• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهه: د اسلام‌اباد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو مخالفې وسله‌والې او سیاسي ډلې مقاومت جبهې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي، چې یاد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ.

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «دا برید په افغانستان کې د تېرو ۲۵ کلونو د هغو جنایتونو یادونه تازه کوي، چې طالب ترهګرې دلې د افغانستان پر سپېڅلو دیني او کلتوري ځایونو بریدونه کول».

نوموړي ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې برید په سیمه کې د فکري، اخلاقي او کلتوري تنوع د له‌منځه وړلو لپاره د ترهګرو یوه منظمه هڅه ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان دمګړی د نورو نیابتي ډلو لپاره د فکري او عملیاتي ملاتړ په توګه کارول کېږي او خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د اصلي سرچینې له منځه وړلو پرته په سیمه کې د سولې او ثبات ټېنګښټ ناممکن دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل‌الرحمان: د لسګونو استخباراتي ادارو شتون سره په اسلام‌اباد کې خلک خوندي نه دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان په اسلام‌اباد کې د جمعې ورځې ځانمرګي برید په تړاو ویلي، چې د لسګونو استخباراتي ادارو په شتون کې هم د پلازمېنې عام وګړي خوندي نه دي. هغه زیاته کړې، چې دغه ډول بریدګر د انسانیت دوښمنان دي او له عاملینو سره باید نرمښت ونه‌شي.

نوموړي همداراز په اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې هېڅ هېواد له ترهګرۍ خوندي نه دی، خو په داسې شرایطو کې د امنیتي ادارو پر خپلو کړنو ویاړ د پوښتنې وړ خبره ده. د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر څرګنده کړې، چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

مولانا فضل‌الرحمان لیکي: «دولتي بنسټونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر ځای په سیاسي چارو کې په لاس‌وهنه بوخت دي». هغه نیوکه کړې، چې پاکستاني چارواکي یوازې تر پېښې وروسته د غندلو پر بیانونو تکیه کوي او ملت ته هېڅ ډول قناعت نه ورکوي.

د پاکستان ګڼو سیاستوالو د اسلام‌اباد په ترلای سیمه کې د شیعه‌ګانو د یوه جومات دننه ځانمرګی برید غندلی دی. د شمېرو له‌مخې، دغه برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز: ایران د یورانیمو د بډایه کولو د درولو په تړاو د امریکا غوښتنه رد کړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰

یوه سیمه‌ییز ډیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي چې ایران په عمان کې د مذاکراتو پر مهال د امریکا هغه غوښتنه رد کړې، چې په خپله خاوره کې دې د یورانیمو بډایه کول ودروي.

یاد ډیپلوماټ زیاته کړې، چې ایران د یورانیمو د بډایه کولو د «کچې او درجې» یا د یوه سیمه‌ییز کنسرسیم د جوړولو په اړه خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی دی.

د یادې سرچینې په وینا، تهران په دې باور دی چې امریکايي مذاکره‌کوونکي «د بډایه کولو په اړه د ایران په دریځ پوه شوي او د تهران د غوښتونو په وړاندې یې انعطاف ښودلی دی».

سرچینې ویلي، چې په مسقط کې د دغو خبرو پرمهال د ایران د توغندیزو وړتیا په اړه هېڅ بحث نه دی شوی.

پر همدغه مهال اکسیوس وېب‌پاڼې او د فاکس‌نیوز خبریالې جنیفر ګریفین د باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ سلاکارانو سټیو وېټکاف او جرد کوشنر په عمان کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره مخامخ لیدنه کړې ده.

امریکايي او ایراني چارواکو ویلي، چې تمه لري یاد مذاکرات به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته امنیتي خبرداری ورکړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰

د اسلام‌اباد د ترلای سیمې په یوه جومات کې تر ځانمرګي برید وروسته، په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت یو امنیتي خبرداری خپور کړی او خپلو وګړو ته یې د احتیاطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې ده.

د سفارت د خپرې شوې خبرتیا له‌مخې، امریکایي وګړو ته ویل شوي چې له ګڼه‌ګوڼې ډکو سیمو او لویو عامه غونډو څخه ډډه وکړي، خپل شخصي امنیتي پلانونه له سره وارزوي او د وروستیو بدلونونو د معلومولو لپاره په دوامداره ډول سیمه‌ییز خبرونه او رسنۍ وڅاري.

همدارنګه، امریکایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې ځان له عامه پاملرنې څخه وساتي، تل خپل د پېژندنې اسناد له ځان سره ولري او د اړتیا پر مهال له پولیسو سره همکاري وکړي. د امریکا سفارت ټینګار کړی، چې د یادو سپارښتنو پلي کول کولای شي په پاکستان کې د سفر او استوګنې پر مهال احتمالي ګواښونه راکم کړي.

امریکا داسې مهال په پاکستان کې خپلو وګړو ته دا خبرداری ورکوي، چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوه ځانمرګي بریدګر د یوه جومات دننه په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۳۱ کسان ووژل شول. همداراز، په دې برید کې ۱۶۹ کسان ټپیان شوي او روغتیاپالانو د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.

ازادۍ جبهه: د طالبانو پخوانۍ جنګي کړنلارې اوس په ګاونډیو هېوادونو کې کارول کېږي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په اسلام‌اباد کې وروستي برید ته په غبرګون ویلي، چې دغه ډول بریدونه په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې کړنلارې په توګه کارول کېدې، خو اوس د یادې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي.

د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی ځانمرګی برید غندلی او زیاته کړې یې ده:«دا ډول جنایتونه چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د خلکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې جنګي کړنلارې په توګه ترسره کېدې، اوس د دې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي».

د ازادۍ جبهې پر پاکستان او د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د قانوني نظام ړنګېدو ترخې تجربي ته په کتو باید د طالبانو او د هغوی د متحدینو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره دفاعي او امنیتي تګلاره چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول. یاد برید د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو هېوادونو له‌خوا په سختو ټکو وغندل شو.

سراج‌الحق: د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد یوازې نمایشي کړنې کوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر مولانا سراج‌الحق په اسلام‌اباد کې د جمعې ورځې د ځانمرګي برید په غندلو سره ویلي، چې حکومت د ترهګرۍ پر ضد اغېزمن اقدامات نه دي کړي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت یوازې په نمایشي او ظاهري کړنو پورې محدود پاتې شوی دی.

نوموړی پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «پولیس او د قانون پلي کوونکې ادارې یوازې د څو ځانګړو کانونو د ساتنې او پروټوکولونو لپاره ګومارل شوي دي». سراج‌الحق زیاتوي، عام ولس د ترهګرۍ پر وړاندې یوازې رحم او کرم ته پرېښودل شوی دی.

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد اړوند په ترلای سیمه کې د جمعې په ورځ د شیعه‌ګانو د جومات دننه ځانمرګی برید وشو. د دې پېښې له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي، هره شېبه د مړو په شمېر کې د ډېروالي احتمال شته.

لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.