کېير سټارمر: د سپینې ماڼۍ ناسته کېدای شي تاریخي ګام وي

د برېتانیا لومړی وزیر کېير سټارمر وایي، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ ناسته کېدای شي د اوکراین او اروپا د امنیت لپاره یو «تاریخي ګام» وي.

د برېتانیا لومړی وزیر کېير سټارمر وایي، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ ناسته کېدای شي د اوکراین او اروپا د امنیت لپاره یو «تاریخي ګام» وي.
سټارمر په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې د ټرمپ له لوري د امنیتي ضمانتونو یادونه د هغو هڅو سره سمون لري، چې د اوکراین اروپايي متحدینو په تېرو میاشتو کې ترسره کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د «چمتو هېوادونو اېتلاف» حاضر دی چې د اوکراین د امنیت د خوندیتوب لپاره لا ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي.
ټرمپ تر دې وړاندې د کییف له پرلهپسې غوښتنو چې امنیتي ضمانتونه ورکړل شي، څو روسیه د اوربند د ماتولو یا په راتلونکو کلونو کې د برید د تکرار هڅه ونه کړي، په بېړه کې ډډه کړې وه.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څو اړخیزې ناستې مخکې، د مایک د ناڅاپي روښانه پاتې کېدو له امله داسې خبرې اورېدل شوي، چې وایي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه د ده لپاره پای ته ورسوي.
ټرمپ د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته په ټیټ غږ وویل: «زما په اند هغه غواړي یو تړون وکړي او زه فکر کوم هغه غواړي زما لپاره تړون وکړي، پوهېږې؟ که څه هم دا نامعقوله ښکاري،خو همداسې ده.»
په ثبت شویو خبرو کې ټرمپ همداراز د یوې درې اړخیزې ناستې یادونه هم کوي، چې پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي به په کې ګډون وکړي. ټرمپ مخکې هم په ډاګه کړې وه چې باور لري دغه درې اړخیزه لیدنه به ترسره شي.
سره له دې، د سیاسي شنونکو په باور د ټرمپ دا ډول خبرې ښيي، چې هغه هڅه کوي خپل رول د جګړې په احتمالي حل کې مرکزي وښيي، خو لا هم شکونه شته چې ایا پوتین رښتیا هم د ده لپاره د سولې تړون ته تیار دی او که نه.

د جرمني لومړي وزیر فرېدرېښ میرڅ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره په ناسته کې وویل، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د هوارولو لپاره د جدي خبرو اترو لار پرانیستل شوې ده.
میرڅ څرګنده کړه، چې دا لاره وروسته له هغه پرانیستل شوه چې ټرمپ د جمعې په ورځ د الاسکا په ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه. هغه وویل: «اوس د پېچلو خبرو اترو لپاره زمینه برابره شوې ده.»
د جرمني لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې اروپایي مشران د اوربند غوښتونکي دي او د هغه په باور د راتلونکو خبرو اترو ترسره کېدل باید د اوربند تر اعلان پورې وځنډېږي.
هغه زیاته کړه: «زه فکر نه شم کولی چې بله غونډه دې له اوربند پرته ترسره شي. نو باید پر همدې کار وکړو.»

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي نننۍ لیدنه د ملګرتیا په فضا کې پیل شوه او زېلېنسکي د خپلې مېرمنې لیک ټرمپ ته ورکړ، ترڅو یې خپلې مېرمنې میلانیا ټرمپ ته ورسوي.
دا که څه هم په ښکاره یو سمبولیک عمل و، خو شنونکي یې د لومړۍ مېرمنې د پټ نفوذ مهمه نښه بولي.
ټرمپ د دې حرکت وروسته پر اوکراین د امریکا د ملاتړ په اړه خپلې تر ټولو جدي ژمنې تکرار کړې او ویې ویل: «هېڅکله دا د لارې پای نه دی.»
که څه هم ټرمپ څرګنده کړه، چې د سولې د تضمینولو په برخه کې اروپا باید مخکښ رول ولوبوي، خو ده ټینګار وکړ چې امریکا به له دې بهیر څخه لاس وانخلي.
ټرمپ وویل: «اروپا د لومړۍ کرښې دفاع ده، ځکه هغوی هلته دي، خو موږ به هم ورسره مرسته وکړو او پکې به ښکېل پاتې کېږو.»

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې واشنګټن کولای شي د اوکراین جګړې په تړاو له اوربند پرته هم د سولې خبرې پر مخ یوسي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره د لیدنې پر مهال وویل: «زه د اوربند مفهوم خوښوم، ځکه سمدستي د خلکو د وژل کېدو مخه نیسي، خو موږ د پراخې سولې پر هوکړې کار کوو، نه یوازې پر یوه لنډمهاله اوربند.»
نوموړي زیاته کړه: «هغوی جګړه کوي او باید هم جګړه وکړي، که څه هم زه غواړم جګړه ودرېږي، خو له ستراتېژیک پلوه اوربند تل یو لوري ته د تاوان سبب کېدای شي، ځکه د اوربند پر مهال مخالف لوری د جګړې لپاره چمتووالی نیسي او ځواکونه بیا رغوي.»
ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د هغه د نورو منځګړیتوبونو پر مهال ښکېل لوري دایمي سولې ته رسېدلي، نه د اوربند له لارې.
هغه د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۴م کال د مې میاشتې د اوربند هڅې د خپلې منځګړیتوب تجربې یوه بېلګه وبلله.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي او ځينو نورو مسوولینو په پریان ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) په یوې غونډه د طالبانو اوسنی نظام بشپړ اسلامي نظام وباله او د علماو شورا رييس یې د امرینو پر اطاعت له ټينګار سربېره وویل: «د اسلامي نظام مخالفت کوونکي په ټولنه کې عزت نه لري.»
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو بیا له ځايي مسوولینو وغوښتل، چې له پوهنتونونو د دغه ولایت فارغو شویو ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې غېر له طالبه بل کس ته د دندې موندنه ډېره سخته شوې ده.
د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکیم وویل، هغه کار باید ونه شي چې اسلامي نظام او هېواد ته پکې زیان رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د پنجشېر ولس تل دا شکایت لري چې طالبانو له ښوونځي او مدرسو نیولې بیا په ټولو دولتي تاسیساتو کې نظامي مرکزونه جوړ کړي او ورسره د دوی ورځنی ژوند ستونزمن شوی دی.