• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنیف اتمر: افغانان په داسې شرايطو کې افغانستان ته شړل کېږي، چې هلته ژوند کول سخت کار دی

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، افغانستان د دومره ډېرو راستنو شویو افغانانو منلو ته چمتو نه‌دی؛ په تېره بیا داسې شرایطو کې چې هلته عدالت او کار نشته، بې‌وزلي ډېره ده او د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیز حقونه په‌کې تر پښو لاندې شوي دي.

ښاغلي اتمر (افغانستان تر څلور کلنې جبري کډوالۍ وروسته) کنفرانس ته په انلاین وینا کې وویل:« د افغان کډوالو شړل نه یوازې دا چې د بشري حقونو نقض او بې عدالتي ده؛ بلکې په راتلونکې کې افغانستان بې‌ثباته کولای شي.»

د هغه په وینا؛ په افغانستان کې ژوند کول سخت شوی، اقتصاد خراب دی، خلکو ته بنسټیز حقونه نه ورکول کېږي، د امریکا بشري مرستې بندې دي او کورنۍ پانګونه هم نشته.

هغه زیاته کړې، کله چې افغانان په داسې شرایطو کې افغانستان ته په زور شړل کېږي؛ نو ژوند، انساني کرامت او حقونه یې له ګواښ سره مخ کېږي.

ښاغلي اتمر طالبان د خلکو په اړه په بې‌غورۍ تورن کړي او ویلي یې دي:« طالبان نور په هره برخه کې پيسې لګوي؛ خو د خلکو د هوساینې لپاره یې نه لګوي.»

د هغه په وینا؛ طالبانو یوازې پر مدرسو پانګونه کړې ده، حال دا چې په هېواد کې نهیلي او بې‌کاري ډېره ده، نوي راستانه شوي افغانان مدرسو ته جذبېږي او په مدرسو کې له کرکې پرته هغوی ته بل څه نه ور زده کېږي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: طالبانو تر سلو زرو ډېرې وسلې پاکستان ته قاچاق کړې دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱
امرالله صالح: طالبانو تر سلو زرو ډېرې وسلې پاکستان ته قاچاق کړې دي
100%

د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې پاکستان ته تر سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې وړل شوې دي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دغه وسلې چا ته ورکول کېږي؟ هغه ویلي، د پاکستاني طالبانو شمېر شپږ زره اټکل شوی؛ خو دا نورې وسلې چا ته ورکړل شوې دي؟

امرالله صالح ادعا کړې، چې تر سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې پاکستان ته قاچاق شوې او یا هلته پلورل شوې دي.

ښاغلي صالح پوښتنه کړې، چې د پاکستاني طالبانو شمېر شپږ زره اټکل شوی؛ خو پوښتنه دا ده چې د ناټو پر معیار برابرې پاتې زرګونه وسلې چېرې ځي؟

د امرالله صالح زرغون بهیر هم پرون په دې اړه پر اېکس پاڼه ورته څرګندونې کړې دي. زرغون بهیر لیکلي، د دوحې د تړون په ضمیمه کې لیکل شوي چې د وسلو د قاچاقو مخنیوی د طالبانو د دفاع وزارت دنده ده؛ خو اوس داسې برېښي چې دغه وزارت په دې برخه کې ناکامه شوی دی.

زرغون بهیر ادعا کوي، چې تر اوسه له سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې پاکستان ته وړل شوې او دوی یې اسناد هم لري.

د تېر جمهوریت تر ړنګېدو وروسته له افغانستانه پاکستان ته د وسلو قاچاق نوې خبره نه‌ده؛ بلکې په دې اړه څو راپورونه خپاره شوي دي.

د روان لمریز کال (د روي په ۲۵مه نېټه) واشنګټن پوسټ یو څېړنیز راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي، ۶۳ میله پرمختللې امریکایي وسلې چې په افغانستان کې پاتې شوې وې؛ د پاکستاني وسله‌والو لاس ته لوېدلې دي او په وژونکو ترهګریزو بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي. دغه امریکایي وسلې په تور بازار کې پلورل شوې، چې اوس پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتونپال او نورې وسله‌والې ډلې کار ترې اخلي.

