• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شپږو اروپايي هېوادونو کورنیو چارو وزیران:د افغانستان او سوریې کډوالو ستنول باید بیا پیل شي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د اروپایي هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او غوښتنه یې کړې چې افغانستان او سوریې ته دې د غیرقانوني کډوالو بهیر بیا پیل شي.

دغه وزیران چې د جرمني، فرانسي، پولنډ، اتریش، ډنمارک او چک جمهوریت هېوادونو استازي دي، د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو له کمېسار مګنوس برونر سره یو ځای د جمعې په ورځ په جرمني کې راټول شوي وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې باید د ستنولو بهیر چټک، ساده، منظم او هغو هېوادونو ته د ویزو په ورکړه محدودیتونه ولګول شي چې د خپلو وګړو د بېرته منلو په برخه کې همکاري نه کوي.

اعلامیه کې همداراز وړاندیز شوی چې سوداګري او پراختیايي مرستې دې د فشار وسیله وګرځي، تر څو د کډوالو بېرته ستنولو بهیر ګړندی شي.

وزیرانو د اروپایي ټولنې له خوا د سرحدي پرسونل، زېربناوو او ډرونونو لپاره د بودیجې زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.

یادو هېوادونو ژمنه وکړه چې د انساني قاچاقو پر وړاندې به مبارزه وکړي او د قاچاق شبکې به له منځه یوسي.

د نوې پرېکړې له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې مخکې یو له غړې اروپایي هېواد څخه د پناه حق ترلاسه کړی وي، او هڅه وکړي چې له بل هېواد څخه بیا پناه واخلي، غوښتنلیک به یې سمدلاسه رد شي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د جرمني نوې حکومت د کډوالو پر ضد سخت اقدامات پيل کړي، د کورنیو یو ځای کولو او بیا ځای پر ځای کولو پروګرامونه یې ځنډولي، تر څو د هغو رایه‌ورکوونکو ملاتړ بېرته ترلاسه کړي چې د «د جرمني لپاره بدیل» نومي افراطي ښی اړخي ګوند ته مایل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، دوبرینټ، ویلي: «موږ ټول اندېښمن یو چې د غیرقانوني کډوالۍ زیات فشار زموږ په هېوادونو کې د ټولنې د قطبونو لامل شوی دی. غواړو دا قطبي وضعیت راکم کړو.»

د غونډې له ترسره کېدو سره هم‌مهاله، جرمني د قطر له لارې یو شمېر افغان کډوال له لایپزیګ ښار څخه کابل ته وایستل، چې دا له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر ټولو لومړی ستنول بلل کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته ترسره شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: «د کډوالۍ د نظام بیا رغونې لپاره بېرته ستنول او اخراج اړین دي او نور ګامونه هم باید واخیستل شي.»

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارډ کارنر، دا چاره «نوې فرصتونه» وبلل. نوموړي یادونه وکړه چې اتریش هم په بې‌ساري اقدام کې د ۲۰۲۵ کال د جولای په پیل کې یو مجرم سوریې هېواد ته ستون کړی و.

هغه زیاته کړه: « دغه ګامونه د اعتبار وړ پناه‌ غوښتنې پالیسۍ لپاره ډېر مهم دي، په ځانګړي ډول د مجرمینو د بېرته استولو په برخه کې.»

بلخوا د افغان کډوالو اخراج له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ کمېسار وولکر ترک، د جمعې په ورځ له جرمني څخه د افغان پناه‌ غوښتونکو اخراج غندلی او ویلي یې دي: «د افغان پناه‌ غوښتونکو جبري اخراج باید سمدستي ودرول شي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د شکنجې، نیولو یا ناوړه چلند له ګواښ سره مخ دي.»

د ترک ویاندې، راوینا شمداساني، هم ویلي چې خلک باید افغانستان بېرته ستانه نه کړای شي، ځکه هلته وضعیت ډېر خراب دی.

هغې زیاته کړه، چې زیات شمېر کسان هلته له شکنجې، غیر انساني چلند او نورو سختو سرغړونو سره مخ دي.

