اندونیزیا پر امریکايي توکو لګېدلې تعرفې لرې کړې

اندونیزیا له امریکا سره هوکړه وکړه، چې پر ۹۹ سلنه واردېدونکو امریکايي توکو به تعرفې نه لګوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه پرمختګ ستایلی او دا یې د امریکايي موټر جوړوونکو، ټکنالوژۍ شرکتونو، کروندګرو او تولیدوونکو لپاره ستره بریا بللې ده.