طالبانو خپلو څه باندې ۴سوه جنګیالیو ته پولیسي او شرعي روزنه ورکړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی خپلو «۴۲۰ جنګیالیو» ته د پولیسۍ مسلکي زده کړو تر څنګ شرعي روزنه ورکړې او عملاً به خپلې دندې پیل کړي. یاد وزارت له خپلو دغو تازه فارغو شویو پولیسو غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.