شمداساني دا هم وویل، که یو چا پناه‌ غوښتنه رد شوې وي او یا محکوم مجرم وي، توپیر نه لري، ځکه د "عدم شړلو اصل" یا non-refoulementپر اساس، هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چیرې چې له شکنجې یا جدي بشري حقونو له سرغړونو سره مخ وي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د امریکا ځانګړی استازی: اسراییل او سوریه د اوربند پر سر هوکړې ته رسیدلي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۱

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «ټام باراک»ویلي چې اسراییل او سوریه د ترکیې، اردن او ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ د اوربند هوکړې ته رسیدلي دي.

دغه څرګندونې ځانګړي استازي ټام باراک د جمعې په ورځ وکړې او زیاته یې کړه، چې دا هوکړه د سوریې د ګاونډيو هېوادو په مرسته شوې.

اسراییل د چهارشنبه په ورځ د دمشق پر وړاندې هوایي بریدونه ترسره کړل او د سوریې جنوب کې یې په حکومتي ځواکونو باندې حملې وکړې. اسراییل د دې بریدونو موخه د سوریې د دروز اقلیت ساتنه بللې.

باراک په ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «موږ د دروز، بدو او سني مسلمانانو څخه غوښتنه کوو چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او د نورو اقلیتونو سره یوځای د سوریې نوې او متحد هویت جوړولو ته کار وکړي.»

امریکا د اوکراین لپاره د پیټریټ دفاعي سیسټمونه جرمني ته لېږدوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

امریکا د پیټریټ هوایي دفاع سیسټم یو بل نسل جرمني ته لېږدوي، ترڅو برلین د اوکراین لپاره د خپلو ژمنو په اساس دوه پیټریټ دفاعي سیسټمونه ژر ولېږدوي. دغه پریکړه د سویس له خوا د پیټریټ سیسټمونو د ځنډېدو وروسته شوې ده.

وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، امریکا به د پیټریټ هوایي دفاع سیسټم خپل راتلونکې نسخې د سویس پر ځای جرمني ته واستوي، تر څو برلین ته چانس ورکړي چې د اوکراین لپاره دوه پیټریټ سیسټمونو ژمنه پر وخت پوره کړي.

دا اقدام د امریکا د دفاع وزارت لخوا د اوکراین لپاره د وسلو رسولو په برخه کې یوه مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۷مه وویل چې هغه د اوکراین لپاره د اضافي پوځي مرستو ملاتړ کوي.

ټرمپ وروسته یو پلان وړاندې کړ، چې له مخې به ناټو او د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه د امریکا جوړې شوې وسلې د اوکراین لپاره واخلي.

پاکستان د هند لپاره خپل فضایي حریم یو ځل بیا د یوې میاشت لپاره وتاړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

پاکستان د هندي الوتکو پرمخ خپل فضایي حریم یو ځل بیا د اګست میاشت پورې بند کړ، له دې پرېکړې سره به د هند ټولو الوتکو ته د پاکستان هوایي حریم ته ننوتل منع وي.

د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې له خوا خبرداری خپور شوی، چې له مخې یې د هندي الوتکو پر وړاندې فضایي حدودو بندېدل یوه میاشت نور تمدید شوي.

ددغه خبرداري په اساس، د هند ټولې الوتکې به تر اګست ۲۳پورې د پاکستان فضایي حدود ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

د پاکستان هوایي ډګرونو ادارې زیاته کړه چې دغه بندیز یوازې د هند تجارتي طیارو پورې محدود نه دی، بلکه د هند په ملکیت کې اخیستل شوې پوځي او ملکي طیاري همپه دغه بندیز کې شاملې دي.

یاده دې وي چې د هندي الوتکو لپاره د پاکستان فضایي سرحدونه د ۲۳اپرېل راهیسې بند دي، او دا بندیز تر دې مخکې هم دوه ځله یوه یوه میاشت لپاره غځول شوې وو.

