• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان او نړۍوالې ژمنې؛ د افغان کډوالو کړاوونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

دا چې زرګونه افغان کډوال د سختو شرایطو، جبري اېستلو او بې‌وسۍ سره مخ دي، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال سازمان «ای او اېم » له مشر «محمد عبدیکر» او مل پلاوي سره کتلي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د اسیا لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان سیمه یـیز مسوول «ایوري کاتو» او د افغانستان لپاره د یاد سازمان مشرې «میهیونګ پارک» هم حضور درلود، چې د افغان کډوالو پر ملاتړ او په راتلونکې کې پر لا ډېرو همکاریو خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې مولوي کبیر د «ای او اېم » له مشر محمد عبدیکر څخه د کډوالو لپاره د دایمي سرپناوو په رغولو کې د نړۍوالو د مرستې غوښتنه وکړه.

دواړه لوري، لکه د تېر په څېر د همکاریو، بشري مرستو او په «راتلونکو پلانونو» خبرې کړي، خو د دغو ناستو پایله لا هم د افغان کډوالو د کړاوونو لپاره عملي حل نه دی ګرځېدلی.

طالب چارواکي تل د نړۍوالو له ادارو سره د ښه تعامل خبرې کوي، خو تر اوسه د کډوالو لپاره د سرپنا، کار، روغتیا او زده‌کړو لپاره داسې کوم ملي پلان نه‌لیدل کېږي، چې د ستونزو کچه راکمه کړي.

په رسمي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د «ای او اېم» مشر د طالبانو "ثبات" ستایلی، خو د ثبات تر نامه لاندې د بشري وضعیت واقعیت ته که وکتل شي، زرګونه کورنۍ لا هم په خیمو کې ژوند کوي، نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړې نشي کولای او ښځې له ټولنیز مشارکته اېستل شوي دي. دا وضعیت ثبات نه، بلکې د ناورین دوام ښيي.

طالبان تل د کډوالو له جبري اېستلو شکایت کوي، خو له هغه وروسته چې دغه کډوال افغانستان ته بېرته راستنېږي، هېڅ بنسټیزه پاليسي نشته. د کډوالو وزارت یوازې مرستې منونکي دي، نه خدمات برابرونکي. دا اداره د مدیریت پر ځای له مرستندویو ادارو د غوښتنو پر تکرار تمرکز کوي.

طالب چارواکي دا مني چې اقلیمي بدلونونه، جګړې او اقتصادي کمزوریو د کډوالو وضعیت لا پسې خراب کړی، خو دا هم باید ومني چې د دوی د حکومتدارۍ طرز، د خلکو پر ژوند مستقیم منفي اغېز کړی دی. د ښځو کار بند شوی، غېر دولتي بنسټونه محدود شوي او نړۍوالې مرستې د نه‌باور له کبله ځنډني یا بند شوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کابل پوهنتون شپږ محصلین د «الحادي افکارو» د خپرولو په تور نیولي دي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۱
طالبانو د کابل پوهنتون شپږ محصلین د «الحادي افکارو» د خپرولو په تور نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د «الحادي افکارو» د خپرولو په تور د کابل پوهنتون د شپږو محصلینو د نیولو خبر ورکړ. سېف الاسلام خېبر وايي، چې دغه کسان د فکري انحراف د ښکاره نښو له کبله تر څار لاندې و او د شواهدو وروسته نیول شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سېف الاسلام خېبر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه وزارت په تېرو دوو میاشتو کې «د بېلابېلو فکري او کلتوري یرغلونو» پر وړاندې عملي اقدامات کړي دي.

د نوموړي په خبره، دوی د دغو بهرنیو فکري لارو چارو تبلیغ کوونکي نيولي.

خېبر خبرداری ورکړی، چې هېڅوک حق نه لري، څو «د اسلامي نظام تر سیوري لاندې زموږ عقیدوي ارزښتونه» تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړي د نیول شویو محصلینو د هویت په اړه نور جزیات نه دي‌ورکړي.

امربالمعروف وزارت ټینګار کوي، چې د خپل شرعي مسوولیت له مخې په ټولنه کې د فکري انحراف، فرهنګي یرغل او دیني تشویشونو مخنیوی کوي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د چنګاښ په ۹مه د «نما رسنۍ» په نوم د یوه فرهنګي ـ مذهبي بنسټ دوه کارکوونکي د الحادي‌افکارو د خپرولو، مسیحیت ته د خلکو په بللو او د فمینیزم د عامولو په تور په کابل کې نیولي و.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې د مذهبي او عقیدتي اقلیتونو هر ډول فعالیتونه ځپلي او د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د طالبانو د پالیسۍ له امله افغانستان د مذهبي ازادۍ او د بشر د نورو اساسي حقونو لپاره یو ویرونکی ځای ګرځېدلی دی.

