د طالبانو د سرې میاشتې ادارې د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړۍوال فډراسیون له نوي مسوول جي سینګال سره کډوالو ته د بشري مرستو د برابرولو په موخه لیدلي دي.
دلاور د کډوالو لپاره پر بېړنۍ مرستې ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا مهال روغتيايي خدمتونه، د څښاک پاکې اوبه او لنډمهاله سرپناه برابرول د دوی لومړیتوبونه دي.
طالبانو ویلي، چې جی سینګال د ستونزو د حل ژمنې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ وايي، چې یوازې پرون (جمعه د وږي ۷مه) له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۱۰۳ افغانې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د کډوالۍ کارټ لرونکو په ګډون د ټولو افغان کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی.
د راپورونو له مخې، د نړۍوالو بشرپاله مرستو کمښت د افغان ولس لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلې دي. د خوړو د نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوړو د نشتوالي له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي. همدارنګه د اقتصادي فشارونو له کبله ګڼې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې یا په زوره واده کوي.
ګاونډیو هېوادونو هم د جبري شړلو په سیاستونو وضعیت لا خراب کړی دی. ایران په وروستیو میاشتو کې له ۱.۵ مېلیونو زیات افغانان بېرته ستانه کړي او پاکستان له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړلي دي. دغه کسان له ستنېدو وروسته د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.