• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله ګڼ شمېر افغان کډوال پر لارو بند پاتې شوي دي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۱

په پاکستان کې د تېرې شپې سختو اورښتونو د لارو وضعیت خراب کړی او د افغان کډوالو سلګونه موټر د پاکستان - افغانستان پر لویه لار بند پاتې دي. په موټرو کې بند پاتې ښځې او ماشومان د خوړو، څښاک او د ارام کولو د ځای د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال د باران او سختو اورښتونو له امله پر لارو بند پاتې دي او د خوړو، څښاک او استراحت هېڅ اسانتیا نه لري. د معلوماتو له مخې، د بګیاړي پوستې په سیمه کې د افغان کډوالو لسګونه موټرونه د باران له امله ساعتونه بند پاتې دي او ښځې او ماشومان د مرستو په تمه د انتظار شېبې تېروي.

د عمرخان په نوم یو افغان کډوال د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري سره په مرکه کې ویلي: «موږ له څو ساعتونو راهیسې یوازې د دې هیله لرو چې ژر تر ژره خپل وطن ته ولاړ شو، خو باران او د خرابو لارو حالت نور هم وضعیت خراب کړی دی. زموږ موټر هم په اوږده کتار کې بند پاتې دی. ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر ځورېږي، ماشومان د لوږې او ستړیا له امله ژاړي او زاړه کسان هم په سخت عذاب کې دي. دلته د کېناستو لپاره هېڅ مناسب ځای نشته او نه هم د څښاک او خوړو بندوبست شته.»

کډوالو د پاکستان له حکومته د مرستې غوښتنه کړې.

د باران له امله نه يوازې لارې خرابې شوې، بلکې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې له امله د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

ډېر کډوال له خپلو وړو ماشومانو سره له تېرې شپې راهیسې د مرستې او لارښوونې په تمه ولاړ دي.

افغان کډوال ګل احمد چې شاوخوا ۲۵ کاله په پاکستان کې تېر کړی او هلته یې زده کړې کړي، د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري سره په خبرو کې وویل: «زه د ۲۸مې نېټې په ورځ له پنجاب څخه د خپل کورنۍ سره یو ځای روان شوی وم. د ماښام څلورو بجو شاوخوا بګیاړي پوستې ته ورسېدم، خو پولیسو همدلته ودرولو. ټوله شپه مو په موټر کې تېره کړه او بیا د سهار له سخت باران او توپاني هوا سره مخ شوو، چې موږ یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړو. زموږ سره ښځې او ماشومان هم دي چې د باران او یخنۍ له امله ډېر ځورېږي.»

د ملګرو ملتونو او د هغوی د کارپوهانو په خبره، په پاکستان کې هغه افغانان چې د شړلو له ګواښ سره مخ دي، ډېری یې هېڅ کور نه لري او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه به د دوی راتلونکی لا تریخ کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د کډوالۍ کارټ لرونکو په ګډون د ټولو افغان کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی.

د راپورونو له مخې، د نړۍوالو بشرپاله مرستو کمښت د افغان ولس لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلې دي. د خوړو د نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوړو د نشتوالي له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي. همدارنګه د اقتصادي فشارونو له کبله ګڼې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې یا په زوره واده کوي.

ګاونډیو هېوادونو هم د جبري شړلو په سیاستونو وضعیت لا خراب کړی دی. ایران په وروستیو میاشتو کې له ۱.۵ مېلیونو زیات افغانان بېرته ستانه کړي او پاکستان له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړلي دي. دغه کسان له ستنېدو وروسته د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دارالافتاء په تذکرو کې یوازې د بهرمېشتو ښځو انځور لګونې ته اجازه ورکړې

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په پېژندپاڼو کې د ښځو د انځور لګولو د څرنګوالي په تړاو حکم صادر کړی، چې له نن وروسته پېژندپاڼو کې د ښځو انځور لګول جبري نه، بلکې اختیاري دي. په دغو سندونو کې راغلي، د طالبانو دارالافتاء په تذکرو کې یوازې د بهرمېشتو ښځو انځور لګونې ته اجازه ورکړې.