عراقي پانګوالو له نوې ټکنالوژۍ په استفادې د برېښنا تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا وښوده

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۱
عراقي پانګوالو له نوې ټکنالوژۍ په استفادې د برېښنا تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا وښوده
100%

دوو عراقي پانګوالو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته د برېښنا د تولید لپاره یوه داسې نوې دستګاه معرفي کړه، چې په دې وروستیو کې د هغوی له لورې اختراع شوې او د برېښنا د تولید لپاره سرچینو ته اړتیا نه لري.

د دغو عراقیانو په وینا، دغه دستګاه د تېلو، ګاز، اوبو او نورو سرچینو له اړتیا پرته برېښنا تولیدوي او دوی غواړي، چې په افغانستان کې له دغې نوې دستګاه څخه په استفادې د انرژۍ پروژو په تولید کې پانګونې وکړي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې له دغه نوښت او په افغانستان کې د انرژۍ پراختیا لپاره د یادو عراقیانو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې دغه وزارت د دې پانګونې لپاره د همکارۍ او اړینو زمینو د برابرولو لپاره تیار دی.

د طالبانو د برېښنا شرکت اجراییه رييس تېره اوونۍ د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې وویل، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایرانه راواردوي او اوسمهال د هېواد ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري، خو هغه هېوادوال چې برېښنا لري د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت لري.

زبیده اکبر: طالبان افغانانو ته د خدمت کولو هېڅ اراده نه لري

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۱
زبیده اکبر: طالبان افغانانو ته د خدمت کولو هېڅ اراده نه لري
100%

د «فریډم نو» په نوم د بشري حقونو موسسې مشره زبیده اکبر وایي، چې طالبان د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره هېڅ نیت او اراده نه لري او دوی د نړۍوالو بشردوستانه مرستو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دي.

نوموړې دا څرګندونې نن د بشري حقونو د څار بنسټ او ملګرو ملتونو د یوې مجازي غونډې پر مهال وکړې. هغې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د ښځو له سیمه‌ییزو بنسټونو سره مستقیم ملاتړ وکړي.

هغې زیاته کړه: «نړۍواله ټولنه باید مالي مرستې مستقیم د مېرمنو له بنسټونو سره وکړي، ځکه چې دغه کوچني بنسټونه د لږو مرستو سره ډېر ستر کارونه کولی شي.»

زبیده اکبر ویلي: «طالبان د مرستو رسوونکو کارکوونکي ګواښي، هغوی نیسي او د خپلو پراخو محدودیتونو له امله یې د خلکو لاسرسی اړینو مرستو ته محدود کړی دی.»

په داسې حال کې چې د افغانستان بشري بحران ورځ تر بلې پراخېږي، د طالبانو پراخ بندیزونه، په ځانګړې توګه پر ښځو د خلکو ژوند نور هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

بلخوا، د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته بېرته ستنېدل له بیکارۍ، ړنګ روغتیایي سیستم او بشري بحرانونو سره مخ کېدل دي.

نوموړې څرګنده کړه: «ښځې په افغانستان کې ثانوي او لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري، د کار، بیان ازادۍ او تګ راتګ په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.»

هغې وویل،چې دوی د ګڼو بې‌ قانونیو اسناد راټول کړي، چې پکې ناقانونه وژنې، جبري ورک کېدنې، خپل‌سري نیونې او شکنجې شامل دي.

هغې دا هم وویل، چې د بودیجې د نشتوالي له امله تر ۴۰۰زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي، چې دغې چارې د خلکو لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

فرشته عباسي د اسنادو د خپلواکه ثبت نشتون ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید یو خپلواک او شفاف میکانیزم رامنځته کړي، څو د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو د اسنادو ثبت او څار وشي.

ریچارډ بېنېټ: طالبان به د تل لپاره په واک کې پاتې نه شي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۱
ریچارډ بېنېټ: طالبان به د تل لپاره په واک کې پاتې نه شي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار کړی، چې د افغانستان اوسنی وضعیت باید د تل‌پاتې واقعیت په توګه ونه منل شي او طالبان به هم د تل لپاره واکمن پاتې نه شي.

ښاغلي بېنېټ نن (سې شنبه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار متخصصینو په غونډه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي یوازې داخلي بحران نه دی، بلکې د انسانیت پر وړاندې جرم دی. دا یوه نړۍواله مسله ده او باید نړۍوال غبرګون راوپاروي.»

