• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی لوی څارنوال: د طالبانو له لوري د شاعرانو محدودول د اسلامي تمدن ضد پرېکړه ده

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو له لوري د مشاعرو د تنظیم په قانون کې د شاعرانو محدودول ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. ځینو د طالبانو دغه پرېکړه یوه دیکتاتورانه او د اسلامي تمدن ضد پرېکړه بللې او ځینو بیا ویلي، طالبان د دې حق نه لري چې د شاعرانو پر احساساتو هم کنټرول ولري.

د تېر جمهوري نظام پر مهال لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د شاعرانو او شعر محدودول یو دیکتاتورانه او د اسلامي تمدن ضد پرېکړه بللې ده.

حمیدي د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «د تاریخ په اوږدو کې مستبدو امیرانو او دیکتاتورانو هڅې کړي، چې د خلکو فکر، قلم، شعر او هنر محدود کړي او د خپلو غرایزو تابع وګرځوي. هغوی تللي، خو قلم، شعر، هنر او تفکر لا هم پر خپل ځای پاتې دی.»

له دې سره سم، شاعرې لینا روزبه په خپله اېکس پاڼه ویلي، د هبت الله پر وړاندې باید کلتوري مقاومت هم پیل شي او په وینا یې تر اوسه یې هېڅ عاشقانه شعر نه دی لیکلی: «خو اوس چې هبت الله د عاشقانه او په ځانګړې توګه د ښځو په ستاینه کې د شعر لیکل منع کړي، نو زه به هم ډېر ژر یو عاشقانه غزل ولیکم.»

نوموړې له نورو ښځينه شاعرانو هم غوښتي، چې عاشقانه شعرونه ولیکي او په وینا یې طالبان د دې حق نه لري چې د شاعرانو پر احساساتو هم کنټرول ولري.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د مشاعرو د تنظیم قانون درې بابه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې لري او پر بنسټ یې شاعران مکلف دي، چې اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او د مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غېر اسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو ستاینه یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د هبت الله د فرمانونو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.

پخواني څارنوال محمد فرید حمیدي بیا په اېکس پاڼه کې خپله لیکنه د رحمان بابا په دغه شعر سره پای ته رسولی دی.

چې د څنګه مې دلبر، په لاس کې جام دی

نن اورنګ د زمانې زما غلام دی

له دې سره، د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم بیا وایي، چې شعر الهام دی او دا الهام د هېچا په فرمایش نه راځي. د نوموړي په وینا، طالبان د شعرونو د خپرېدو مخه ځکه نشي نیولی، چې شاعران کولی شي په بېلابېلو لارو خپل شعرونه خپاره کړي.

اخوا، د مسلمانو عالمانو د نړۍوالې ټولنې غړی فضل‌الهادي وزین وایي، چې د مشاعرې د تنظیم لپاره هېڅ ډول قانون ته اړتیا نشته. د نوموړي په وینا، د شعر لیکلو او د مشاعرو پر پروګرامونو د هبت‌الله نوی قانون استبداد دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت شاعرانو ته خبرداری ورکړی، هغوی چې پر یاد قانون عمل وکړي مکافات به شي، خو له سړغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وشي او سزاوې به ورکړل شي.

د یادونې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه څه موده مخکې په کابل کې په یوه غونډه کې له افغان شاعرانو غوښتنه کړې وه، چې خپل شعرونه د دغې ډلې د مشر له خوا د توشیح شوي نوي قانون سره سم ولیکي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته جوړوي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۳۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به خپل وروستی راپور دغه شورا ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې به د مدني ټولنې استازی او د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر هم وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ويلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ماموریت به په سپټمبر کې پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بشري حقونو ناوړه وضعیت

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره لا هم ډېر خراب دی.

امنیت شورا د طالبانو له‌خوا په کابل کې د ښځو او نجونو وروستیو نیونو ته هم په اشارې سره ویلي، چې د یوناما تازه راپور چې د اګسټ په ۱۰مه خپور شوی، د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د نقض مشخصې بېلګې روښانه کوي.

