو سره، د ترکیې په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیستل شوې ده. د دغه ګوند غړو پرون د عراق په شمال کې خپلې وسلې وسوځولې، څو له ترکیې دولت سره د څو لسیزو اوږدې نښتې ته د پای ټکی کېږدي.