د طالبانو حکومت نوې مذهبي فتوا خپره کړې ده، چې له مخې یې د ښځو په پېژندپاڼو کې د انځور لګول اجباري نه ګڼل کېږي. دغه پرېکړه، چې له شنبې ورځې (د وږي ۸مه) نافذه ده، د ښځو پر عامه حضور د لا نورو محدودیتونو د لګولو په معنا ګڼل کېږي او له دې وړاندې یې د حقونو مدافعان اندېښمن کړي دي.
یاده فتوا د طالبانو د مرکزي دارالافتاء له خوا له څو اوونیو داخلي بحثونو وروسته صادره شوې ده.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ملي ادار ې مکتوب
100%
د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ملي ادار ې مکتوب


د احصایې او معلوماتو ملي ادارې غوښتل، چې د پېژندپاڼو پر مخ د انځور لګول حتمي وګرځوي. دغې ادارې ویلي، چې د هویت د تثبیت، د جعل او فساد د مخنیوي، د سفر د اسانتیا او د نړۍوالو معیارونو د پوره کولو لپاره انځور اړین دی. په یوه تفصیلي یادښت کې یې ۱۱ دلایل وړاندې کړي، چې د شخړو مخنیوی، د ملکیت د اسنادو اعتبار، د ویزو ترلاسه کول او د افغان ښځو لپاره د زده کړو او درملنې د اسانتیاوو یادونه پکې شوې ده.

په تذکره کې د ښځو د عکسونو د لګولو دلایل
100%
په تذکره کې د ښځو د عکسونو د لګولو دلایل


خو د طالبانو د دارالافتاء عالمانو له دغو ۱۱ دلایلو څخه ۱۰ غېر شرعي وبلل او یوازې یوه استثنا یې ومنله.
د دې استثنا له مخې، هغه افغان ښځې چې بهر مېشتې دي او یا د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي او په تذکره کې یې انځور حتمي ګڼل کیږي، کولی شي په خپلو پېژندپاڼو کې انځور ولري، خو د افغانستان دننه د ښځو لپاره، دارالافتاء ویلي، چې د انځور نصبول د شریعت خلاف دي او باید ونه لګېږي.

په تذکره کې د ښځو عکس د لګولو دلایل او له دارالافتاء د هبت الله اخوندزاده غوښتنه
100%
په تذکره کې د ښځو عکس د لګولو دلایل او له دارالافتاء د هبت الله اخوندزاده غوښتنه


افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رسېدلو سندونو پر بنسټ، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خپلو دلایلو کې د عکس نصبول د پېژندپاڼې له مهمو شرایطو ګڼلي او روښانه کړې یې ده، چې د ښځو اړوند د تذکرو وېشنې ټولې چارې د ښځينه کارکوونکو له خوا په ستر او پرده کې ترسره کېږي.
د طالبانو دارالافتاء دغه راز ویلي، چې د حقوقي دعوو لپاره د پلرونو او نیکونو نومونه ذکر کېږي او د جعل د مخنیوي لپاره هغه لارې شته چې فقهاوو یادې کړې دي، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ور کړی.
یادې دارالافتاء زیاته کړې، چې نړۍوال سفرونه په پاسپورټ او ویزه کېږي او تذکرې ته اړتیا نه پېښیږي.
فتوا روښانه کړې چې د شرعي قبالو، نکاح او وکالت خطونو لپاره نوم، د پلار نوم او ادرس کفایت کوي او د انځور اړتیا نه لیدل کېږي.
همدارنګه د یتیمانو او بېوزلو مرستو د وېش لپاره د انځور پرځای د شفاف سیستم جوړول لازم ګڼل شوي.

په تذکره کې د ښځو د عکس لګولو په تړاو د فتوا یوه برخه
100%
په تذکره کې د ښځو د عکس لګولو په تړاو د فتوا یوه برخه

دارالافتاء زیاته کړې، « له سختې اړتیا پرته انځور اخیستل شرعاً روا نه دي، که د ټول بدن وي او که یوازې د مخ» د طالبانو د علماوو په باور، د کورني هویت تثبیت یوازې د نوم، د پلار او د نیکه د نوم او پتې له لارې کافي ګڼل کېږي.
د طالبانو دارلافتاء ویلي: «دغه مسایل شرعي عذر بلل کېدای شي او له دې پرته په عادي حالاتو کې د عادي مېرمنو په تذکرو کې د انځور نصبول غېر شرعي کړنه ده.»

