طالبانو په نورستان کې د ۱۴۲مېلیونه افغانیو په ارزښت د بیروج ډبرې وپلورلې

په نورستان کې د‌ طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې یې ۸۰کیلو بیروج پلورلي دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ د پلور دغه بهیر په ازادې بولۍ کې ترسره شوی او ټول‌ټال ارزښت یې تر ۱۴۲مېلیونه افغانیو ډېر ښودل شوی دی.