بنګله ‌دېش کې د جېټ الوتکې رالوېدو له امله ۱۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په بنګله دېش کې یوه جېټ الوتکه پر یوه ښوونځي رالوېدلې ده، چې له امله یې ۲۷ کسان وژل شوي او ۸۸ نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي. له دغې پېښې وروسته په بنګله دېش کې ملي ماتم اعلان شو.