نو په دې ترتیب سره یوازې او یوازې د هغو افغان ښځينه مهاجرینو چې کوربه هېوادونو ته یې له عکس پرته تذکره د منلو نه وي او هغو ګاونډیو هېوادونو ته چې پر تذکره د سفر کولو اجازه وي، خو هلته هم له انځور پرته د تذکرې د نه منلو ستونزه وي، ښځينه کولی شي په خپلو تذکرو کې عکس ولګوي او دارالافتا په وینا، «دغه مسایل شرعي عذر بلل کېدای شي او له دې پرته په عادي حالاتو کې د عادي مېرمنو په تذکرو کې د انځور نصبول غېر شرعي کړنه ده.»

د فتوا په پای کې راغلي:

«له سختې اړتیا پرته انځور اخیستل شرعاً روا نه دي، که د ټول بدن عکس وي او که یوازې د مخ. خو که داسې مېرمنې وي چې له هېواد څخه بهر په پردیو ممالکو کې د هجرت ژوند تېروي او هلته د تګ راتګ لپاره تذکره اړینه وي، په داسې حال کې چې هغه هېواد د انځور پرته تذکره نه مني، نو د دغسې مېرمنو لپاره په تذکره کې د انځور لګول د عذر له امله شرعاً کومه ستونزه نه لري.» همداراز هغه مېرمنې چې د علاج او تداوۍ په موخه داسې ګاونډیو ممالکو ته سفر کوي، چې پر تذکره د سفر کولو اجازه ورکول کېږي، خو هغه ملک ته له انځور پرته تذکره د منلو وړ نه وي، نو د دغسې مېرمنو لپاره هم په تذکره کې انځور لګول شرعي عذر بلل کېدلای شي.

له دې پرته په عادي حالاتو او د عادي مېرمنو په تذکرو کې د انځور نصبول غېر شرعي کړنه ده، بناً د ښځو په تذکرو کې د عکس لګول ضروري نه ګرځول کېږي، کومې ښځې چې په خپلو تذکرو کې د عکس لګول غواړي د هغو عکسونه دې لګول کېږي.»

په دغې فتوا کې همداراز یوه مهمه بله یادونه هم شوې، چې یاد شوي مسایل د نارینه او ښځو لپاره یو شان د عملي کېدو وړ دي، خو پوښتنه یوازې د ښځو د انځور اړونده وه، نو فتوا هم د پوښتنې مطابق ورکړل شوې ده.

د هبت الله اخوندزاده له لوري د فتوا تاییدېدل او لاسلیک
100%
د هبت الله اخوندزاده له لوري د فتوا تاییدېدل او لاسلیک

له دې سره سم، د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو د دغې موضوع په تړاو د شدیدې اندېښنې په څرګندولو سره د طالبانو دغه چاره یې پر ښځو یو بل محدودیت بللی دی.

یو شمېر افغانو ښځو او نجونو په خواله رسنیو کې ''زما عکس زما هویت'' په نامه هشتګ سره د طالبانو د دې پرېکړې مخالفت لپاره کمپاین پیل کړی دی.

دوی خپل عکسونه په سبمولیک ډول په برېښنايي تذکرو کې ټومبلي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د طالبانو د دې «تبعیضي پرېکړې» پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

په پاریس کې یو افغان کډوال خپل بل هېوادوال د چړو په ګوزار وژلی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

په پاریس کې د افغانانو د یووالي کلتوري ټولنه وايي، چې نن د شنبې په ورځ د پاریس په ۱۸مه ناحیه کې یوه افغان کډوال بل افغان کډوال د چړې په وار وژلی دی. نوموړی وايي، د پیښې انګیزه نه ده معلومه خو پولیسو د یادې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخیل وايي، چې د شنبې په ورځ د پاریس د ۱۲مې ناحیي په لاشفیل سیمه کې یوه افغان کډوال خپل بل هېوادوال د چړي په ګوزار وژلی دی.

نوموړی وايي، د پیښې انګیزه نه ده معلومه خو پولیسو د یادې پیښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ماښام د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خلکو په مخ کې دوه نور افغانان په چړو وهلي وو، چې له امله یې یو کس مړ او بل سخت ټپي شو.

د پاکستان مخابراتي شبکو د یو شمېر افغان کډوالو سیمکارټونه بند کړل

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان ځینو مخابراتي شرکتونو د یوشمېر افغان کډوالو د ګرځنده ټیلیفونونو هغه سیمکارتونه بند کړي، چې په پاکستان کې یې د استوګنې (پي او ار او اې سي سي) کارتونو له لارې ترلاسه کړي وو.