یادې شورا لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له‌خوا ټاکل شوي یو شمېر خپلواک کارپوهانو د اګسټ په ۱۴مه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو استبدادي حاکمیت رد کړي او له هغو هڅو سره مقاومت وکړي، چې غواړي د طالبانو رژیم عادي او مشروع وښيي.

همداراز امنیت شورا د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ راپور ته هم اشاره کړې، چې پکې راغلي: «طالبان د افغانستان له قضايي او حقوقي نظام څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، تر څو ښځې، نجونې او د جنسي اقلیتونو غړي وځپي.»

د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیولو حکم

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، چې نړۍوالې جزایي محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی دی.

د شورا په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې نړۍوالې جزایي محکمې ته دا شواهد وړاندې شول، چې ښيي یادو دوو طالب مشرانو د «بشریت ضد جرمونه» په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې جرمونه ترسره کړي دي.

امنیت شورا همداراز د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې وروستي بیان ته اشاره کړې، چې پکې ویل شوي: «د افغانستان ښځې د عامه ژوند له ټولو ډګرونو څخه د بشپړې اېستنې له ګواښ سره مخ دي.»

په افغانستان کې بشري ناورین

امنیت شورا ویلي، چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو سخت بشري ناورین پکې روان دی.

د شورا د ارزونو له مخې، تمه ده چې سږ کال شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان چې د ټول نفوس څخه زیات نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی ویلي، چې په هېواد کې د خوړو خوندیتوب حالت سخت خراب دی. شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې څخه تر اپرېل پورې شاوخوا ۱۲.۶ میلیون کسان له جدي لوږې سره مخامخ وو.

د کډوالو بېرته ستنېدل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو هڅې د ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د دوامدارو اېستنو له امله نورې هم ستونزمنې شوې دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۵ میلیونه زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

امنیت شورا ټینګار کړی، چې ستانه شوي افغانان له ځورونې، شکنجو، ظالمانه، غېر انساني او سپکوونکو سزاوو او له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو هڅې د نړۍوالې انزوا د پای ته رسولو لپاره

امنیت شورا لیکلي، چې طالبان لا هم هڅه کوي څو له نړۍوالې ټولنې سره اړیکې جوړې کړي او له انزوا ووځي.

شورا یادونه کړې: «د روسیې له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې هڅه او د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ ناسته په کابل کې له هغو اقداماتو څخه دي، چې طالبان یې د نړۍوالو اړیکو د عادي کولو او د انزوا څخه د وتلو په موخه ترسره کوي.»

د دوحې پروسه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړی، چې «یوناما» او د دوحې بهیر ګډونوال دا مهال د یوه سیاسي تعامل پر نقشې کار کوي، چې «د افغانستان د خپلواکې ارزونې راپور» کې وړاندیز شوې ده.

په دې خپلواکه ارزونه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ له طالبانو سره د تعامل لپاره یو چوکاټ وړاندې شوی، چې له مخې به یې په افغانستان کې سیاسي، بشري او پرمختیایي فعالیتونه سمبالېږي او لارښوونه به ورته کېږي.

امنیت شورا دا هم څرګنده کړې، چې طالبانو له نړۍوالو ژمنو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د دوامدارې سرغړونې له امله دا موضوع د شورا لپاره یوه له اساسي اندېښنو څخه ده او دا کار د افغانستان د خپلواکې ارزونې له سپارښتنو سره په ښکاره تضاد کې دی.

امنیت شورا همداراز زیاته کړې: «د شورا غړي کولای شي چې یوه غېر رسمي ناسته د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې ادارې او یوناما له استازو سره ترسره کړي، تر څو د طالبانو د کړنو پر وړاندې د احتمالي اقداماتو په اړه بحث وشي.»

همداراز، شورا ویلي چې غړي یې کولای شي ناسته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د بشري حقونو د عالي کمېشنر د دفتر او د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي سره هم ترسره کړي، څو له طالبانو څخه د فشار راوستلو لارې وڅېړي.

