طالبانو د روانې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د نوي تعامل د پیل ژمنې کړې وې، خو اوس هر څه برعکس دي. د مقالې د لیکوال په باور، پر کابل د واکمنو عمومي بښنه، د یوه ټولګډوني اسلامي حکومت جوړول، د ښځو د حقونو خوندیتوب، د رسنیو د ازادۍ او د افغانستان د خاورې نه د نورو هېوادونو پر ضد د نه استفاده موضوع هم دغو ژمنو کې شامل وو چې عمل پرې نه دی شوی. وایي، دا ژمنې یوازې په کاغذ پاتې شوې او د طالبانو د موقتي حکومت جوړښت هم انحصاري پاتې شو.
همدا راز ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه محرومې شوې، رسنۍ تر سخت فشار لاندې راغلې او سختدریځه ډلو بیا د فعالیت زمینه ومونده.
د طالبانو دغو ناکاره سیاستونو پایله نړۍواله انزوا وه. د روسیې لهخوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه هم د سیمهییزو همکاریو دروازې پرانېستو ته پرېنښودې. افغانستان سره له دې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان ناظر غړی دی، د یاد سازمان وروستۍ غونډې ته چې د اګسټ له ۳۱مې تر د سپټمبر لومړۍ نېټې د چین په تیانجین کې ترسره کېږي پر کابل واکمنه ډله ورته نه ده وربلل شوې. مقاله کې د نه بللو دا مساله په ښکاره توګه د څرګندې بې باور نښې بلل شوي دي.
په همدې مهال، د امو سیند د تېلو ۲۵کلن قرارداد لغوه کېدو هم اندېښنې راپورته کړي دي. طالبانو د چین له «افچین» کمپنۍ سره د ۵۴۰ میلیونه ډالرو تړون لغوه کړ او د لویو قدرتونو پر ځای یې اوس د منځنۍ اسیا کوچنیو شرکتونو ته مخه کړې ده؛ یو اقدام چې کارپوهان یې د اقتصادي ضعف او بېثباتۍ نښه بولي.
ډان ورځپاڼه زیاتوي چې پر طالبانو یوازې د امریکا فشار نشته، بلکې چین هم پر دې ډلې د لویو اقتصادي پروژو د عملي کولو باور نهلري. بیجېنګ تر اوسه افغانستان د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» له ستر پلان څخه هم بهر ساتلی او یوازې پر محدودو دوه اړخیزو اړیکو یې بسنه کړې ده.
کارپوهان باور لري چې طالبان د بېباورۍ فضا د ماتولو لپاره یوازې پر اقتصادي تړونونو تکیه کړې، په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو تمه هم لري. یوه بنسټیزه پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده چې ایا د طالبانو مشرتابه د دې حقیقت د منلو لپاره چمتو دی او که به افغانستان د نورو کلونو لپاره هم د انزوا او بېباورۍ په زنځیر کې همداسې بند پاتې وي؟