د سرچینو په وینا، د افغان کډوالو د ثبت کارتونو د وخت له پای ته رسېدو سره هممهاله تازه د پاکستان مخابراتي شرکتونو د یادو افغانانو ثبت شوي سیم کارتونه په بشپړ ډول غیر فعال کړي دي.

په پېښور کې د افغان کالونۍ یو اوسیدونکی وايي، د کورنۍ ۱۲ سیمکارتونه یې نن په بشبړ ډول غیر فعاله شوي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانان هڅه کوي خپل د کډوالۍ کارتونه تمدید کړي، خو د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالود اېستلو وروستۍ نېټه سبا پای ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو لړۍ دوامداره ساتلې او له دغه هېواد څخه په بشپړ ډول د غیر قانوني افغان کډوالو د شړلو وروستۍ نېټه د اګسټ په ۳۱ نېټه پای ته رسیږي.

طالبانو له «امارت پېژندنې» وروسته د «ملاهبت الله پېژندنې» لړۍ پیل کړې ده

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د ارزګان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ په مرکز ترینکوټ کې د " امیرالمومنین پېژندنې" په نوم غونډه کړې، چې له خوست او پکتیا وروسته دا درېیمه ورته غونډه ده. په دې غونډه کې، د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دې ډلې د مشر د اطاعت او پیروۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ارزګان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس رحمت الله ریحان په دې غونډه کې د پوهنتون له استادانو او لیکوالانو وغوښتل چې د ملا هبت الله د شخصیت په اړه څیړنې وکړي او مقالې ولیکي.

هغه وویل چې د ملا هبت الله د ریښتیني شخصیت پېژندل به خلکو ته د هغه اهمیت نور هم څرګند کړي.

دا له خوست او او پکتیا ولایتونو وروسته درېیمه غونډه ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه یې د «محبوب امیر» تر سرلیک لاندې د خپل مشر د شخصیت پېژندنې په اړه جوړوي.

له دې وړاندې طالبانو په ځینو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د "امارت پېژندنې" په نوم یو مضمون رامینځته کړی و او په دې تړاو یې په ټولو ولایتونو کې غونډې وکړې.

ددغه مضمون په ازموینه کې د «امارت پېژندنې» په اړه له زده کوونکو او محصلانو نه د طالبانو د تحریک د ایډیالوژۍ، اهدافو او تاریخ په اړه پوښتنې شاملې وې.

د طالبانو د بامیان والي: د خلکو د هوساینې راز د مولوي هبت الله په فرمانونو کې نغښتی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۱

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې باید د طالبانو د ډلې د مشر ټول فرمانونه په ټولنه کې عملي شي. عبدالله سرحدي وايي:« د خلکو د ښېګڼې او هوساینې راز په همدې کې نغښتی».

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن شنبه «وږي ۸مه» وویل، چې د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د اسلامي اخوت او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرلیک لاندې ولسي ناسته کې ددغه ولایت والي په خپله وینا کې د ملاهیت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینکار کړی دی.

د طالبانو د بامیان والي دې غونډې ته ویلي، چې « د امیرالمؤمنین ټول فرمانونه باید زموږ په ټولنه کې عملي شي، ځکه د خلکو د ښېګڼې او هوساینې راز په همدې کې نغښتی دی».

په غونډه کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر محب ‌الله سجاد د ملاهبت الله له لوري صادر شوي فرمانونه د ټولنې د فرهنګي اصلاح او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره مهم ګڼلي دي.

هغه ویلي، چې د یاد فرمان په تطبیق سره به هغه ستونزې، چې د مړو د تدفین پر مهال د بې ‌ځایه لګښتونو او یا د خوښیو او ښادیو په مراسمو کې د افراط او زیاتو مصارفو له امله رامنځته کېږي، په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

د ملاهبت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار په داسې حال کې دی، چې لاتر اوسه د ملاهبت الله له خوا صادر شوي فرمانونو په بشپړ ډول نه دي تطبیق شوي.

ملاهبت الله چې د کابل پرځای کندهار کې مېشت دی، په خپلو ویناوو کې هم د خپلو فرمانونو پر عملي کېدو ټینکار کوي.