• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې یوه افغان کډوال خپل دوه هېوادوال په چاړه وهلي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱

اروپايي محافظه‌کاره مجلې لیکلي چې د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خلکو په مخ کې دوه نور افغانان په چړو وهلي دي. په دې پېښه کې یو کس مړ او بل سخت ټپي شوی دی. د جرمني څارنوالۍ ویلي چې قاتل دا مهال بندي دی.

دا پېښه د پنجشنبې پر ماښام په ګوسترو ښارګوټي کې شوې ده.عيني شاهدان وایي چې هغه د ودانۍ په دویم پوړ کې خپل دوه هېوادوال څو ځله په چاړه ووهل. ۲۵ کلن ځوان ځای پر ځای مړ شو او بل یې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

د روستوک څارنوالۍ ویلي چې ۲۳ کلن افغان بریدګر دا مهال د محاکمې تر پیل مخکې په توقیف کې دی. یوه عیني شاهد وویل: «بریدګر تر پېښې مخکې شراب څښلي و.»

د افغان کډوالو دا کمپ په ګلاسویټزر چوسي واټ کې دی چې ‌ډېری کډوال یې د افغانستان او سوریې اوسېدونکي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وايي له پاکستانه د اېستل کېدونکو افغانانو ازادي او ژوند له ګواښ سره مخ کېږي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د پاکستان د حکومت پر هغه پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې به د افغان کډوالو جبري اېستل کېدل پیل کړي. دوی خبرداری ورکړی چې دا کار به د ستنېدونکو لپاره بېړني او سخت زیانونه ولري.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: «مېلیونونه افغانان په پاکستان کې له دې ګواښ سره مخ دي چې بېرته هغه هېواد ته ستانه شي، دوی له لوی بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي. د دوی ژوند او ازادي به په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخامخ وي».

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو او نجونو په تړاو بندیزونو، محدودیتونو، زده کړو، کار او ګڼو نورو مسایلو ته په اشارو اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی وایي، وار له مخه افغانستان کې بندیزونه حاکم دي او بېرته ستنېدونکي به هم د دغه ناورین برخه شي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې مېلیونونه ستنېدونکي ماشومان، نجونې او ځوانان به په ناڅاپي توګه افغانستان ته له ستنېدو سره سم د زده کړو تر څنګ له ګڼو بنستیزو حقونو څخه بې برخې شي.

د پاکستان حکومت د جولای پر ۳۱مه تایید کړه چې افغان کډوال به د «د غیرقانوني بهرنیانو د ستنولو پلان» له مخې وشړل شي او وروستۍ نېټه یې د سپټمبر لومړۍ هغه چې یوازې دوه ورځې ورته پاتې دي. دا ځل د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکي کډوال یا د «پي او ار لرونکي» هم د اېستل کېدو دغه بهیر کې شامل دي.

ډېری دغه افغانان له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، ځینې یې همدلته زېږېدلي او هېڅکله یې په افغانستان کې ژوند نه دی کړی. هغه افغانان هم چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د تعقیب او ګواښونو له امله پاکستان ته پناه وړې، اوس له خطر سره مخامخ دي. راپورونه ښيي چې په وروستیو اونیو کې بې ‌دلیله نیونې، ډله‌ییز بندیزونه او جبري ایستنې شوي دي.

کارپوهانو ټینګار وکړ: «پاکستان د نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو د قوانینو له مخې مکلف دی چې هېڅوک هغه ځای ته ونه لېږي چې هلته یې ژوند او ازادي له جدي ګواښ سره مخامخ وي. د نه ستنولو اصل (non-refoulement) اختیاري نه دی، بلکې د نړۍوالو قوانینو یو بنسټیز اصل دی».

دوی زیاته کړه، ډېری هغه کسان د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي چې په افغانستان کې لا خپل کورونه نه لري او نه یې هم کوم پناه ځای شته. یاد سازمانان اندېښنه ښوولې چې د هغو ښځو لپاره د جبري اېستل کېدو دا بهیر بېخي له کړاوه ډک دی چې نارینه محرم ونه لري.

