• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: امریکا دې زموږ پر وړاندې د خنډ پر ځای د «همکارۍ» لار غوره کړي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد تازه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې امریکا دې د افغانستان د خلکو او په ځانګړي توګه د دغې ډلې پر وړاندې د خنډ پر ځای د «همکارۍ» لار غوره کړي او د ستونزو په حل کې دې مرسته وکړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوس طالبان او امریکایان په خپلو کې امنیتي همکاري لري، ویلي چې دی په دې اړه معلومات نه‌لري، خو په ټکو یې چې که په سیاسي او سوداګریزه برخه کې چې دا مهال لومړیتوب لري پرمختګ وشي، مثبت ګام دی.

نوموړي وویل: «موږ تر اوسه په بېلابېلو برخو کې له بندیزونو سره مخامخ یو، زموږ د مشرانو نومونه لا هم د هغوی په تور لیست کې دي، په بانکي سېسټیمونو تحریمونه پر خپل ځای دي او د افغانستان پیسې کنګل شوي دي.»

دغه طالب چارواکي همدا راز ویلي چې طالبان د دوحې تړون له مخې دې ته ژمن دي چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د هغوی د متحدینو پر پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نه پیښیږي.

نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د داعش په ګډون هېڅ یوه وسله‌واله ډله فعاله حضور نه‌لري او د افغانستان امنیت اوس ان د سیمې د هېوادونو په پرتله ښه دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دغې ډلې ویاند له یوې سیمه‌ییزې راډیو سره په مرکه کې ویلي چې دا ډله د یوه منظم پلان له مخې هڅه کوي، څو افغانستان د نړۍ او سیمې په اقتصادي څلورلارې بدل کړي. نوموړي زیاته کړې: «که موږ په دې پلان کې بریالي شوو، د افغانستان امنیت خپله ټینګېږي، ځکه د ټولو هېوادونه ګټه ده.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ټي‌ټي‌پي پر سر کشاله؛ د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې د کړکېچ تر کچې رسېدلي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۱

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ترېبیون ورځپاڼې د اګسټ پر ۳۱مه په یوې سرمقالې کې لیکلي، د پاکستان د اندېښنو او غوښتنو په تړاو د طالبانو بې‌پروایي د دې لامل شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې د کړکېچ تر کچې ورسېږي.

مقاله کې زیاته شوې، طالبانو په نړۍوالو غونډو کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو پر پټن‌ځای نه بدلوي، خو اوس طالبانو په ښکاره توګه د خپلو دغو ژمنو برعکس دي او جدي سرغړونې یې پیل کړي. وایي، پر کابل واکمنو د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو ډېرېدو ته په ښکاره توګه د پراخوالي لارې چارې برابرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په وروستۍ درې‌اړخیزه غونډه کې چې د چین استازو هم په کې ګډون کړی و، په ښکاره له طالبانو غوښتي چې یا دې د دوی ضد «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو د مهار لپاره اقدام وکړي او یا دې هم د دغه وسله‌والې ډلې غړي پاکستان ته وسپاري.

ورځپاڼه لیکي چې چین هم څو ځله د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د مېلیاردونو ډالرو پرمختیایي پروژې، په ځانګړي ډول د «یو کمربند، یوه لار» سترې طرحې، د همدې ناامنۍ له امله ځنډېدلې دي.

شنونکي باور لري چې طالبان په دې بې‌ پروایۍ سره نه یوازې د افغانانو ګټې قرباني کړي، بلکې خپله بقا یې هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده. د کارپوهانو په وینا، د طالبانو او «ټي‌ټي‌پي»‌ اړیکې لا هم د تېر وخت تر اغېز لاندې دي او دغه حالت د دوی په نابودۍ تمامېدلای شي، ځکه همدا ډلې په راتلونکې کې د افغان طالبانو پر وړاندې هم وسله پورته کولای شي.

مقاله کې وړاندې لیکل شوي، طالبان باید د تقابل پر ځای یو روښانه او قاطع دریځ غوره او ثابته کړي چې د افغانستان او سیمې امنیت یې په لومړیتوب کې دی. په پای کې ویل شوي چې اوس وخت د یوې غوڅې پرېکړې وخت رارسېدلی، طالبان به یا د نړۍوالو ټولنې په څنګ کې د ترهګرۍ پر ضد ودرېږي او یا به هم د خپلې بې غورۍ درنې پایلې ګوري.

د ایران دولتي ټلوېزون وايي په افغانستان کې د امریکا حضور دغه هېواد پر یوې کنډوالې بدل کړ

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د ایران دولتي انټرنېټي او ټلوېزوني شبکې «پرېس ټي‌وي» له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه مطلب کې ویلي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسېده، خو لاهم دغه هېواد له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی.

په مطلب کې راغلي چې:« څلور کاله کېږي چې امریکا د افغانستان له خاورې خپل وروستی سرتېری وویست. دغه وتل د یوې داسې جګړې پای و چې له دوه ټریلیونو ډالرو ډېر لګښت یې درلود، افغانستان په‌کې وران او زرګونه افغانان په‌کې ووژل شول، خو څلور کاله وروسته لاهم افغانستان د جګړې له میراث، اقتصادي کړکېچ او نړۍوالې انزوا سره مخامخ دی.»

په مطلب کې همدا راز راغلي چې امریکا پر افغانستان د وسله‌والو ترهګرو د ځپلو او د طالبانو د رژیم د نسکورېدو په موخه برید وکړ، خو له شاوخوا دوو لسیزو وروسته بیا طالبان د واک په ګدۍ کیناستل.

په مطلب کې د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویل شوي پر افغانستان د امریکا برید یوه ستراتیژیکه تیروتنه وه چې بیه یې ټول افغانان پرې کوي.

د ایران دولتي انټرنېټي او ټلوېزوني شبکه «پرپېس ټي‌وي» چې په انګلیسي او فرانسوي ژبو نشرات کوي، د مطلب په پای کې ویلي دا چې افغانستان په اوس کې له اقتصادي او سیاسي پلوه له لویو ننګونو سره مخامخ دی دا پخپله په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ناکامۍ ښکاره بېلګې دي.

څلور کاله وړاندې د اګست پر ۳۰مه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وروستى سرتېرى ووت او په افغانستان کې د امریکا دوه لسیزې پوځي حضور رسماً پای ته ورسېد؛ هغه حضور چې امریکایانو یې ننګه کړې، خو ځینې پر وړاندې نیونکي لري.

نه بدلېدونکي طالبان؛ ان نږدې ګاونډیان یې پاکستان او چین پرې هم نور باور نه کوي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوې تازه خپرې شوې مقالې له‌مخې، که څه هم په لومړیو کې هیلې موجودې وې چې طالبان دا ځل بدل شوي، خو ښکاري دا ډله لا هم په خپلو زړو روایتونو ولاړه ده او ان اوس ورسره نږدې ګاونډیان چین او پاکستان هم اړیکو کې احتیاط کوي.

طالبانو د روانې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د نوي تعامل د پیل ژمنې کړې وې، خو اوس هر څه برعکس دي. د مقالې د لیکوال په باور، پر کابل د واکمنو عمومي بښنه، د یوه ټول‌ګډوني اسلامي حکومت جوړول، د ښځو د حقونو خوندیتوب، د رسنیو د ازادۍ او د افغانستان د خاورې نه د نورو هېوادونو پر ضد د نه استفاده موضوع هم دغو ژمنو کې شامل وو چې عمل پرې نه دی شوی. وایي، دا ژمنې یوازې په کاغذ پاتې شوې او د‌ طالبانو د موقتي حکومت جوړښت هم انحصاري پاتې شو.

همدا راز ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محرومې شوې، رسنۍ تر سخت فشار لاندې راغلې او سخت‌دریځه ډلو بیا د فعالیت زمینه ومونده.

د طالبانو دغو ناکاره سیاستونو پایله نړۍواله انزوا وه. د روسیې له‌خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه هم د سیمه‌ییزو همکاریو دروازې پرانېستو ته پرېنښودې. افغانستان سره له دې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان ناظر غړی دی، د یاد سازمان وروستۍ غونډې ته چې د اګسټ له ۳۱مې تر د سپټمبر لومړۍ نېټې د چین په تیانجین کې ترسره کېږي پر کابل واکمنه ډله ورته نه ده وربلل شوې. مقاله کې د نه بللو دا مساله په ښکاره توګه د څرګندې بې باور نښې بلل شوي دي.

