طالبانو د معاملاتو لارښوونې ۸۸۱ دفترونه تړلي دي

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د دې ډلې د واکمنۍ راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو لپاره یې ۳۸۶۱ نوي جوازونه صادر کړي، خو په همدې موده کې یې د سرغړونو او ناقانونه فعالیتونو له امله ۸۸۱ دفترونه تړلي دي.