د ځوانانو نړۍواله ورځ؛ د افغان ځوانانو لپاره د کار او پرمختګ اسانتیاوې په نشت حساب دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۳۷ GMT+۱
د ځوانانو نړۍواله ورځ؛ د افغان ځوانانو لپاره د کار او پرمختګ اسانتیاوې په نشت حساب دي
100%

نن (د زمري ۲۱مه) د ځوانانو نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د ځوانانو نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

افغانستان هم په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې ډېری اوسېدونکي یې ځوانان دي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد عارف وايي، په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د کار او پرمختګ اسانتیاوې په نشت حساب دي. هغه وایي:« ځوانان زموږ په هېواد کې د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري؛ که دوی ته پاملرنه ونشي او ستونزې یې حل نه شي، فکر نه کوم چې ټولنه دې پرمختګ وکړای شي.»

بې وزلي، فقر، د کاري فرصتونو نشتوالی او د ځوانو نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د دروازو تړل پاتې کېدل؛ په افغانستان کې د ځوانانو پر وړاندې لویې ننګوونې بلل کېږي.

خو دغه ورځ بیا هر کال د نړۍ په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي او د دغه ورځې سږنی شعار «د تل پاتو موخو لپاره د ځوانانو هڅې» دی.

یاده ورځ د یونسکو سازمان له لوري په ۱۹۹۹کال کې تایید او د لومړي ځل لپاره ۲۰۰۰ کال کې ونمانځل شوه. د ملګرو ملتونو له معیار سره سم؛ ځوانان هغه کسان دي، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ وي.

د ایران حکومت د تهران ښوونځیو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو ماشومانو پر زده‌کړه بندیز ولګاوه

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱
د ایران حکومت د تهران ښوونځیو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو ماشومانو پر زده‌کړه بندیز ولګاوه
100%

د ایران د تهران ولایت د پوهنې رییس مجید پارسا د دوشنبې په ورځ ویلي، هیڅ ښوونځی حق نه‌لري چې له اعتبار وړ اسنادو پرته افغان کډوال ماشوم ومني.

د ایران «شرق» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ مجید پارسا ویلي، دا پرېکړه د ایران د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې پر بنسټ شوې چې پر ټولو دولتي او نادولتي ښوونځيو به عملي کېږي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرېکړه به د روان کال د وږي تر میاشتې پورې عملي شي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ تېر کال شاوخوا ۶۰زره افغان ماشومانو د تهران په ښوونځیو کې زده‌کړې کولې، خو اوس یوازې هغه ماشومان د نوم لیکنې حق لري، چې تایید شوي اسناد ولري.

ښاغلی پارسا وايي، د دې حکم له مخې به د تهران په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو شمېر کم شي او په ټولګیو کې به د زده‌کوونکو شمېر هم لږ شي.
ایران وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې له دغه هېواده تر یو مېلیون ډېر افغانان اېستلي دي. نړۍوالو بشري بنسټونو بیا راپور ورکړی، چې د دغه اېستل شویو کډوالو لویه برخه ماشومان جوړوي.

جان بولټن: د ټرمپ او پوتین غونډه له طالبانو سره د امریکایانو تړون ته ورته پایلې لري

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۷ GMT+۱
جان بولټن: د ټرمپ او پوتین غونډه له طالبانو سره د امریکایانو تړون ته ورته پایلې لري
100%

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، که څه هم په افغانستان کې د سولې لپاره د ټرمپ له‌خوا ډېويډ کمپ ته د طالبانو بلنه دومره بده خبره نه وه؛ خو له شک پرته چې د ټرمپ او پوتین راتلونکې غونډه هماغه د طالبانو یاد تازه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې (د زمري په ۲۴مه نېټه) به په الاسکا ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني. د پوتین یوه سلاکار هم دغه لیدنه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پوتین او ټرمپ به په دې غونډه کې د اوکراین اوږمهاله کړکېچ او سوله‌يیز حل په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د شنبې په ورځ له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې وویل، چې دغه غونډه د روسانو لپاره ستره بریا ده. هغه زیاته کړه: «دا غونډه کټ مټ هغه یاد راتازه کوي، لکه ټرمپ چې طالبان ډېويډ کمپ ته وربللي وو.»

