• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناورین نړۍواله ډله: طالبانو د سختو فشارونو له لارې سلفیان لا زیات داعش ته نږدې کړي دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۳۵ GMT+۱

د ناورین نړۍوالې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبانو د داعش پر ضد جګړه کې له سخت زور زیاتي کار اخیستی او ان هغه سلفیان یې هم په نښه کړي، چې له داعش سره هېڅ تړاو نه لري.

د دې ډلې په باور، که څه هم سلفیزم د داعش د فکري بنسټ اساس جوړوي خو ډېر شمېر سلفیان په خپله له داعش سره مخالف دي.

د خپاره شوي راپور له مخې، د سلفیانو پروړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند برعکس پایله ورکړې او د دې لامل شوې، چې د دې مذهبي ډلې ډېری غړي داعش ته نږدې شي. ان د هېواد په شمال کې یو شمېر تاجک وسله وال له طالبانو جلا شوي دي.

راپور زیاتوي، چې طالبان د ختیځ افغانستان د غرنیو سیمو په بشپړ کنټرول کې پاتې راغلي دي.

دا ستونزمنې سیمې د داعش لپاره پټنځایونه دي، لکه څنګه چې یو وخت د طالبانو او د شوروي سره د جنګېدونکو مجاهدینو لپاره وې.

طالبانو تر ډېرو خونړیو عملیاتو وروسته بیا بیا ویلي، چې داعش د دوی لپاره ګواښ نه دی، خو د ناورین نړۍواله ډله په دې باور ده، له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، د داعش ډله په نړۍوال امنیتي ګواښ بدله شوې او اوس له افغانستان څخه بهر بریدونه پلانوي.

راپور ټینګار کوي، چې که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د داعش د بریدونو شمېر کم شوی؛ خو احتمال لري، چې خپل بریدګر ځواک بېرته ترلاسه کړي.

وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، داعش خپل تمرکز له کورنیو بریدونو څخه چې زيات يې د هزاره شیعه ګانو پروړاندي ځانمرګي بریدونه وو، بهرنیو بریدونو لکه ایران، روسیې او پاکستان ته واړوه.

دې ډلې هڅه کړې، چې په اروپا او امریکا کې هم بریدونه وکړي.

دغه سازمان وايي، چې په لوېدیځ کې په داعش باندې د لګول شویو محدودیتونو سره سره، دا ډله توانېدلې، چې د انټرنېټي څارنې او امنیتي کنټرولونو سره ځان عیار کړي.

د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ځپلو وروسته داعش هڅه کړې، چې د سیمې په هېوادونو کې د خونړیو بریدونو په ترسره کولو سره خپلې کمزورۍ پټې او ځواک ښودنه وکړي.

همدا راز راپور څرګندوي، چې د داعش د څانګو په منځ کې د خراسان څانګه د پولې هاخوا عملیاتو باندې تر ټولو ډېر تمرکز لري او د منځني ختیځ سره د قوي اړیکو او په اروپا کې د برید کولو وړتیا له امله یې یو ځانګړی موقعیت موندلی دی.

په راپور کې د داعش استخدام زياتوالي ته په اشارې ویل شوي، چې طالبانو په ۲۰۲۲ کې یوه ډېره پېچلې ستراتیژي غوره کړې. دې ډلې په پوهنتونونو کې د سلفي پلوه اسلامي زده کړې بندې او د ټولنیزو او سیاسي سلفي ډلو ترمنځ یې توپیر وکړ.

د تبلیغي جماعت په څېر ډلې چې د طالبانو واکمنۍ ته وفاداره دي، زغمل شوي یا ان هڅول شوي؛ خو سیاسي ډلې لکه حزب التحریر ځپل شوې او ځیني وختونه له داعش سره په همکارۍ تورنې شوې دي.

په راپور کې د داعش او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو ريښې هم څېړل شوي او داعش باور لري، چې طالبان ریښتیني مسلمانان نه دي او د دوی حکومت پر اصیل اسلامي شریعت نه دی ولاړ.

د ناورین نړۍواله ډله وايي، داعش طالبان یو پښتون ملتپال غورځنګ ګڼي، چې د مذهبي اقلیتونو او ان د هغو هېوادونو لکه چين ملاتړ کوي، چې د داعش په وینا د اسلام دوښمنان دي.

د راپور له مخې، داعش پر طالبانو تور لګوي چې له کلونو راهيسي یې ځوانان د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې «جهاد» ته هڅول؛ خو اوس له بهرنیو ډیپلوماتانو سره لاسونه ورکوي او اجازه نه ورکوي، چې جهادي ډلې له افغانستان څخه د نړۍوالو عملیاتو د مرکز په توګه کار واخلي.

د داعش له خوا دا ډول تبلیغات د طالب قوماندانانو ترمنځ د درز رامنځته کولو او یو شمېر قوماندانانو خپلې لیکې ته د راجذبولو لپاره ډیزاین شوي.

دا ډله هڅه کوي، چې د هغو قومي اقلیتونو له منځه کسان جذب کړي چې د طالبانو له خوا له پامه غورځول شوي او یا ځانونه محروم احساسوي.

راپور ټینګار کوي، چې د داعش خراسان ګواښ له تېرو وختونو څخه بدل شوی دی.

دا ډله نور د ۲۰۰۰ لسیزې د القاعدې په څېر د لوېدیځ پروړاندې د جګړې یا د تېرو لسیزو د داعش د لویو بریدونو د تکرار هڅه نه کوي.

دوی د دې پر ځای د داعش خراسان (له کښته څخه پورته) د استخدام ستراتيزې خپله کړې او هڅه کوي، چې کوچني خو ډېر بریدونه تر سره کړي، ترڅو د څارنې څخه د تېښتې چانس ولري.

که څه هم لوېدیځو استخباراتي ادارو د دې ډلې له خوا لسګونه دسیسې کشف کړې دي، بیا هم خطر شتون لري چې داعش-خراسان به د امنیتي څارنې څخه د تېښتې لپاره لار ومومي،

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

افغان ژباړن: برېتانوي حکومت راسره «خاینانه» چلند کړی او کورنۍ مې د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۴ GMT+۱

یوه افغان ژباړن چې له برېتانوي پوځ سره یې د افغانستان په هلمند ولایت کې کار کړی، وايي چې برېتانوي حکومت ورسره سخت «خاینانه» چلند کړی او اوس یې کورنۍ په افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

یوه افغان ژباړن چې په مستعار نوم علي یاد شوی، سکای نیوز ته ویلي چې درې کاله وړاندې د برېتانیا د دفاع وزارت له‌خوا د معلوماتو د افشا کېدو په پېښه کې د هغه شخصي معلومات طالبانو ته رسېدلي وو، خو دی یوازې پرون په رسمي توګه خبر شو چې دی هم د دې معلوماتي تېروتنې قرباني شوی دی.

علي وایي، د ډېر وخت راهیسې یې شک درلود چې ښایي طالبان د هغه پر هویت خبر شوي وي، خو اوس ډاډمن شوی چې ده ته او کورنۍ ته یې ګواښ جدي دی.

هغه زیاتوي: «زه سخت خپه یم. زما د کورنۍ معلومات طالبانو ته رسېدلي او هغوی له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پټ ژوند کوي. هره ورځ، هره دقیقه داسې تېرېږي لکه چې د مرګ د خبر انتظار کوو. که دروازه څوک وټکوي، موږ فکر کوو چې دا طالبان دي.»

سکای نیوز په خپل راپور کې وایي، علي د برېتانوي ځواکونو سره ژباړن، مخابرې اورېدونکی او استخباراتي همکار و.

دی وایي، چې طالبانو به دوی ته «د برېتانویانو سترګې» ویل، ځکه چې دوی د طالبانو خبرو ته غوږ نیوو او بیا به یې پوځ ته ژباړلې.

