په سویدا ولایت کې د نښتو دوام؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷۴ ته لوړ شو

د سوریې د بشري حقونو څار ډلې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې په سویدا ولایت کې د جګړې له پیل راهیسې ۳۷۴ کسان وژل شوي دي. دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې د دغه هېواد د دفاع وزارت او ملکي ځواکونو لږترلږه ۱۵ غړي وژل شوي دي.