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په پټه طالبانو ته بلنه ورکړې وه، چې ډېوېډ کمپ ته ورشي او هلته له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د سولې تړون په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

خو دغې پرېکړې د ټرمپ د ټیم ترمنځ اختلاف رامنځته کړل او وروسته بیا ټرمپ دغه پلان لغوه کړ او ویې ویل، چې له طالبانو سره خبرې نه کوي؛ ځکه چې هغوی تازه یو امریکايي عسکر وژلی دی.

د ټرمپ دغه پرېکړه چې طالبان یې ډېوېډ کمپ ته وربللي وو، د جمهوري‌پالو او ډیموکراټانو له سخت غبرګون سره مخ شوه؛ نیوکه کوونکو د ټرمپ دغه اقدام په امریکا کې د ترهګرو لپاره مېلمستیا ته ورته وباله.

په ننګرهار کې له داعش سره پخوانۍ جګړې؛ له پامه غورځول شوي ولسونه او نارغول شوې کنډوالې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱
په ننګرهار کې له داعش سره پخوانۍ جګړې؛ له پامه غورځول شوي ولسونه او نارغول شوې کنډوالې
100%

په ننګرهار کې له داعش سره د پخوانیو جګړو ولسي قربانیان شکایت کوي، چې د دوی کورونه، لارې، کرنیزه ځمکې، ښوونځي، جوماتونه او روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او تر اوسه هم نه‌دي رغول شوي. دغه زیانمن شوي خلک وايي، که څه هم طالبانو د بیارغونې ژمنې ورسره کړې وې؛ خو عملي کړې یې نه دي.

د ننګرهار د هسکې مېنې، اچین، سپین غر، کوټ، نازیان او دوربابا ولسوالیو اوسېدونکي چې د تېر جمهوریت پرمهال داعش سره جګړو کې زیان وراوښتی، تر اوسه هم بې‌سرپناه پاتې دي او برخلیک یې ناروښانه دی.

دغه زیانمن شوي خلک وايي، چې هم د تېر جمهوریت پر مهال او هم وروسته طالبانو د بیارغونې ژمنې ورسره کړې دي؛ خو بیا هم د دوی مېنې سپېرې پاتې دي او څوک د دوی غږ نه اوري.

دوی وايي، په دې جګړو کې یوازې د دوی کورونه نه دي ړنګ شوي؛ بلکې کرنیزه ځمکې، ښوونځي، جوماتونه او روغتیايي مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.

دغه بې‌ځایه شوي خلک وايي، چې د دوی بازارونه هم سوځول شوي دي او له همدې امله د دوی کاروبار په ټپه درېدلې، ډېر مالي زیان وراوښتی؛ خو هیچا پام نه دی ورته کړی.

په دغه جګړو کې نه یوازې دا چې خلکو ته مالي زیان اوښتی؛ بلکې ډېر خلک وژل شوي، ټپيان شوي او معلول شوي هم دي، چې ډېره برخه یې شینواري دي.

د هسکې مېنې زیانمن شوي خلک وايي، چې تېر کال د طالبانو کډوالو چارو ریاست چارواکو دوی ته ویلي و چې د بهرنیو مرستندویه ادارو له لارې به د دوی سیمې بېرته ورغوي؛ خو تر هغه وروسته یې چا پوښتنه هم نه‌ده کړې.

د دغه بې‌ځایه شویو خلکو یوه برخه په کابل کمپ او د جلال اباد ښار په نورو سیمو کې اوسېږي؛ خو ځينې یې بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي. دغه ستانه شوي خلک اوس په کنډوالو کې اوسېږي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دې جګړو په پایله کې د بې‌ځایه شویو خلکو شمېر ۲۳زره کورنۍ اټکل شوی دی. د دې سیمو د خلکو یوه برخه هغه مهال پاکستان ته کډه شول؛ خو کله چې په وروستیو میاشتو کې پاکستان ډېر کډوال افغانستان ته وشړل، ځينې یې له مجبورۍ دغه سیمو ته هم ستانه شول.