علي سکای نیوز په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د جګړې لومړۍ کرښه کې وو. زموږ دنده له خطره ډکه وه او تل مو د وژل کېدو وېره لرله.»

هغه تر دې مخکې هم د طالبانو له خوا په نښه شوی و، چې د موټر بم چاودنې له امله ټپي شوی و او کله چې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې واک ترلاسه کړ، نوموړی د برېتانیا له خوا د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام له لارې دې هېواد ته لېږدول شوی دی.

علي وایي، شک یې هغه وخت جدي شو کله چې یې پلار د طالبانو له خوا ونیول شو، ووهل شو او وروسته له وهلو مړ شو.

هغه تېرکال د دفاع وزارت ته په لیکلې بڼه خبر ورکړی و، چې اندېښنه لري او وېره لري چې اطلاعات یې افشا شوي.

نوموړي په اېمېل کې لیکلي و: «زه ډارېږم. تاسې ته زارۍ کوم، دا معلومات مه خپروئ.»

خو دی وایي، هېڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ او خبرې یې له پامه وغورځول شوې.

علي وایي، تر اوسه یې د کورنۍ د لېږدولو لپاره دوه ځلې برېتانوي چارواکو ته غوښتنلیکونه ورکړي، خو دواړه ځلې رد شوي دي. دی اوس یو ځل بیا د برېتانیا له حکومته غواړي، چې د هغه کورنۍ خوندي ځای ته انتقال کړي.

هغه وایي: «ما د برېتانوي سرتېرو جسد پورته کړی، ما له دوی سره اوږه په اوږه کار کړی. اوس چې زما کورنۍ له مرګ سره مخ دي، دوی ولې له مرستې انکار کوي؟.»

علي زیاته کړې، که یې کورنۍ ته قانوني لاره ورنکړل شي، خپل ځان به بېرته افغانستان ته ورسوي: «که موږ دا قضیه ونه ګټو، نو زه بېرته افغانستان ته ځم. زه پوهېږم طالبان ما پسې دي. که حکومت زما کورنۍ خوندي کولی نشی، نو دا مسوولیت زما پر غاړه دی چې هغوی وژغورم. زه نه غواړم زما کورنۍ د یوه داسې جرم سزا وویني، چې هغوی هېڅکله نه‌دی ترسره کړي.»

سکای نیوز ویلي، د برېتاانیا د دفاع له وزارت څخه یې د نظر غوښتنه کړې، خو تر دې دمه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

ایران: د اسراییل «یرغلونه» له کنټروله وتلي، نړۍ باید یو موټی شي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي د سوریې پر ضد د اسراییل د وروستیو بریدونو په غبرګون ویلي، چې دا ډول «یرغلونه» له وړاندې اټکل کېدونکي وو او که مخه یې ونه‌نیول شي، ښايي نور هېوادونه هم په نښه شي.

عراقچي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «افسوس، دا هر څه له وړاندې معلوم وو. اوس پوښتنه دا نه ده چې ولې، بلکې پوښتنه دا ده چې بله کومه پلازمېنه به قرباني شي؟ د اسراییل دا وحشي رژیم هېڅ ډول سرحد یا قانون نه پېژني او یوازې د زور ژبه پرې اغېز لري.»

نوموړي زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه باید یو موټی شي او د دغه بې‌حده یرغلیزو بریدونو پروړاندې ګډ دریځ ونیسي.

ایران تل د سوریې له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کړې او عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران به د سوریایي ولس ترڅنګ ولاړ پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې اسراییلي ځواکونو پر سوریې، لبنان او غزې ګڼ بریدونه کړي، چې پراخې سیمه‌ییزې اندېښنې یې راپورته کړې دي.

د تهران چارواکي وایي، دا بریدونه نه یوازې د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي عامل هم ګڼل کېږي.

