• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاریس کې یو افغان کډوال خپل بل هېوادوال د چړو په ګوزار وژلی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۰۰ GMT+۱

په پاریس کې د افغانانو د یووالي کلتوري ټولنه وايي، چې نن د شنبې په ورځ د پاریس په ۱۸مه ناحیه کې یوه افغان کډوال بل افغان کډوال د چړې په وار وژلی دی. نوموړی وايي، د پیښې انګیزه نه ده معلومه خو پولیسو د یادې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخیل وايي، چې د شنبې په ورځ د پاریس د ۱۲مې ناحیي په لاشفیل سیمه کې یوه افغان کډوال خپل بل هېوادوال د چړي په ګوزار وژلی دی.

نوموړی وايي، د پیښې انګیزه نه ده معلومه خو پولیسو د یادې پیښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ماښام د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خلکو په مخ کې دوه نور افغانان په چړو وهلي وو، چې له امله یې یو کس مړ او بل سخت ټپي شو.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان مخابراتي شبکو د یو شمېر افغان کډوالو سیمکارټونه بند کړل

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان ځینو مخابراتي شرکتونو د یوشمېر افغان کډوالو د ګرځنده ټیلیفونونو هغه سیمکارتونه بند کړي، چې په پاکستان کې یې د استوګنې (پي او ار او اې سي سي) کارتونو له لارې ترلاسه کړي وو.

د سرچینو په وینا، د افغان کډوالو د ثبت کارتونو د وخت له پای ته رسېدو سره هممهاله تازه د پاکستان مخابراتي شرکتونو د یادو افغانانو ثبت شوي سیم کارتونه په بشپړ ډول غیر فعال کړي دي.

په پېښور کې د افغان کالونۍ یو اوسیدونکی وايي، د کورنۍ ۱۲ سیمکارتونه یې نن په بشبړ ډول غیر فعاله شوي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانان هڅه کوي خپل د کډوالۍ کارتونه تمدید کړي، خو د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالود اېستلو وروستۍ نېټه سبا پای ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو لړۍ دوامداره ساتلې او له دغه هېواد څخه په بشپړ ډول د غیر قانوني افغان کډوالو د شړلو وروستۍ نېټه د اګسټ په ۳۱ نېټه پای ته رسیږي.

طالبانو له «امارت پېژندنې» وروسته د «ملاهبت الله پېژندنې» لړۍ پیل کړې ده

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د ارزګان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ په مرکز ترینکوټ کې د " امیرالمومنین پېژندنې" په نوم غونډه کړې، چې له خوست او پکتیا وروسته دا درېیمه ورته غونډه ده. په دې غونډه کې، د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دې ډلې د مشر د اطاعت او پیروۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ارزګان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس رحمت الله ریحان په دې غونډه کې د پوهنتون له استادانو او لیکوالانو وغوښتل چې د ملا هبت الله د شخصیت په اړه څیړنې وکړي او مقالې ولیکي.

هغه وویل چې د ملا هبت الله د ریښتیني شخصیت پېژندل به خلکو ته د هغه اهمیت نور هم څرګند کړي.

دا له خوست او او پکتیا ولایتونو وروسته درېیمه غونډه ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه یې د «محبوب امیر» تر سرلیک لاندې د خپل مشر د شخصیت پېژندنې په اړه جوړوي.

له دې وړاندې طالبانو په ځینو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د "امارت پېژندنې" په نوم یو مضمون رامینځته کړی و او په دې تړاو یې په ټولو ولایتونو کې غونډې وکړې.

ددغه مضمون په ازموینه کې د «امارت پېژندنې» په اړه له زده کوونکو او محصلانو نه د طالبانو د تحریک د ایډیالوژۍ، اهدافو او تاریخ په اړه پوښتنې شاملې وې.

د طالبانو د بامیان والي: د خلکو د هوساینې راز د مولوي هبت الله په فرمانونو کې نغښتی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۱

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې باید د طالبانو د ډلې د مشر ټول فرمانونه په ټولنه کې عملي شي. عبدالله سرحدي وايي:« د خلکو د ښېګڼې او هوساینې راز په همدې کې نغښتی».

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن شنبه «وږي ۸مه» وویل، چې د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د اسلامي اخوت او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرلیک لاندې ولسي ناسته کې ددغه ولایت والي په خپله وینا کې د ملاهیت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینکار کړی دی.

د طالبانو د بامیان والي دې غونډې ته ویلي، چې « د امیرالمؤمنین ټول فرمانونه باید زموږ په ټولنه کې عملي شي، ځکه د خلکو د ښېګڼې او هوساینې راز په همدې کې نغښتی دی».

