• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو څلورو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې جنګیالیو یې د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۳مه نېټه، شاوخوا ۷:۴۰ بجې ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په دهمزنګ سیمه کې د طالبانو پر یوه امنیتي پوستې وسله‌وال برید کړی، او څلورو طالب وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دغه جبهې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د برید په پایله کې دوه طالب وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پېښې سیمه د طالبانو له خوا کلابنده شوې او د ښار د دې برخې اوسېدونکو د سختو امنیتي پلټنو او تالاشیو راپورونه هم ورکړي دي.

دغه امنیتي پوسته د طالبانو د ځانګړو تدابیرو برخه وه چې د زمري ۲۴مې، د جمهوري نظام د سقوط او د دې ډلې واک ته د رسېدو د ورځې په مناسبت یې په ښار کې ځای پر ځای کړې وه.

دا ورځ طالبانو د خپلې بریا د نمانځنې په توګه پېژندلې، خو د ازادۍ جبهه دا ورځ د یوې تورې دورې د پیل ورځ بولي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دوی جنګیالیو ته په دې عملیاتو کې هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی او دوی دا برید د طالبانو پر وړاندې د «مقاومت» د یوې دوامدارې مبارزې برخه بولي.

تر اوسه پورې د طالبانو ویاند یا اړوندو چارواکو د دې برید په اړه هېڅ ډول تبصره یا څرګندونې نه دي کړې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

افغانستان امریکایي پوهنتون پخوانی مشر: د امریکا د مرستو بندېدل یوه ترخه پرېکړه ده

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د افغانستان امریکایي پوهنتون پخواني مشر، ډېوېډ سډني وایي، د امریکا د حکومت له لوري د دې پوهنتون د ملاتړ د بندېدو پرېکړه ډیره «ترخه» ده، سډني، خبرداری یې ورکړی چې د امریکا د مرستو بندېدل به د افغانستان میلیونونه وګړي د لوږې او د روغتیايي خدماتو د کموالي له ګواښ سره مخ کړي.

هغه د امریکا د نوې امنیتي مرکز سره په یوه مرکه کې څرګنده کړې چې د افغانستان امریکایي پوهنتون یوازې د امریکا د پراخو پانګونو یوه کوچنۍ برخه وه، خو د مرستو بندېدل به د دې پوهنتون د فعالیتونو پر اهمیت جدي اغېز وکړي.

هغه وویل: «یوه پوهنتون، که څه هم زه ورته ژمن یم، خو د امریکا د حکومت د ټولو اقداماتو په پرتله ډېره کمه معنا لري.»

سډني ټینګار وکړ چې د امریکا دا پرېکړه د افغانستان په اړه د واشنګټن د تګلارې د بدلون څرګندونه نه کوي، بلکې د لوړو سیاسي مسایلو سره تړاو لري، لکه د امریکا اړیکې له قطر سره او د دې هېواد رول د فلسطین او غزې په روان بحران کې.

سډني زیاته کړه چې د افغانستان امریکایي پوهنتون موقعیت په دوحه کې دی او همدا موضوع په ځینو امریکایي پرېکړو کې خپل اغېز لري.

هغه د افغان کډوالو وضعیت ته هم اشاره وکړه او یادونه یې وکړه چې د هغو کسانو لپاره ځانګړي پروګرامونه روان دي چې د امریکا له پوځ سره یې همکاري کړې ده.

د ده په وینا، حتی هغه مهال چې د افغان پاسپورټ لرونکو پر امریکا د سفر بندیز لګېدلی و، هغو کسانو ته چې د ځانګړي پروګرام برخه وو، استثنا ورکړل شوې وه.

سډني وویل چې د افغانستان امریکایي پوهنتون ښايي په دې سیاسي معادله کې کوچنی رول ولري، خو وروستۍ پرېکړه د امریکا د افغانستان پر وړاندې د تګلارې د بدلون نښه نه ده، بلکې د جیوپولټیکي لومړیتوبونو او لوړو سیاسي مسایلو انعکاس دی.

د کډوالو لپاره د ناروې شورا : د افغانستان د کلونه لاسته راوړنې له منځه تللي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ناروې هېواد شورا «این ار سي» د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د کلونو پرمختګونه په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې له منځه تللي دي.

دغه شورا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ګډه مبارزه وکړي او اوس د افغانستان د هېرولو وخت ندی.

د دې شورا عمومي منشي، یان اېګلېنډ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: « موږ اړ شوي یو چې وړ ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړو، ځکه د افغان ښځو او نجونو لپاره د کار د دوام بودیجه نه لرو.»

هغه زیاته کړه، هممهاله زرګونه افغانان چې مرستو ته اړتیا لري، له ایران او پاکستان څخه بېرته راشړل کېږي.

د اېګلېنډ په وینا، اوس د مرستندویه هېوادونو لپاره اړینه ده چې په افغانستان کې د بشري او پراختیايي همکاریو کچه لوړه کړي، څو د ښځو، نجونو او ملکي وګړو هیلې له منځه ولاړې نه شي.

هغه وویل، له ۱۴۰۰لمریز کال راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، څلور ځله یې افغانستان ته سفر کړی او هر ځل یې د وضعیت ارزونه «تر تېر وخت بدتره» کړې ده.

