طالبانو خپلو ادارو ته امر کړی، چې په تدارکاتو کې کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي، د دوی ټولو دولتي ادارو ته امر شوی چې په تدارکاتو کې کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي. د طالبانو په وینا؛ له دې پرېکړې یې موخه د هېواد کرنیز صنعت پیاوړتیا او د بزګرانو تر څنګ د بڼوالۍ کلک ملاتړ دی.