په همدې مهال، د امو سیند د تېلو ۲۵کلن قرارداد لغوه کېدو هم اندېښنې راپورته کړي دي. طالبانو د چین له «افچین» کمپنۍ سره د ۵۴۰ میلیونه ډالرو تړون لغوه کړ او د لویو قدرتونو پر ځای یې اوس د منځنۍ اسیا کوچنیو شرکتونو ته مخه کړې ده؛ یو اقدام چې کارپوهان یې د اقتصادي ضعف او بې‌ثباتۍ نښه بولي.

ډان ورځپاڼه زیاتوي چې پر طالبانو یوازې د امریکا فشار نشته، بلکې چین هم پر دې ډلې د لویو اقتصادي پروژو د عملي کولو باور نه‌لري. بیجېنګ تر اوسه افغانستان د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» له ستر پلان څخه هم بهر ساتلی او یوازې پر محدودو دوه اړخیزو اړیکو یې بسنه کړې ده.

کارپوهان باور لري چې طالبان د بې‌باورۍ فضا د ماتولو لپاره یوازې پر اقتصادي تړونونو تکیه کړې، په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو تمه هم لري. یوه بنسټیزه پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده چې ایا د طالبانو مشرتابه د دې حقیقت د منلو لپاره چمتو دی او که به افغانستان د نورو کلونو لپاره هم د انزوا او بې‌باورۍ په زنځیر کې همداسې بند پاتې وي؟

د طالبانو نوې عایداتي سرچینه: هوایي شرکتونه طالبانو ته د هرې الوتنې بدل کې ۷۰۰ ډالره ورکوي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۹ GMT+۱

د اوکراین، منځني ختیځ، ایران، اسراییل او ځینو نورو هېوادونو جګړو طالبانو ته فرصت ورکړی چې د هوايي حریم څخه د تېرېدونکو الوتکو په بدل کې ۷۰۰ ډالره واخلي. د جمهوریت پر مهال له افغانستانه هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ الوتکې تېرېدې، خو د طالبانو د واکمنېدو وروسته دغه شمېر صفر ټیټ شو.

د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د روسیې فضایي حریم د ډېرو لوېدیځو هوایي شرکتونو لپاره تړل شوی دی. دا اوس د امریکا هوایي شرکتونو لپاره دا معنا لري چې باید ډېر اوږده او غېر مستقیمې لارې وکاروي، چې له امله یې د پرواز وخت زیات او د سون توکو لګښت لوړ شوی دی.

د منځني ختیځ ډېری سیمې دا مهال د پرواز لپاره خطرناکې دي، ځکه چې توغندي ډېر توغول کېږي.

همداراز هند او پاکستان هم سږ کال خپل هوایي حریمونه یو پر بل بند کړل.

د دې ټولو ستونزو له امله، د اروپا او اسیا ترمنځ د هوا له لارې خوندي تګلاره نادره شوې ده.

که څه هم د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د افغانستان له فضا څخه الوتنې کمې تېرېدې اوس مهال خطر کم ګڼل کېږي.

له همدې امله ډېری هوايي شرکتونه د دې پر ځای چې د ایران یا نورو ناامنو سیمو له لارې تګ وګړي، خپلې الوتکې د افغانستان پر فضا تېروي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک څخه دوه کاله وروسته امریکا د مقرراتو نرمول پیل کړل، چې له مخې به یې سوداګریزو هوایي شرکتونو ته اجازه ورک‍ړل شي، چې د افغانستان په اوږدو کې په داسې لارو الوتنه وکړي چې د ختیځ او لوېدیځ تر منځ لارې لنډې او د تېلو لګښت ورسره کم شي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو سره سم هوايي شرکتونو له دې فضا څخه له تېرو ډډه کول او د هېواد هوايي کنټرول هم بند شوی و.

د ایران او اسراییل ترمنځ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو وروسته هوايي شرکتونو خپل فضايي مسیرونه خطرناک ګڼل. د امریکا د ملکي‌ هوايي چلند ادارې امریکايي شرکتونو ته اجازه ورکړې، چې د افغانستان د شمال ختیځ له لارې د واخان دهلېز یوه نرۍ فضايي مسیر وکاروي. 

طالبانو د دې بدلون څخه سمدلاسه ګټه پورته کړې.

د کابل چارواکو د هرې الوتنې لپاره، که لویه تجارتي وي یا شخصي جېټ، د یوه پرواز په بدل کې ۷۰۰ ډالر ټاکلي دي.