طالبانو نه یوازې د ښځو زده کړې منع کړې دي، بلکې د نړیوالو موسسو په چوکاټ کې یې د هغوی پر کار هم بندیز لګولی دی.

په ورته وخت کې، د جرمونو نړۍ والې محکمې( ای سي سي)د بشري حقونو د سرغړونو له امله د طالبانو د مشر او د هغوی د قاضي‌القضات د نیولو حکم صادر کړی دی.

رېچارډ بېنېټ: د طالبانو بدیل شونی دی

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۴۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو د استبدادي او تشدد ډک رژیم نورمال کول ونه مني. هغه وايي، چې د طالبانو واکمني تلپاتې نه ده.

رېچارډ بېنېټ د ایکس په یوه پوسټ کې ټینګار کړی چې د افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو، مقاومت ښيي چې د طالبانو واکمني تلپاتې نه ده او د بدیل راتلونکې دروازې پرانیستې دي.

نوموړي په ایکس لیکلي: « د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله وروسته، زه او د ملګرو ملتونو ۲۵ نور ځانګړي راپور ورکوونکي له دولتونو غواړو چې د طالبانو د نورمالولو هر ډول هڅه وځنډوي،په ګڼ شمېر کې د افغانانو مقاومتونه په ځانګړې توګه د ښځو د مبارزې په پام کې نیولو سره، د طالبانو واکمني تلپاتې نه ده او یو بل راتلونکی امکان لري».

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو د استبدادي نظام د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او وایي چې دا سیستم له جنسیتي تبعیض څخه ډک دی.

مجاهد: د ملګرو ملتونو سازمانونه او مرستندویه ټولنې د جاسوسۍ او شر اچونې لپاره فعالیت کوي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۴۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند د ملګرو ملتونو سازمانو او نورو سازمانونو له خوا په افغانستان کې د لوږې او نورو ستونزو په اړه محاسبې ناسمې بللې دي او وايي، دغه ډول سازمانونه د جاسوسۍ، شر او فساد لپاره فعالیت کوي.

ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې ادعا کړې، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ټولنو سروې ګانې او محاسبي د باور وړ نه دي.

نوموړی زیاتوي:«دا هغه نهادونه نه دي چې زړه سوانده واوسي، دا هغه نهادونه نه دي چې د انسانیت لپاره کار وکړي، دا د جاسوسۍ، شر اچونې، د تفرقو ایجاد، ظالمانو ته د کمک او همکارۍ لپاره جوړ شوي دي.»

خو پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې د افغانستان د حقونو د حفظ په برخه کې خپلې اړیکي ورسره ساتي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې نړیوالو سازمانونو ویلي دمګړی د افغانستان شاوخوا ۵۰ سلنه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: په افغانستان کې بدلون باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د واکمنۍ د څلورم تلين په مناسبت، د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې ډلې د جنسیتي ځپنې، د بشري حقونو د نقض او د نړیوالو قوانینو د نقض تورونه ولګول او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو رژیم د عادي کولو د هر ډول هڅې مقابله وکړي او بدلون د افغانانو په مشرۍ راشي.

دغو کارپوهانو د زمري پر۲۳مه، په یوه اعلامیه کې د ښځو او نجونو د وضعیت، علني اعدامونو، بې‌ محاکمې نیونو، د رسنیو او د بشري حقونو د فعالانو د ځپلو او د قومي، مذهبي او جنسیتي لږکیو پر وړاندې د تبعیض په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

دوی وویل: «طالبان چې هېڅ ډول مشروعیت نه لري، د جنسیتي ځپنې یو سیستماتیک نظام پلی کوي، د مخالفینو غږونه غلي کوي، د غچ اخیستنې کړنې ترسره کوي، خپلواکې رسنۍ بندوي او په ښکاره د بشري حقونو پر وړاندې بې‌پروایي کوي.»

د کارپوهانو په باور، د طالبانو د جنسیتي تبعیض او ځپنې نظام د بشریت پر وړاندې د جنایت مصداق دی. دوی د طالبانو د مشرانو د نیولو له حکم هرکلی کړی.

دغو کارپوهانو د اعدامونو او بدني سزاګانو، په بندخونو کې د بد چلند، د جبري ورکېدو، د دیني ازادۍ پر محدودیتونو، د کورنیو بې‌ځایه شویو د زیاتېدو او د قومي، مذهبي او جنسیتي لږکیو پر وړاندې د تېریو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د وضعیت ښه کېدل د یوه هر اړخیز چلند غوښتنه کوي، چې پکې د جنسیتي اپارتایډ جرم ګڼل، د مدني ټولنې زیات ملاتړ، د بشردوستانه مرستو د بودجې لوړول او د تلپاتې پرمختیايي موخو پلي کول شامل دي.

په اعلامیه کې همدارنګه د افغان کډوالو او بې‌ ځایه شویو ملاتړ ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه شوې، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې پاکستان او ایران د ایستنې بهیر چټک کړی دی.

دوی زیاته کړې چې په افغانستان کې بدلون باید د دغه هېواد د خلکو په مشرۍ ترسره شي او هره ورځ ځنډ د طالبانو «ځپونکی واک» لا پیاوړی کوي.