د انډېپېنډنټ انسټیټیوټ په خپله تازه خپره شوې مقاله کې لیکلي، چې د امریکا لهخوا د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې لاسوهنې، د بدلونونو تر شا د "ازادۍ" شعارونه او بیا د خپل لاس جوړ کړکېچونو د حل په موخه بیاځلي پوځي مداخلې د یوه تاریخي تسلسل بڼه غوره کړې ده، چې د دې پایله د ترهګرۍ پراختیا، د دولتونو سقوط او د میلیونونو بېګناه انسانانو کړاوونه دي.
په مقاله کې راغلي، چې د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د لیبیا، افغانستان او عراق کړکېچونه د امریکا د بهرنۍ تګلارې د ناکامۍ څرګندې نښې وې.
ډېری جمهوريپالانو د افغانستان او عراق ناورینونه پر بارک اوباما واچول، خو د لیبیا د ناورین او د داعش د چټک راڅرګندېدو مسوولیت د هیلاري کلنټن د مشرۍ پر مهال رامنځته شو.
مقاله زیاتوي، داسې ښکاري چې د امریکا سیاستوال له خپلو تېرو تګلارو څخه سترګې پټوي.
په مقاله کې ویل شوي، چې ډونالد ټرمپ که څه هم له بېپروا قضاوتونو او د کډوالو پر ضد په ناسم چلند بدنام دی، خو یو حقیقت کې یې روښانه کړه، چې جورج ډبلیو بوش نه یوازې د سیپټمبر ۱۱ بریدونو مخنیوی ونه کړ، بلکې د افغانستان د «اشغال» له لارې په یو بېپایه ملتجوړونې کې ښکېل شو او بیا یې د جعلي استخباراتو پر بنسټ عراق ونیو، یو داسې اقدام چې د القاعده عراق څانګه او وروسته خونړۍ داعش ډله وزېږېده.
د امریکا پر سیاست نیوکې یوازې د جګړو له پیل سره پای ته نه دي رسېدلي.
بارک اوباما چې د لیبیا پر ضد هوايي برېدونه د کلېنټن په فشار ومنل، وروسته له هغه اړ شو چې بېرته هم هلته او هم عراق ته ځواکونه واستوي، څو د خپل لاس جوړ کړکېچونه کابو کړي.
ددغه انسټيټیوټ په مقاله کې راغلي، چې د امریکا د لاسوهنو رېښه لا ژوره ده.
د سړې جګړې پر مهال کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، امریکا د سعودي عربستان له سخت دریځه وهابي مفکورې سره اوږه په اوږه، مجاهدین تمویل کړل، همدا ملاتړ د اسلامي وسلهوالو د نړۍوال جریان پیل و، چې وروسته القاعده او بیا داعش وزېږېد.
د دې هر څه تر شا یو ستر ټکی دا دی، چې د امریکا، لوېدیځو هېوادونو او روسیې مداخلې که څه هم د اسلامي سخت دریځۍ پیدا کوونکې نه دي، خو د هغوی غبرګون د شعاع د پراخوالي لامل شوې. د داعش له خوا د پاریس بریدونه د فرانسې د نظامي لاسوهنو پایله وه، چې له امریکا سره یې په لیبیا او مالي کې همکاري کړې وه.
مقاله زیاتوي، چې ترهګري د خاورې د اشغال، کلتوري سپکاوي او بهرني پوځي شتون پروړاندې مستقیم غبرګون دی. د امریکا پر دوو سوداګریزو مرکزونو د سپټامبر پر یوولسمې له بریدونو راهیسې دغه هېواد لږ تر لږه په اوو اسلامي هېوادونو کې نظامي عملیات کړي.
مقاله د پوښتنې په بڼه وایي چې په دې حساس پړاو کې کله چې داعش د لیبیا په سیرت ښار کې د نوي "خلافت" د جوړېدو هڅې کوي، امریکايي استخبارات دا څانګه د داعش تر ټولو خطرناکه څانګه بولي. اوباما چې مخکې یې د "نشت مداخلې" وعدې کړې وې، بیا هم د لیبیا پر ضد د بریدونو پر پراخولو غور کوي.
په دغه مقاله کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو حضور هم د داسې یوه ملت پر ضد بدلون ته لاره هواره کړه، چې د پاشل کېدو له خطر سره مخ و. د طالبانو د نسکورېدو پر ځای باید پر القاعدې دقیق عملیات ترسره شوي وای.
په عراق کې د صدام حسین د حکومت نسکورول هم ورته نتایج درلودل.
په مقاله کې د پوښتنې په بڼه ویل شوي، چې ایا د امریکا د بهرنۍ تګلارې دوامداره ناکامي به یو ځل بیا په لیبیا کې تکرار شي؟
که ریښتیا هم امریکا غواړي د ترهګرۍ ګواښ کم کړي، نو باید خپلې نظامي مداخلې پای ته ورسوي، نه دا چې نورې زیاتې کړي.
تجربو ښودلې چې کمه مداخله، لکه څنګه چې د امریکا له خوا د لبنان پرېښودو وروسته د حزبالله بریدونه راکم شول، ګټور تمامېدای شي.
د مقالې په پای کې راغلي، تاریخ باید یوازې د یادونې نه، بلکې د عبرت سرچینه وي.
که امریکا او د هغې متحدین غواړي نور ځان له ترهګرۍ وساتي، باید د خپلو تېرو سیاستونو پر عواقبو ودرېږي، نه دا چې په هماغه تېرو لارو بیا ګامونه واخلي.
د اسلامي هېوادونو اشغال او مداخلې چې د "ثبات" او "ډېموکراسۍ" تر نامه لاندې ترسره کېږي، یوازې جګړې اوږدوي، افراط ته وده ورکوي او یوه بل نسل ته د غچ اخیستنې اور ورپېژني.