پاکستان: طالبان د «ټي ټي پي» په تړاو زموږ اندېښنو ته "مثبت غبرګون" ښيي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» د پټنځایونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنو ته "مثبت ځواب" ښيي. دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې دواړه لوري د اړیکو د تر ټولو حساسو مسایلو په اړه محتاط خو هیله‌بښونکې پرمختیا تجربه کوي.