همداراز د هغو افغانانو په تړاو چې د مخېکني جمهوریت پر مهال یې پوځي، امنیتي، سیاسي او بېلابېلې دندې لرلې هم اندېښنه ښوول شوې ده. وایي، له پاکستانه په اېستلو سره د دوی ژوند هم له ننګونو او تاوتریخوالي سره مخ کېدای شي.

ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو جبري اخراج ژر تر ژره ودروي او د نه ستنولو اصل ته ژمن پاتې شي. دوی د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۳ کال هغه لارښود ته اشاره وکړه چې د افغانستان له حالاتو وتونکو کسانو د خوندیتوب اړتیاوې په کې څرګندې شوي دي.

دوی همداراز په درېیمو هېوادونو کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو او بیا مېشتیدو له قضیو هم جدي اندېښنه وښوده او په کې یې ځنډ د نړۍوالو ټولنې د اصولو او مسوولیت د وېش له مخې له ټولو اصلونو سره په ټکر کې کار وباله.

ورته مهال، دوی د دې لپاره چې پاکستان د اوږدې مودې لپاره د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، د قدردانۍ څرګندونه وکړه، خو له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې د پاکستان حکومت او کوربه ټولنو ته نور ملاتړ برابر کړي.

روسیې خبرداری ورکړی چې ناټو غواړي بېرته افغانستان ته پوځي ځواکونه راولي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱

کراډل انلاین خبري مجلې لیکلي، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د اګست پر ۲۹مه لوېدیځ استخباراتي ادارې تورنې کړې چې غواړي افغانستان بې‌ثباته کړي او د ناټو پوځي تاسیسات بېرته جوړ کړي.

شویګو د روسیسکایا ګازیتا دولتي ورځپاڼه کې خپره شوې مقاله کې لیکلې، روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي چې دا هېواد د امریکا تر شل کلنې جګړې او اشغال وروسته بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

هغه تور پورې کړ چې واشنګټن په جګړه کې دوه ټریلیونه ډالر ولګول، خو نه یوازې دا چې افغانستان یې ویجاړ کړ، بلکې د کوکنارو کاروبار ته یې هم وده ورکړه.

د هغه په خبره، د کوکنارو تولید د ۱۹۸۰ مو کلونو پر مهال مجاهدینو د امریکا استخباراتي ادارې په ملاتړ پراخ کړ، خو طالبانو په تېره واکمنۍ کې بند کړ، کله چې په۲۰۰۱ کال کې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، امریکا پلوه جګړه مارو بیا دې کښت ته مخه کړه.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې تر بیا واکمنېدو وروسته د هیرویینو سوداګري نږدې ختمه کړه.

شویګو خبرداری ورکړ چې اوس هم په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ نړیوالې توندلارې ډلې فعالیت لري، چې تر ټولو لوی ګواښ د داعش خراسان څانګه ده.

هغه زیاته کړه چې لوېدیځ ځواکونه غواړي د ناټو پوځي ځواکونه بېرته سیمې ته راولي. د شویګو په وینا، مسکو تیار دی له طالبانو سره تراهګرۍ ضد او نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان د قانون پلي کوونکو ادارو له لارې مرسته وکړي.

اسراییلي پوځ: د حزب‌الله د پوځي عملیاتو یو مهم همغږې کوونکی قومندان مو وژلی دی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د حزب‌الله د «رضوان» ځانګړو ځواکونو یو لوړپوړی قوماندان «احمد نعیم معتوق» یې د هوایي برید په ترڅ کې وژلی دی.

د راپورونو له مخې، دغه برید د لبنان په جنوبي سیمه «صیرالغربیه»کې ترسره شوی دی.

اسراییلي پوځ ویلي، چې معتوق د حزب‌الله د هغو قوماندانانو له ډلې و، چې د اسراییل پر ضد یې د پوځي عملیاتو په همغږۍ کې مهم رول درلود.

یاد برید په داسې حال کې شوی چې په وروستیو میاشتو کې د اسراییلاو حزب‌الله ترمنځ د سرحدي جګړو او ډزو شدت زیات شوی دی.

سارا اډمز: په افغانستان کې ۲۳ زره بهرني جنګیالي نه، بلکې له ۱۵۰ زرو ډیر جګړه مار حضور لري

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۴ GMT+۱

د «سي ای اې» پخوانۍ ماموره «سارا اډمز» د روسیې د ملي امنیت شورا منشي هغه اندېښنې ته چې ویلي یې وو«په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو تر ۲۳زره ډېر جنګیالي حضور لري»وايي، چې دا مهال د افغانستان دننه د بهرنیو جګړه‌مارو شمېر ۲۳ زره نه بلکې تر ۱۵۰زرو ډېر دی.

