اندونیزیا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۷ تنه ژغورل شوي او ۱۱ تري تم دي

د اندونیزیا د لوېدیځ سوماترا ولایت مینټاوي ټاپوګانو ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۷ تنه ژغورل شوي او ۱۱ تري تم دي. د ژغورنې اداره وایي، چې د لادرکه شویو کسانو د لټون عملیات روان دي. دغه کښتۍ د دوشنبې په ورځ سهار مهال یوولس بجې ډوبه شوې ده.