• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوست کروندګر: د امونو ازمایښتي کښت غوره پایله ورکړې

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۱

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د نوي کوټ کلي کروندګر او بزګران وايي، د امونو ازمايښتي کښت غوره پایله ورکړې ده. د دوی په خبره، دغه کښت یې د نوې تجربې په توګه پیل کړ او تر دوامداره هڅو، پاملرنې او منظمو اوبو لګونې وروسته یې مثبته نتیجه ورکړې.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د امونو د نوي کښت حاصل د خوند، اندازې او کیفیت له پلوه بې سارې دي.»

بزګران هم د دې کښت پر بریالۍ تجربې خوښ دي او د پاملرنې غوښتنه کوي.

په خوست کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مسوولین وايي: «دا تجربه د خوست د اقلیمي شرایطو او زراعتي ودې لپاره یوه مهمه لاسته‌ راوړنه ده.»

دغه ادارې له نورو بزګرو او کروندګرو هم غوښتي، چې له ورته تجربو او نويو کښتونو څخه ګټه واخلي.

اقلیمي بدلون، په کور دننه د بازار نشتوالی او د تازه مېوو پر مهال د تګ راتګ د لارو بندېدل د افغان بزګرانو پر اقتصاد او حاصلاتو سخت اغېز کړی او هغوی له جدي زیانونو سره مخ کړي دي.

کروندګر او باغ لرونکي‌ د مېوو د حاصلاتو پر مهال د بازار غوښتنه کوي؛ خو واکمنان یوازې تر ژمنو اقدامات کوي.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۳

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۴

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۵

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده