ایران ته ډېری کډوال له طالبانو تښتېدلي وو، په ځانګړې توګه د ښځو فعالانې، د حکومت پخواني کارکوونکي او هغه کسان چې حتا په ایران کې هم خوندي نه دي.
ورځپاڼې د بهمني په نوم یوې ښځې یادونه کړې چې په کابل کې ښوونکې وه او طالبانو نیولې وه، خو بیا له خپل ماشوم سره ایران ته کډه شوې ده. اوس هغه د ایران په ختیزو کلیو کې د نیولو او اخراج له ویرې سره یوځای ژوند کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې د اخراجاتو بې ساري زیاتوالي له امله دوی او د مرستې شریکان یوازې لس سلنه اړتیا لرونکو ته مرستې رسولی شي.
پاکستان هم ورته وضعیت لري
سنډې ټایمز ویلي چې پاکستان هم د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې ورته ډلهییز اخراجات پیل کړي او تر اوسه یې له ۳۲۳ زرو زیات افغان کډوال له خپل هېواده اېستلي دي. تېر کال هم شاوخوا یو میلیون افغانان له پاکستان نه اخراج شوي وو.
ډېری دغو کسانو کلونه کلونه په ایران او پاکستان کې ژوند کړی او ځینې یې هم په دغو هېوادونو کې زېږېدلي، خو اوس یې ژوند په څو دقیقو کې ګډوډ شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له یو میلیون او څلور سوه زرو زیات کسان اړ ایستل شوي یا په زوره بیرته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ ویلي: «افغانان دې ته اړ کول چې بیرته داسې هېواد ته ستانه شي چې هلته بشري ناورین روان دی او ښځې او نجونې په سیستماتيک ډول ځورېږي، د منلو وړ نه دي».
له افغانستان نه پاکستان ته د سکرو د واردوونکو ټولنې غړو د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د اصلیت تصدیق پاڼې پر سر له رامنځته شویو ستونزو شکایت کړی او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ددوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، دوی ته یې ډاډ ورکړی چې یادې ستونزې به له طالبانو او د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق د پاکستان د سکرو واردوونکو ټولنې له غړو سره په کتنه کې ویلي، چې د کرښې په دواړو خواو کې د کوچنیو سوداګرو ملاتړ د یادې سیمې د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دی.
د اصلیت تصدیق پاڼه یا Certificates of Origin د صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو لپاره یو مهم سند ګڼل کېږي څو په ګمرکونو کې دا روښانه شي چې دغه محصولات په کوم هېواد کې تولید او یا هم استخراج شوي چې له مخې یې ګمرکې تعرفې وضع شي.
په جګړه کې د بشارالاسد پر ضد جنګېدونکي سني عرب یاغي ډلې اوس د سوریې د دفاع وزارت تر چتر لاندې راغونډې شوې، خو دروز، کردان او نورې لږه کۍ ډلې لا هم له نظامي جوړښت سره نه دي یوځای شوې.
په سوېلي سوریه کې حالت نور هم پېچلی شوی، ځکه اسراییل څرګنده کړې چې د سوریې نوې اردو ته به اجازه ورنه کړي چې له دمشق څخه سوېل ته خپل ځواکونه وغځوي، او غوښتنه یې کړې چې سوېدا او ګاونډي ولایتونه دې بې وسلې سیمې اعلان شي.
پاکستان له څو میاشتو انتظار وروسته د هغو شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوالو پر ضد اقدامات پیل کړي چې جرمني د منلو رسمي ژمنې ور کړې، خو اوس هم لاپه پاکستان کې بند پاتې دي. شاوخوا ۱۲۵ افغانان د اخراج کمپونو ته لېږدول شوي.
جرمني، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته یې له زرګونو افغانانو سره د منلو ژمنې کړې وې، د شاوخوا ۲۵۰۰ افغانانو د انتقال په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
سره له دې، چې د جرمني د فدرالي پولیسو، د مهاجرت ادارې او استخباراتو له خوا ددغو کسانو یوه برخه تفتیش شو، خو دغه بهیر تر اته میاشتو وغځېد، په داسې حال کې چې د پاکستان ویزې یوازې درې میاشتې اعتبار لري.
جرمني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت تر دې وروسته دا وضعیت نه مني او له برلین سره یې نرمه لهجه پرېښې ده. پاکستان د مارچ تر ۳۱ مې یو مهلت ور کړی و، چې د جرمني دGIZ ادارې له خوا کرایه شوي مېلمستونونه تخلیه شي، خو دغه نېټه د برلین په غوښتنه د جون تر۳۰مې وغځول شوه، خو بیا هم پرمختګ نه دی شوی.
د ویلټ ام زونټاګ د څېړنو له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰ افغانان د جرمني له تایید لیکونو سره سره له اسلام اباده د اخراج کمپونو ته انتقال شوي، او د هغوی د برخلیک او ځای په اړه معلومات لا هم روښانه نه دي.
د جرمني حکومت اعلان کړی چې نور نوي پروګرامونه نه پیلوي، خو د شته ژمنو پورهکول به یقیني کوي.