په غونډه کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر محب ‌الله سجاد د ملاهبت الله له لوري صادر شوي فرمانونه د ټولنې د فرهنګي اصلاح او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره مهم ګڼلي دي.

هغه ویلي، چې د یاد فرمان په تطبیق سره به هغه ستونزې، چې د مړو د تدفین پر مهال د بې ‌ځایه لګښتونو او یا د خوښیو او ښادیو په مراسمو کې د افراط او زیاتو مصارفو له امله رامنځته کېږي، په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

د ملاهبت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار په داسې حال کې دی، چې لاتر اوسه د ملاهبت الله له خوا صادر شوي فرمانونو په بشپړ ډول نه دي تطبیق شوي.

ملاهبت الله چې د کابل پرځای کندهار کې مېشت دی، په خپلو ویناوو کې هم د خپلو فرمانونو پر عملي کېدو ټینکار کوي.

طالبانو د ښځو د پټو سینګارتونونو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۱

ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې پر هغو سینګارتونونو د بندیز تازه امر صادر کړی، چې له ۲۰۲۳ کال را وروسته په پټه فعالیت کوي. طالبانو د یادو سینګارتونونو ښځینه څښتنانو ته امر کړی چې که تر یوې میاشتې خپل کار بند نه کړي، وبه نیول شي.

طالبانو د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې ټول ښځینه سینګارتونونه وتړل، چې له امله یې ۱۲زره کاروبارونه بند شول او له ۵۰ زره ډیرې ښځې وزګارې شوې.

خو د طالبانو له یاد اقدام وروسته هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر سینګارتونونو په پټه خپل فعالیت ته دوام ورکړی و.

ګارډین ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې اوس طالبانو په ټولو ولایتونو کې قومي مشرانو او سپین ږېرو ته امر کړی، چې د پټو سینګارتونونو په اړه د امر بالمعروف محستبانو سره معلومات شریک کړي.

د دریو ماشومانو مور ۳۸ کلنه فرشته وايي، چې د سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته یې په پټه خپل کار ته دوام ورکړی، ځکه د کارکولو بله لار نه ده ورپاتې.

نوموړې وايي:« کله چې طالبانو زموږ سینګارتونونه وتړل، زه د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه برابروونکې وم، خاوند مې ناروغ و، درې واړه ماشومان لرم. اړه یمه چې کار وکړم او لګښتونه یې پوره کړم».

هغه زیاتوي، «کله چې زه یو ښځه سینګار کړم، کله چې هغه ځان ته هنداره کې وګوري او موسکا وکړي، نو د هغې خوښې زما خوښي ده.»

نوموړې د طالبانو د نویو ګواښونو په اړه ویلي:« نه پوهیږم د خطر باجود به کار ته دوام ورکولی شم او که نه. دا یو ډېر لوی خطر دی. بل کار مې نه دی زده. زموږ اقتصادي حالت ډېر خراب دی، خو په دې نړۍ کې بل څوک نشته چې زموږ غږ واوري او ملاتړ مو وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د ښځو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی چې له امله یې میلیونونه نجونې او ښځې له زده کړو او کار کولو منع او د ښځو ټولنیز ژوند نږدې بشپړ محدود شوی دی.

جرمني له امنیتي ارزونو پرته افغان کورنیو ته ویزې نه ورکوي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د برلین براندنبورګ عالي اداري محکمې پرېکړه کړې، چې د جرمني ژمنلیک لرونکي افغانان باید برلین ته له داخلېدو وړاندې له امنیتي کتنې یا سیکیورټي چک تېر شي. د بیلد ورځپاڼې د خبر له مخې، راتلونکې دوشنبه د لومړۍ الوتنې پلان شته چې شاوخوا ۵۰ کسان به جرمني ته پکې ولاړ شي.

دا مساله اوس ډېری یوې افغانې کورنۍ ته راجع کیږي، چې اوس مهال په پاکستان کې ژوند کوي. دغې کورنۍ په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت نه د ویزې غوښتنه کړې وه، خو د بهرنیو چارو وزارت یې غوښتنلیک رد کړی ځکه امنیتي چېک یې نه دی ترسره شوی.

د دویچلنډ فونک د رپوټ له مخې، لومړی محکمې د کورنۍ په ګټه پرېکړه کړې وه، خو اوس عالي محکمې د حکومت دریځ تایید کړی دی.

جرمني حکومت تازه اعلان کړی چې د هغو افغانانو د قبلېدو بهیر به بېرته پیل کړي چې مرستې ته اړتیا لري.

د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، راتلونکې دوشنبه د لومړۍ الوتنې پلان شته چې شاوخوا ۵۰کسان به جرمني ته پکې ولاړ شي.

اوس مهال نږدې دوه زره افغانان له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې د جرمني په تمه انتظار کوي.