دا فیس ورکول تر هغو چې یو پرواز ۵۰۰ یا ۱۰۰۰ میله اوږده فاصله طی کوي ارزانه تمامېږي.

د پخواني جمهوري حکومت پر مهال دا بیې ارزانه وې او شاوخوا ۴۰۰ الوتنې هره ورځ د افغانستان له فضا څخه تېرېدې، چې دا به یې شاوخوا ۲۸۰,۰۰۰ ډالره عاید راووړ.

په ۲۰۲۱ کال کې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دا شمېر نږدې صفر ته راښکته شو.

اوس چې پروازونه بېرته شروع شوي، دا د طالبانو لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه ګرځېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت روان کال ویلي و چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان له فضا نه ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې تېرې شوې دي. یادې ډلې همداراز ویلي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان دننه او دباندې ۲۰۰ الوتنې کېږي.


پخوانی لوی څارنوال: د طالبانو له لوري د شاعرانو محدودول د اسلامي تمدن ضد پرېکړه ده

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو له لوري د مشاعرو د تنظیم په قانون کې د شاعرانو محدودول ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. ځینو د طالبانو دغه پرېکړه یوه دیکتاتورانه او د اسلامي تمدن ضد پرېکړه بللې او ځینو بیا ویلي، طالبان د دې حق نه لري چې د شاعرانو پر احساساتو هم کنټرول ولري.

د تېر جمهوري نظام پر مهال لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د شاعرانو او شعر محدودول یو دیکتاتورانه او د اسلامي تمدن ضد پرېکړه بللې ده.

حمیدي د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «د تاریخ په اوږدو کې مستبدو امیرانو او دیکتاتورانو هڅې کړي، چې د خلکو فکر، قلم، شعر او هنر محدود کړي او د خپلو غرایزو تابع وګرځوي. هغوی تللي، خو قلم، شعر، هنر او تفکر لا هم پر خپل ځای پاتې دی.»

له دې سره سم، شاعرې لینا روزبه په خپله اېکس پاڼه ویلي، د هبت الله پر وړاندې باید کلتوري مقاومت هم پیل شي او په وینا یې تر اوسه یې هېڅ عاشقانه شعر نه دی لیکلی: «خو اوس چې هبت الله د عاشقانه او په ځانګړې توګه د ښځو په ستاینه کې د شعر لیکل منع کړي، نو زه به هم ډېر ژر یو عاشقانه غزل ولیکم.»

نوموړې له نورو ښځينه شاعرانو هم غوښتي، چې عاشقانه شعرونه ولیکي او په وینا یې طالبان د دې حق نه لري چې د شاعرانو پر احساساتو هم کنټرول ولري.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د مشاعرو د تنظیم قانون درې بابه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې لري او پر بنسټ یې شاعران مکلف دي، چې اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او د مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غېر اسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو ستاینه یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د هبت الله د فرمانونو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.

پخواني څارنوال محمد فرید حمیدي بیا په اېکس پاڼه کې خپله لیکنه د رحمان بابا په دغه شعر سره پای ته رسولی دی.

چې د څنګه مې دلبر، په لاس کې جام دی

نن اورنګ د زمانې زما غلام دی

له دې سره، د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم بیا وایي، چې شعر الهام دی او دا الهام د هېچا په فرمایش نه راځي. د نوموړي په وینا، طالبان د شعرونو د خپرېدو مخه ځکه نشي نیولی، چې شاعران کولی شي په بېلابېلو لارو خپل شعرونه خپاره کړي.

اخوا، د مسلمانو عالمانو د نړۍوالې ټولنې غړی فضل‌الهادي وزین وایي، چې د مشاعرې د تنظیم لپاره هېڅ ډول قانون ته اړتیا نشته. د نوموړي په وینا، د شعر لیکلو او د مشاعرو پر پروګرامونو د هبت‌الله نوی قانون استبداد دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت شاعرانو ته خبرداری ورکړی، هغوی چې پر یاد قانون عمل وکړي مکافات به شي، خو له سړغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وشي او سزاوې به ورکړل شي.

د یادونې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه څه موده مخکې په کابل کې په یوه غونډه کې له افغان شاعرانو غوښتنه کړې وه، چې خپل شعرونه د دغې ډلې د مشر له خوا د توشیح شوي نوي قانون سره سم ولیکي.