طالبانو د ۸۲۸ میلیون افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظورې کړې

د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ۸۲۸ میلیون افغانیو په ارزښت یې شپږ پروژې منظورې کړې دي. په منظور شوو پروژو کې د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.