هغه زیاته کړه: «داسې فکر باید ونکړو چې طالبان به د تل لپاره په واک کې پاتې شي. د افغانستان تاریخ له سیاسي بدلونونو ډک دی، هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو هغه د بشري حقونو لپاره د درناوي په لور یو سوله ییز لېږد دی.»

ریچارد بېنېټ ټینګار وکړ، چې د اوسني وضعیت مسوولیت یوازې د لوېدیځو هېوادونو په غاړه نه دی، بلکې ټول هېوادونه باید مسوول وګڼل شي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د طالبانو د حکومت د عادي کولو یا پېژندلو هېڅ پروسه باید په اجنډا کې نه وي، پرته له دې چې د بشري حقونو په وضعیت کې «ښکاره، دوامداره، معنی لرونکې او د تایید وړ» پرمختګونه شتون ولري، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره.

هغه د افغانانو پراخ مقاومت ته په اشارې سره وویل: «موږ باید دا تصور ونه کړو چې افغانستان یوه نه حل کېدونکې مسله ده. د خلکو په ځانګړي توګه د افغان مېرمنو، په هیواد کې دننه او بهر زړور مقاومت ښیي چې لا هم هیلې شتون لري».

د هغه په وینا، ښځې او اقلیتونه باید د هېواد د راتلونکي په اړه په سیاسي بحثونو او د دوحې په څېر غونډو کې په ریښتینې، بشپړ او معنا لرونکې توګه شتون ولري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د افغانستان په لور د ځینو هېوادونو شاتګ ته هم اشاره وکړه، چې د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل او د ځینو لوېدیځو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د بېرته راستنیدو یا د بیا مېشتېدنې پروګرامونو تړلو پرېکړه د ژورې اندېښنې لامل دی.

بېنېټ وویل، د طالبانو له خوا افغانستان ته د هغه د ننوتلو بندیز د اندېښنې وړ ده، چې حکومتونه هڅه کوي څو د بشري حقونو څارنه بنده کړي. خو د دې خنډونو سره سره، د هغه ټیم په مجازی مرکو، پرانیستې سرچینې بیاکتنو، د متخصصینو غونډو او سروې ګانو له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې مستند کوي.

بېنېټ زیاته کړه، په افغانستان کې د طالبانو له خوا اوسمهال لږ تر لږه ۱۱ د رسنیو کارکوونکي بندیان دي او سږ کال د تېر کال په پرتله د بدني سزا او عامه اعدامونه نږدې دوه چنده شوي دي.

ریچارډ بېنېټ ټینګار وکړ، چې هغه چمتو او لېواله دی چې افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د طالبانو سره رغنده خبرې اترې اسانه کړي او د خلکو سره خپل پیوستون څرګند کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لپاره یو راپور چمتو کوي چې په افغانستان کې به د ښځو، نجونو، اقلیتونو او مدني فضا وضعیت باندې تمرکز وکړي.

طالبان: د بامیان په پنجاب کې د کلیوالو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې شخړه عدلي حل شوې ده

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱
طالبان: د بامیان په پنجاب کې د کلیوالو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې شخړه عدلي حل شوې ده
100%

په بامیان کې طالب چارواکو د پنجاب ولسوالۍ د رشک په سیمه کې د ځينو کورنیو په زور اېستل او د زورواکو کوچیانو له خوا د ځمکو د غصب راپورونه رد کړي دي. طالبانو ویلي، چې په سیمه کې د کلیوالو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې پر سر اوږده شخړه یې عدلي ادارو ته سپارلې او کوچیانو قضیه ګټلې ده.

په بامیان کې د طالبانو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د محمد عوض دانش په نوم د پنجاب ولسوالۍ د پشته غرغري سيمې اوسېدونکي شل کاله وړاندې د سیمې د مشرانو په مخ کې له کوچیانو څخه ځيني ساحې په کرایه اخیستې وې او د کلونو کرایه یې نه ده ورکړې او نه یې هم په خپلو ژمنو عمل کړی.»

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې عدلي او قضايي ادارو د دواړو خوا اسناد، شرعي خطونه او قبالې د شواهدو پر بنسټ څېړلې دي او د کوچیانو په ګټه پرېکړه شوې.

طالبانو د بامیان اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی هره پرېکړه پر عدالت ولاړه او هېڅوک ترې معاف نه دی.

طالبانو د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه هم رد کړي، چې طالبانو د رشک کلي اوسېدونکي په زور کډه کولو ته اړ اېستي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په بامیان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د کوچیانو په ګټه له حقوقي پرېکړې وروسته د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي اوسېدونکي کډه کولو ته اړ اېستي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو «له کوچیانو سره یوځای» په کلي کې ۲۵ کورونه خالي کړي دي.