موږ ملنګان یوه طیاره په کوزړۍ ولو

دوستانو اوس ستاسې پام د نن ورځې تازه خبرو ته راګرځوو: پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستانۍ الوتکو بمبارۍ د افغانستان ډېرو چارواکو او سياسیونو په کلکو ټکو غندلې دي؛ خو لاڅرګنده نهده چې دغه ټکي به څومره کلک وي.
دوستانو اوس ستاسې پام د نن ورځې تازه خبرو ته راګرځوو: پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستانۍ الوتکو بمبارۍ د افغانستان ډېرو چارواکو او سياسیونو په کلکو ټکو غندلې دي؛ خو لاڅرګنده نهده چې دغه ټکي به څومره کلک وي.
د طالبانو دفاع وزارت لیکلي، چې دوی د اسلامي اخوت او ښه ګاونډيتوب له مخې دا کار په پستو ټکو غندلی دی.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، دوی ځکه د پاکستان دغه برید په نرمو الفاظو او پستو ټکو غندلی چې د بل اولادونه پهکې وژل شوي دي؛ که د دوی خپل اولادونه پهکې وژل شوي وای، بیا به دوی هم له کلکو ټکو کار اخیستی وای.
ځينو سياستوالو پر خپله اېکس پاڼه د کلکو ټکو پر ځای دومره پاسته ټکي لیکلي، لکه په پاکستاني بمباریو کې د وژل شویو ماشومانو پرې شوي نازک لاسونه.
د طالبانو د علماوو شورا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی عصري وسلو، په تېره الوتکو ضد راکټونو ته هیڅ اړتیا نهلري؛ که څوک د افغانستان پر هوايي حریم تېری وکړي، نو دوی به یې په کوزړۍ وولي.
دغه کوزړۍ څو میاشتې مخکې د طالبانو یوه ساینسپوه خلیفه دینمار پر یوه غوا امتحان کړې او د غوا تر خېټه پورې وورې وتلې وه، له دې ښکاري چې جنګي الوتکه به په هوا کې تور دود کړي.
دا ځل ځکه پاکستانۍ بېپېلوټه الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوتلې، چې خلیفه دینمار له مراقبې وتلی او کوزړۍ سم هدف و نه ویشت.
د ننګرهار له انتاني روغتون څخه یو ناروغ تر یوه میاشت بستر کېدو وروسته روغ رمټ ووت او ژوندی پاتې شو. د ناروغ پایواز وویل، دا لومړی ځل دی چې له دغه روغتونه ناروغ ژوندی وځي.
د روغتون چارواکي بیا د ناروغانو دغه ډول څرګندونې د نظام پر ضد تبلیغات او کفري عقاید بولي او وايي، دلته یوازې هغه ناروغان راځي، چې اجل یې پوره وي او د اجل مخه هیڅوک هم نهشي نیولای؛ خو دوی په دې اړه پلټنې کوي، چې دغه یو ناروغ څنګه ژوندی پاتې شوی.
یوه سروې ښيي، چې په تېرو څلورو کالو کې د ځینو ملایانو خېټې څلور متره مخ ته را تېرې شوې او د خلکو د تېرو لارې یې بندې کړې دي.
ډاکټرانو خبرداری ورکړی، چې له لويې خېټې سره د زړه د حملې، لوړ فشار، شکرې، کولسټرول، فلج او نورې خطرناکې ناروغۍ تړلې دي؛ خو ملایانو د ډاکټرانو دغه څرګندونې کفري بللې او ویلي یې دي، چې د دوی لویې خېټې مادي نه؛ بلکې معنوي ارزښت لري.
او وروستی خبر دا دی، چې ملا نصرالدین تر مرګ څو پېړۍ وروسته بېرته راژوندی شوی او د افغانستان په یوه ولایت کې د ټرافیکو رییس ټاکل شوی دی.
ځينې علما وايي، چې ملا نصرالدین په خپل لومړي ژوند (لومړي جنم) کې قاضي تېر شوی دی؛ باید اوس قاضي القضات وټاکل شي.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر ویلي، چې تر دې وروسته به خلک د ناپوه سړي تشبیه له ملا نصرالدین سره نه کوي؛ بلکې معلم نصرالدین به وايي.