زلمی خلیلزاد: د سوریې ټوټه کېدل به سیمه نوره هم بې‌ثباته کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۱

د افغانستان د سولې لپاره د‌ امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د اسراییل هدف د سوريې ټوټه کول وي، نو تېروتنه کوي. نوموړي په خپل اېکس کې ویلي، چې د سوریې ټوټه کېدل د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي او خپله اسراییل ته هم ګواښ پېښوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) همداراز پر دمشق د اسراییل بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د سوريې ټوټه کېدل د اسراییل لپاره یوه «جدي تېروتنه» ده.

نوموړي لیکلي:«ټوټه شوې سوریه به په سیمه کې بې ثباتي او ان شخړې زياتې کړي او بالاخره به خپله اسراییل ته هم لوی ګواښ پېښ کړي.»

د راپورونو له مخې، اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې پلازمېنه دمشق باندې سخت هوايي بریدونه وکړل.

د دفاع وزارت یوه برخه ویجاړه شوې او د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ هم لګېدلي دي.

اسراییل ویلي، دا بریدونه یې د هغو حکومتي ځواکونو پر ضد کړي چې د سوریې په سوېل کې د دروزو اقلیت پر ضد عملیات کوي.
دا بریدونه د سوریې لپاره خطرناک بدلون ښيي او نړۍواله ټولنه له ټولو اړخونو غواړي چې وضعیت نور خراب نه کړي.

بنیامین نتنیاهو: یوه ورځ به د ایران ولس د ظلم له منګولو خلاص کړو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۱۵ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د «لوی کوروش فرمان» ته په اشارې سره، چې ۲۵۰۰ کاله وړاندې یې یهودیان ازاد کړي وو، ویلي چې اسراییل به یوه ورځ «د ایران ولس» له هغه استبدادي رژیم څخه خلاص کړي، چې نږدې پنځه لسیزې یې د هغوی د ازادۍ مخه نیولې ده.

نتنیاهو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې ناستې پر مهال وکړې او همداراز یې زیاته کړه: «کوروش موږ ازاد کړي وو او ښايي زموږ اوسني عملیات د ایران د استبدادي رژيم په دېوال کې درزونه اچولي وي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې نتنیاهو د ایران په اړه د هخامنشي پاچا د لوی کوروش یادونه کوي.

هغه مخکې د ۱۴۰۱د وري په میاشت کې هم د ایراني تمدن او د یهودیانو له لرغوني ایران سره د تاریخي اړیکو په اړه ویلي و: «موږ یو سړی درلود چې هېڅکله به‌یې هېر نه کړو: لوی کوروش چې نوم یې زموږ په اسماني کتاب کې هم یاد شوی. کله چې موږ د کوروش یادونه کوو، د یوه ستر تمدن له یوه ستر رهبر څخه خبرې کوو. موږ د هغه یاد لمانځو، ځکه هغه د یهودیانو د معبد د بیا جوړېدو او د بابل له تبعیده د یهودیانو د راستنېدو مرسته کړې وه.»

نتنیاهو او د ایران لپاره د بدلون ژمنه

ایران انټرنشنل د چنګاښ په ۲۲مه په یوه ځانګړي راپور کې د ملي امنیت په عالي شورا کې د اسراییل د برید خبر تایید کړ.

راپور ښیي، چې د ایران د حکومت او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې د هیواد هوایي ځواک لږترلږه یو ځل د غبرګولې ۲۶مه د ایران د لوړپوړو مشرانو د غونډې په ځای کې هدفمند بریدونه ترسره کړل.

د اسراییل د حکومت یوه ویاند د چنګاښ په ۲مه وویل: «په ایران کې د رژیم بدلون د ایراني خلکو پورې اړه لري او زموږ هدف په ایران کې د رژیم بدلون نه دی، مګر دا ممکن یو اړخیز اغېز وي.»

