په راپور کې راغلي، چې دا شمېر د «ډبلیو اېچ او» د ۲۰۲۴ کال له ټاکل شوې موخې څخه ۴ میلیونه زیات او د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱.۴ میلیونه لوړ دی.
د دواړو بنسټونو کډ راپور زیاتوي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۵ سلنه کوچني ماشومان په هغو ۲۶ هېوادونو کې ژوند کوي، چې د جګړو، بېثباتۍ یا بشري ناورینونو له امله اغېزمن شوي، چې دا ماشومان د ټولو بېواکسینه ماشومانو نیمایي برخه جوړوي.
له واکسین څخه د دغو ماشومانو پاتې کېدل بېلابېل لاملونه لري، لکه د روغتیايي خدماتو کمښت، د واکسین رسونې سیستم ګډوډي، په جګړهځپلو سیمو کې ناامني او د واکسین په اړه ناسم معلومات.
د روغتیا نړۍوال سازمان د واکسین او بیولوژیک څانګې مشرې ډاکټرې کیټ اوبراین خبرداری ورکړی، چې «که د واکسین پوښښ حتی لږ هم راټیټ شي، نو دا کولی شي د وژونکو ناروغیو خپرېدو دروازه پرانیزي او د هغو روغتیایي سیسټمونو چې له وړاندې پرې فشار موجود وي، د لا ګډوډۍ سبب شي.»
په راپور کې ښودل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۹ سلنه ماشومان لږ تر لږه یو دوز د «ټیټانوس، ډفټریا، ټوخی» واکسین ترلاسه کړی او ۸۵ سلنه یې درې واړه دوزونه بشپړ کړي دي.
راپور زیاتوي، د شري واکسین لومړی دوز ۸۴ سلنه ماشومانو ته ورکړل شوی او دویم دوز ته ۷۶ سلنه ماشومان رسېدلي، خو لا هم ۳۰ میلیونه ماشومان د شري له ناروغۍ خوندي نهدي.
د یونېسف اجراییوي مشرې کترین راسل وویل، چې د واکسین نیمګړتیاوې د «بشري ناورین زنګ» دی او ټینګار یې وکړ: «هېڅ ماشوم باید مریض ونه ګڼل شي او نه باید خپل ژوند د لاسه ورکړي، ځکه چې د واکسین مخنیوي لارې شتون لري.»
هغې په خپلو خبرو کې حکومتونو، خیریه بنسټونو او ټولنې ته بلنه ورکړه، چې د واکسین کمپاینونه قوي کړي، مالي تشې ډکې کړي، په ناامنه سیمو کې خدماتو ته لاسرسی برابر کړي او د ناروغیو مخنیوي لپاره د ناسمو معلوماتو پروړاندې مبارزه وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان او یونېسف له ټولو اړخونو غواړي، چې د واکسین پروړاندې مالي، تخنیکي او ټولنیزې ژمنتیا ساتنه وکړي، ترڅو تر ۲۰۳۰ کال پورې ټاکل شوې موخې پوره او د نړۍ ټول ماشومان د وژونکو ناروغیو څخه خوندي کړي.