له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ

د افغانستان له لوري د ترهګرۍ ګواښ هغه بله مهمه موضوع ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورته اشاره کړې ده.

شورا ویلي، چې د شورا غړي غواړي افغانستان یوه سوله‌ ییزه، هوسا، له ترهګرۍ پاکه او ټول‌ګډونه اداره ولري، خو دوی په دې اړه اختلاف لري چې دا موخه څنګه ترلاسه شي.

شورا د امریکا، فرانسې او برېتانیا دریځ ته هم اشاره کړې، چې هغوی باور لري طالبان باید نړۍوالو اصولو او نورمونو ته وفادار پاتې شي، تر څو وکولای شي نړۍوال مشروعیت او پرمختیايي مرستې ترلاسه کړي.

مک‌کال: ۴ کاله مخکې د امریکا وروستۍ نظامي الوتکه له کابله ووتله او ترهګر سیمه کې ازاد شول

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې پخوانی مشر مایکل مک‌کال وايي، ۴ کاله مخکې په همدې ورځ د امریکا وروستۍ نظامي الوتکه له افغانستان ووتله او ورسره په سیمه کې «ترهګر» ازاد شول.

مایکل مک‌کال د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) په خپل اېکس پاڼه یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې پر څرنګوالي له نیوکو سربېره ویلي، د جو بایډن په مشرۍ د امریکا دولت د تابیاوو پر ځای ظاهري سیاست ته لومړیتوب ورکاوه او د روانې سناریو په تړاو یې هېڅ تابیا نه درلوده او له امله یې په سیمه کې ترهګر ازاد شول.

مک‌کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو دغه ډول وتنه ناکامه وتنه بولي او په وینا یې بایډن په دې چارې سره د امریکا په تاریخ کې «خونړی» داغ پرېښود.

د نوموړي په وینا، په دې سره د امریکا کمزورتیا ټولې نړۍ ته ښکاره شوه او له امله یې د پوتین په څېر کسان زړور شول.

مک‌کال وايي، سره له دې چې جو بایډن ژمنه کړې وه چې هېڅوک به شاته نه پرېږدي، خو لږ تر لږه زر امریکاییان او زرګونه افغان همکاران یې طالبانو ته پرېښودل، هغې ډلې ته چې دمګړی د امریکا د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات په واک کې لري.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په وروستي ماښام د امریکا وروستۍ نظامي الوتکه د کابل له هوايي ډګره ووته او ورسره طالبانو بیا ځلي په بشپړ ډول پر افغانستان واکمن شول.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال تر دې وړاندې هم ویلي و، هغه افغانان چې امریکا ته یې سفرونه ځنډول شوي، ترهګر نه دي، بلکې هغه کسان دي چې له ترهګرو سره جنګېدلي او د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې یې د دغه هېواد له ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د یادولو ده، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې شاوخوا اوه میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پرېښودل. دا هغه مهال و، چې امریکا په بېړه له افغانستانه ووتله او طالبان د کابل په ګډون پر ټول افغانستان واکمن شول.

په دغو وسایلو کې پوځي وسایط، الوتکې، چورلکې او پرمختللې پوځي وسلې شاملې دي.

ټرمپ په وار-وار خبرداری ورکړی، چې له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي.

طالبان: د راستنېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی او بشري مرستو ته اړتیا لري

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې مشر شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړۍوال فډراسیون له مسوول سره په لیدنه کې ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې دغه کډوال پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د سرې میاشتې ادارې د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړۍوال فډراسیون له نوي مسوول جي سینګال سره کډوالو ته د بشري مرستو د برابرولو په موخه لیدلي دي.

دلاور د کډوالو لپاره پر بېړنۍ مرستې ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا مهال روغتيايي خدمتونه، د څښاک پاکې اوبه او لنډمهاله سرپناه برابرول د دوی لومړیتوبونه دي.