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ سي اېن اېن ته د غبرګولي په ۲۵مه ویلي و: «د رژیم بدلون د جګړې رسمي موخه نه ده، مګر که دا پیښ شي، نو دا به یو ډېر ښه اړخیز اغېز وي.»

نتنیاهو د غبرګولي ۲۵مه فاکس نیوز ته ويلي و: «په ایران کې د رژیم بدلون، د جګړې پایله کېدای شي، ځکه چې د ایران رژیم کمزوری دی.»

رویټرز د دوو امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې ټرمپ د اسراییل او ایران د مشر د وژلو پلان ویټو کړی دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې له ۱۵ میاشتو ځنډ وروسته بیا خبرې پیل کړې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د پاکستان او طالبانو ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې «جی سي سي» د بیا فعاله کېدو هرکلی کړی، چې له ۱۵ میاشتو ځنډ وروسته یې اوومه غونډه د چهارشنبې په ورځ تر سره شوه.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له کړکېچ، سرحدي نښتو، د افغان کډوالو له جبري اېستلو او په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو له فعالیتونو سره خورا ترینګلې شوې دي.

په راپور کې راغلي، پاکستان ټینګار کوي چې دغه وسله‌وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو طالب چارواکي دا ادعاوې ردوي او وایي، هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمېټې ناسته تېر ځل د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په لومړیو کې په اسلام‌اباد کې ترسره شوې وه.

محمد صادق خان د غونډې وروسته پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، «دا کمېټه یو مهم پلاټفورم دی چې دواړه هېوادونه کولی شي له دې لارې خپل حساس او ستراتیژیک مسایل وڅېړي.»

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور، تفاهم او ډیالوګ پر اړتیا ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې دواړه خواوې باید له هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو ترمنځ کرکه او حساسیتونه راپاروي.

په اعلامیه کې راغلي: «متقي د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر اوسني وضعیت او د کډوالو جبري اېستلو په ګډون پر یو شمېر مسایلو مفصل بحث کړی دی.»

اعلامیه زیاتوي، چې د غونډې په پای کې دواړو خواوو دا مهمه وبلله چې دا ډول بحثونه او همغږي باید دوام پیدا کړي.

دا چاره پر ډیورنډ کرښې د تورخم دروازې له تړل کېدو او د پاکستاني او طالبانو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته رامنځته شوې. دا نښته تېره میاشت هغه مهال وشوه، کله چې ډیورنډ کرښې ته نږدې د پوستو جوړېدو په سر لانجه راپورته شوه.

وروسته له هغې یوه ګډه پاکستاني ــ افغان جرګه جوړه شوه، چې د تفاهم له مخې د تورخم دروازه د ۲۷ ورځو له بندېدو وروسته د مارچ پر ۱۹مه بېرته پرانیستل شوه.

بلخوا، پاکستاني چارواکي وایي چې د دوی او طالبانو ترمنځ د اړیکو اصلي خنډ د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» او نورو وسله‌والو ډلو شتون دی، چې ګواکې له افغانستانه فعالیت کوي، خو طالب چارواکي دا تورونه ردوي او وایي، د هېچا ترهګري نه زغمي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي و، چې د «جعفر اېکسپرېس» د اورګاډي د تښتونې تر شا تورن کسان د افغانستان له سیمو اړیکې لري او د هغوی د ټلیفون ثبتونه هم له افغان سیمو تعقیب شوي.

افغان طالبان بیا ادعا کوي، چې د «اسلامي دولت – خراسان څانګې» داعش خراسان جنګیالي له بلوچستان او پښتونخوا څخه افغانستان ته ننوزي، خو پاکستاني چارواکو دا څرګندونې بې‌اساسه بللې دي.

سره له ټولو اختلافاتو، د دواړو لوریو له خوا د «جی سي سي» ناستې بیا پیل د یوه مثبت ګام په توګه یاد شوی، چې ښایي د تاوتریخوالي د کمېدو، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره لاره هواره کړي.