د راپور لهمخې، د سنټکام یا د امریکایي د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال مک کنزي او په کابل کې د امریکایي ځواکونو د هغه مهال مشر دریابان پیټر ویزلي هغه وړاندیزونه رد کړي وو چې کابل ته د طالبانو د ننوتو په تړاو اقدامات په کې شامل وو.
د نويو اسنادو او روايتونو لهمخې، مک کنزي د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵مه په دوحه کې له ملا برادر سره په لیدنه کې هغه وړاندیز رد کړ چې امریکا ته يې اجازه ورکوله کابل په خپله امنیتي ولکه کې وساتي او طالبان له پلازمېنې بهر پاتې شي. ملا برادر په همدې ناسته کې ویلي وو چې طالبان چمتو دي کابل ته له ننوتلو ډډه وکړي او امریکا چې د تخلیې د مدیریت لپاره هر څومره ځواکونه غواړي ځای پر ځای کړي ستونزه ورسره نهلري، خو مک کنزي ټینګار کړی و چې د امریکایي ځواکونو مأموریت یوازې «خوندي وتل» دي او دا وړاندیز يې ونه مانه.
په همدې ورځ په کابل کې د مخېکني جمهوري نظام لوی درستیز جنرال هبتالله علیزي او د ځانګړو ځواکونو قوماندان سمېع سادات د بېړني نظامي حکومت پلان وړاندې کړی و او له امریکایي ځواکونو یې ملاتړ غوښتی و، خو هغه له منفي ځواب سره مخ شوی و. کابل کې د امریکایي ځواکونو قوماندان ورته ويلي وو چې نور حکومت نشته او افغان جنرالان يې وهڅول چې ځانونه کابل هوايي ډګر ته ورسوي او له جګړې لاس واخلي.
د دې دواړو وړاندیزونو د ردېدو مانا دا وه چې امریکا اړ شوه د کابل هوايي ډګر د امنیت لپاره پر طالبانو تکیه وکړي. دغه پرېکړه د حامد کرزي هوايي ډګر شاوخوا هغه تریخ او خونړی وضعیت وزېږاوه چې زرګونه افغانان د وتلو هڅو کې له چاودنو او خونړیو بریدونو سره مخ شول.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې وروستي راپور د مک کنزي او طالبانو تر منځ دې برخلیک ټاکونکې لیدنې ته هېڅ اشاره نه ده کړې، یوازې یې د افغان جنرالانو له خوا د ناکامې مرستې غوښتنې یادونه شوې ده. په داسې حال کې چې مک کنزي په خپلو یادښتونو کې چې «دویلې کېدوټکی» نومېږي، لیکلي دي چې زلمي خلیلزاد هغه دوحې ته د طالبانو د خبرو لپاره بللی و.
مک کنزي په کتاب کې ټینګار کړی چې دنده يې یوازې د «خوندي وتلو» عملیات وو او د کابل د امنیت تینګښت د امریکایي ځواکونو ډېر شمېر ته اړتیا لرله چې دا د طالبانو له موخو سره په ټکر کې کار و. هغه دا هم اعتراف کړی چې طالبانو ته يې ډاډ ورکړی و، که پر امریکایي ځواکونو برید ونشي؛ نو پر طالبانو به هېڅ ډول بریدونه ونه کړي.
بلخوا سمېع سادات د «وروستي قوماندان» په نوم کتاب کې لیکلي چې د اګسټ پر ۱۵مه له افغانستانه د اشرف غني تر وتلو وروسته یې کابل کې د امریکایي ځواکونو قوماندان ویلي په ډاګه کړې وه چې غواړي نظامي حکومت اعلان کړي او په ځانګړو کومانډویي ځواکونو به کابل وساتي. امریکایي قوماندان ور زیاته کړې وه: «ستاسې حکومت نور نشته، د چا لپاره جنګېږئ؟ زما امر دا دی چې ټول ځواکونه هوايي ډګر ته یوسو».
«جسټ ده نیوز» راپور کې راغلي، که امریکا د طالبانو وړاندیز منلی وای چې د کابل امنیت په غاړه واخلي، ښايي د وتلو بهیر منظم شوی وای، مرګژوبله به کمه به وه او ان د ښځو د حقونو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د خبرو لپاره فرصتونه به هم برابر شوي وای. خو د دوحې او کابل په دواړو پرېکړو سره، کابل بې له کوم مقاومته د طالبانو لاس ته ولوېد او د افغانستان جمهوري نظام رسماً پای ته ورسېد.
اوس چې د امریکا د دفاع وزیر پيت هگزت نوې څېړنه پیل کړې، لا روښانه نه ده چې د دغو تاریخي پرېکړو او د هغوی د پایلو په اړه به نور جزییات هم افشا شي که نه.