طالبانو ویلي، چې جی سینګال د ستونزو د حل ژمنې کړې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ وايي، چې یوازې پرون (جمعه د وږي ۷مه) له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۱۰۳ افغانې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د کډوالۍ کارټ لرونکو په ګډون د ټولو افغان کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی.

د راپورونو له مخې، د نړۍوالو بشرپاله مرستو کمښت د افغان ولس لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلې دي. د خوړو د نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوړو د نشتوالي له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي. همدارنګه د اقتصادي فشارونو له کبله ګڼې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې یا په زوره واده کوي.

ګاونډیو هېوادونو هم د جبري شړلو په سیاستونو وضعیت لا خراب کړی دی. ایران په وروستیو میاشتو کې له ۱.۵ مېلیونو زیات افغانان بېرته ستانه کړي او پاکستان له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړلي دي. دغه کسان له ستنېدو وروسته د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

مجاهد: موږ افغانستان د سیمې په اقتصادي څلورلارې بدلوو او امنیت به یې خپله ټينګ شي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند له یوې سیمه‌ییزې راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې دا ډله د یوه منظم پلان له مخې هڅه کوي، څو افغانستان د نړۍ او سیمې په اقتصادي څلورلارې بدل کړي. نوموړي ویلي: «که موږ په دې پلان کې بریالي شوو، د افغانستان امنیت خپله ټینګېږي، ځکه د ټولو هېوادونه ګټه ده.»

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) د دغه ډلې د ملاتړې «حریت راډیو» سره اوږده مرکه کړې، چې پکې یې د خپلو لاسته راوړنو او جوړ شوي پنځه کلن پراختیايي پلان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي په دې مرکه کې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه ویلي: «موږ افغانستان د سیمې او نړۍ په اقتصادي څلورلارې بدلوو، امنیت به یې خپله تأمین وي، ځکه ټولې خواوې به ګټه وړي او هېڅوک به د افغانستان پر وړاندې خنډ نه وي.»

مجاهد ویلي، چې لا هم د افغانستان ځینې سرحدي سیمې د کنټرول او دایمي څار اړتیا لري او دوی هڅه کوي، چې د نوې ټکنالوژۍ او زیات ځواک په وسیله له هېوادونو سره ګډې پولې خوندي کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې له نړۍ سره د دوو اصلونو له مخې اړیکې غواړي: «یو له نړۍ سره د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او دویم د هېواد د خپلواکۍ د خوندیتوب پر بنسټ ښې اړیکې غواړو او پالو یې.»

د هغه په خبره، له ډېرو هېوادونو سره د رسمیت موضوع تر یوې کچې بشپړه شوې ده، خو نوموړی زیاتوي، چې دغه هېوادونه د نورو هېوادونو د نزاکتونو او حساسو اړیکو له امله نه غواړي دا موضوع په ښکاره اعلان کړي. مجاهد وایي، طالبان هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره متوازن او متقابل درناوی لرونکې اړیکې ولري، څو د رسمیت موضوع هم په تدریجي ډول پر مخ ولاړه شي او د افغانستان د خلکو په ګټه عملي نتیجه ورکړي.

نوموړي یو ځل بیا نړۍ ته ګوتڅنډنه وکړه او زیاته یې کړه، چې هېوادونه دې د افغانستان له تجربې، د امریکا له ماتې او د دوی له بریا څخه درس واخلي.

هغه زیاته کړه: «د دوحې تړون، د کابل سقوط او د وږي نهمه د وروستي امریکايي‌ د وتلو نېټې ټولو تجاوز کوونکو ته پيغام ورکوي، چې د افغانستان د اشغال فکر ونه کړي کنه یوه ورځ به له همداسي ماتې سره مخ شي.»

مجاهد ویلي، چې دا نېټې نړۍ ته کفایت کوي.

