د ټيټيپي پر سر کشاله؛ د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې د کړکېچ تر کچې رسېدلي

له اسلاماباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ترېبیون ورځپاڼې د اګسټ پر ۳۱مه په یوې سرمقالې کې لیکلي، د پاکستان د اندېښنو او غوښتنو په تړاو د طالبانو بېپروایي د دې لامل شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې د کړکېچ تر کچې ورسېږي.