خیبر پښتونخوا کې د چت پرېوتو په دوو جلا پېښو کې ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي

د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت کې د سختو ورښتونو له امله د چتونو پرېوتو په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.