د امریکا د ځانګړو عملیاتو پخوانیو سرتیرو ته د ترهګریز ګواښ خبرداری

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۹ GMT+۱

د امریکا پوځ د پخوانیو ځانګړو عملیاتو سرتیرو ته خبرداری ورکړی چې ممکن د سوریې او عراق پخواني خدمتګاران په فلوریډا کې د ترهګرۍ ګواښ سره مخ شي. په یادښت کې ځایي پولیسو ته د شکمنو فعالیتونو د راپور ورکولو غوښتنه شوې ده.

د امریکا پوځ د پخوانیو ځانګړو عملیاتو سرتیرو نه غوښتي چې خپل شاوخوا ته جدي امنیتي تدابیر ونیسي.

یو یادښت چې د العربيه انګلسي لخوا ترلاسه شوی، وايي: «دا پیغام تاسو ته د 'دندې له مخې خبرداري' په اړه یو تازه خبر درکوي چې ممکنه ترهګريز ګواښ د فلوریدا په سیمه کې د هغو پخوانیو پوځي چارواکو پر وړاندې وي چې د سوریې او عراق په ډګر کې یې خدمت کړی.»

دغه ګواښ د فلوریدا په سیمه کې متمرکز ښکاري، دغلته د امریکا ځانګړو عملیاتو قومانداني (SOCOM) مرکزي دفتر موقعیت لري، خو دا ګواښ د فعالو سرتیرو سره مستقیم تړاو نلري.

ددغه ګواښ په اړه زیات جزیات ندي ورکړل شوي چې دغه ګواښ د چا له لورې دوی ته متوجه دی.

پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغان ناقانونه کډوال باید له دغه هېواده ووځي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، هغه افغان وګړي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېږي، له دې وروسته به د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول نرم چلند و نه شي او باید له دغه هېواده ووځي.

نوموړي دغه څرګندونې نن یوې خبري ناستې ته وکړې، چې پکې یې له افغان کډوالو سره د حکومت د تګلارې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

نقوي ټينګار وکړ چې د افغان وګړو لپاره د قانون سرغړونه د زغملو نه ده، او حکومت به هغو کسانو ته نور د پاتې کېدو قانوني تمدید ورنه کړي چې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.

د هغه په وینا: « د ناقانونه مېشتو افغان وګړو د پاتې کېدو مهلت به نور نه تمدیدیږي. موږ دا مسله جدي نیولې او قانون به پرته له توپیره پلي کېږي.»

نقوي د خپلو څرګندونو په دوام کې یادونه وکړه، چې ایران په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ناقانونه مېشت افغان کډوالله خپلې خاورې وایستل، او پاکستان هم له ورته اقدامه شاته نه پاتېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان کډوالو د موضوع ترڅنګ، له طالبانو سره په لوړه کچه رسمي دیپلوماتیکې خبرې اترې روانې دي، او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو دوام ته ژمن دی.

د هغه په وینا، پاکستان هڅه کوي چې د سرحدي چارو، امنیتي ستونزو او کډوالو وضعیت ته له ګڼو لارو چارو او خبرو اترو له لارې حل پیدا کړي.

په پاکستان کې دا مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱.۷میلیونه ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي، خو د ناپېژندل شوو ناقانونه افغانانو شمېر له دې هم ډېر اټکل شوی دی. په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان حکومت د یو لړ اقداماتو له لارې زرګونه افغان کډوال افغانستان ته په جبري ډول وشړل، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

خو له دې سره، ګڼ بشري سازمانونود پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې انساني چلند وشي او د زور اېستنې پر ځای هغوی ته د بېرته ستنېدو لپاره مناسبه موده او اسانتیاوې ورکړل شي.

نقوي دا هم څرګنده کړه، چې پاکستان هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې مثبتې وساتي، خو د ناقانونه تګ راتګ، ترهګریزو پېښو او د پولې د ناقانونه تېرېدو موضوعات د بحث مهم ټکي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ د طالب چارواکو سره تماس لرو، خو له نړیوالو اصولو سرغړونه نه زغمو.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم څو ځله ویلی و چې افغانستان باید د خپلو وکړو د بېرته ستنېدو لپاره عملي همکاري وکړي، خو طالب چارواکو بیا ټینګار کړی چې د افغانانو ایستل باید د بشردوستانه اصولو پر بنسټ وشي.