نوموړي له نړۍالو وغوښتل، چې له دوی سره دې د دوښمنۍ پر ځای د دوستۍ او ښه تفاهم لاره خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ذبیح الله مجاهد د جاپان کیودو نیوز سره په یوه تازه مرکه کې هم ویلي، چې د طالبانو په مشرۍ حکومت په ټوله نړۍ کې ۴۱ ډېپلوماتیک ماموریتونه پرمخ وړي او دوی له نورو هېوادونو سره «د اړیکو ښه کولو لپاره ټول اقدامات کړي دي.»

په پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله ګڼ شمېر افغان کډوال پر لارو بند پاتې شوي دي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۱

په پاکستان کې د تېرې شپې سختو اورښتونو د لارو وضعیت خراب کړی او د افغان کډوالو سلګونه موټر د پاکستان - افغانستان پر لویه لار بند پاتې دي. په موټرو کې بند پاتې ښځې او ماشومان د خوړو، څښاک او د ارام کولو د ځای د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال د باران او سختو اورښتونو له امله پر لارو بند پاتې دي او د خوړو، څښاک او استراحت هېڅ اسانتیا نه لري. د معلوماتو له مخې، د بګیاړي پوستې په سیمه کې د افغان کډوالو لسګونه موټرونه د باران له امله ساعتونه بند پاتې دي او ښځې او ماشومان د مرستو په تمه د انتظار شېبې تېروي.

د عمرخان په نوم یو افغان کډوال د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري سره په مرکه کې ویلي: «موږ له څو ساعتونو راهیسې یوازې د دې هیله لرو چې ژر تر ژره خپل وطن ته ولاړ شو، خو باران او د خرابو لارو حالت نور هم وضعیت خراب کړی دی. زموږ موټر هم په اوږده کتار کې بند پاتې دی. ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر ځورېږي، ماشومان د لوږې او ستړیا له امله ژاړي او زاړه کسان هم په سخت عذاب کې دي. دلته د کېناستو لپاره هېڅ مناسب ځای نشته او نه هم د څښاک او خوړو بندوبست شته.»

کډوالو د پاکستان له حکومته د مرستې غوښتنه کړې.

د باران له امله نه يوازې لارې خرابې شوې، بلکې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې له امله د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

ډېر کډوال له خپلو وړو ماشومانو سره له تېرې شپې راهیسې د مرستې او لارښوونې په تمه ولاړ دي.

افغان کډوال ګل احمد چې شاوخوا ۲۵ کاله په پاکستان کې تېر کړی او هلته یې زده کړې کړي، د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري سره په خبرو کې وویل: «زه د ۲۸مې نېټې په ورځ له پنجاب څخه د خپل کورنۍ سره یو ځای روان شوی وم. د ماښام څلورو بجو شاوخوا بګیاړي پوستې ته ورسېدم، خو پولیسو همدلته ودرولو. ټوله شپه مو په موټر کې تېره کړه او بیا د سهار له سخت باران او توپاني هوا سره مخ شوو، چې موږ یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړو. زموږ سره ښځې او ماشومان هم دي چې د باران او یخنۍ له امله ډېر ځورېږي.»

د ملګرو ملتونو او د هغوی د کارپوهانو په خبره، په پاکستان کې هغه افغانان چې د شړلو له ګواښ سره مخ دي، ډېری یې هېڅ کور نه لري او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه به د دوی راتلونکی لا تریخ کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د کډوالۍ کارټ لرونکو په ګډون د ټولو افغان کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی.

د راپورونو له مخې، د نړۍوالو بشرپاله مرستو کمښت د افغان ولس لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلې دي. د خوړو د نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوړو د نشتوالي له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي. همدارنګه د اقتصادي فشارونو له کبله ګڼې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې یا په زوره واده کوي.

ګاونډیو هېوادونو هم د جبري شړلو په سیاستونو وضعیت لا خراب کړی دی. ایران په وروستیو میاشتو کې له ۱.۵ مېلیونو زیات افغانان بېرته ستانه کړي او پاکستان له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړلي دي. دغه کسان له ستنېدو وروسته د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.