سارا اډمز په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا شمېرې په داسې حال کې دي چې د ۲۰۰۱م د سپټمبر د ۱۱مې پېښو پر مهال القاعده یوازې شاوخوا ۴زره غړي لرل.

نوموړې په خپلو څرګندونو کې ویلي، د روسیې ملي امنیت شورا منشي«سرګي شویګو» ښايي د هغو ۲۳زرو وسله‌والو په اړه خبرې کړې وي،چې په ځانګړي ډول روسیه په نښه کوي، او دا شمېر ښايي د واقعیت نه لرې نه وي.

اډمز ټینګار کړی،چې مسکو کولای شي د شمېرو له لوبوسره د طالبانو د خوشالولو هڅه وکړي، خو اصلي ګواښ د تاجکستاني تندلاري قومندان «ګلمراد خالیموف»دی.

د هغې په وینا، «خالیموف»د سوریې جګړې له امله د «غچ اخیستنې» په فکر دی او تر هغه به لاس وانخلي څو خپل موخې ته ونه رسېږي.

د یادولو وړ ده، چې د روسیې د امنیت شورا منشي«سرګي شویګو» ویلي وو، چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو تر ۲۳زره ډېر جنګیالي حضور لري، چې دغه وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.

ښاغلي شویګو دغه څرګندونې په هغه مقاله کې کړې وې، چې په «راسیسکایا ګازیتا» ورځپاڼه کې خپره شوې ده. هغه لیکلي، چې د روسیې د ارزونو له مخې په افغانستان کې شاوخوا شل نړۍوالې ترهګرې ډلې مېشتې دي چې په ټولیز ډول تر ۲۳زرو ډېر وسله‌وال جنګیالي لري.

نوموړی زیاته کړې: «زموږ تر ټولو ستره اندېښنه د داعش خراسان په اړه ده، چې د افغانستان د ختیځ، شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو په روزنیزو کمپونو کې روزل کېږي.»

بلخوا کارپوهان وايي، د افغانستان دننه د سخت‌دریځو ډلو د حضور زیاتوالی د سیمې او نړۍ لپاره د جدي اندېښنې وړ دی، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو لپاره چې د طالبانو له اوسني حکومت سره اړیکې پالي.

اسحاق ډار: چین له افغانستان سره د اقتصادي دهلېز د پراختیا لپاره هوکړه کړی ده

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي،بېجېنګ په اصولي ډول له افغانستان سره د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز له پراختیا سره هوکړه کړې ده. د نوموړي په وینا، دغه هوکړه د اسلام اباد، کابل او بېجېنګ تر منځ د درې اړخیزو خبرو یوه برخه وه چې اوس یې جزییات د وروستي کېدو په حال کې دي.

اسحاق ډار د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې زیاته کړې، «په دې هوکړې سره به افغانستان د پاکستان- افغانستان- ازبکستان د وسپنې پټلۍ د تازه پروژو تر څنګ د سیمې له ترانزیتي شبکو سره هم ونښلول شي».

هغه همداراز ټينګار وکړ، چې په دې طرحې سره به د افغانستان سوداګري او بنسټیزې پروژې پراختیا ومومي او ورسره به امنیتي همکارۍ لاپسې غښتلې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز په ډاګه کړه، چې د افغانانو د ستنولو او پر کرښه د تګ راتګ د مدیریت په تړاو بحثونه هم په لومړیتوبونو کې دي او په وینا یې اسلام اباد هیله مند دی چې د چین په ملاتړ د دواړو هېوادونو سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې ښې شي.

د چین او پاکستان اقتصادي کوریدور یا «سي پېک» د چین د «یو کمربند - یوه لاره» د طرحې مهمه برخه ده چې چارې یې په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوي او تر اوسه ډېرې کار یې په پاکستان کې شوی دی.

که چېرې دغه طرحه وروستۍ شي نو ورسره به کابل د چین د سیمه ییز اتصال تر ټولو لویې طرحې سره وصل شي.