• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: که اېستل شوي افغان کډوال بېرته دې هېواد ته ستانه شي، محکمې ته ورپېژندل کېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي نادر یار احمدي ګواښ کړی، چې که اېستل شوي کډوال بېرته دې هېواد ته ستانه شي، نو قضایي ادارو ته به وپېژندل شي.

یار احمدي د ایران له دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي: «ځیني کسان چې افغانستان ته ستانه شوي وو، بېرته ایران ته راغلي دي. د بېلګې په توګه، یو کس ۲۰ځله شړل شوی خو بیا یې ځان ایران ته رسولی او اوس یې دوسیه په محکمه کې روانه ده.»

د نوموړي په وینا، ټول هغه افغان کډوال چې تر راتلونکو لسو ورځو کې د لېږد مرکزونو ته ورنشي، د نیول کېدو له ګواښ سره به مخ شي.

هغه په خپلو څرګندونو کې وویل:«ځیني فکر کوي چې دلته پاتې کېدای شي، خو زه په څرګنده وایم چې دا هېڅکله امکان نه لري.»

یار احمدي همدارنګه زیاته کړه، له هغو شبکو سره هم قانوني چلند شوی چې د غېرقانوني کډوالو لپاره یې د ایران د بانکونو کارټونه او یا د مخابراتي سیمکارټونو اسانتیاوې برابرولې.

په ورته وخت کې، له ایران څخه د افغان کډوالود جبري اېستلو په وروستیو څپو کې ګڼ کسان شکایت کوي، چې نه یوازې یې مزدوري یا د کار مزد ورکړل شوی نه دی، بلکې د کورونو کرایه‌ورکونکو ته د تضمین ورکړل شوې پیسې یې هم نه دي ترلاسه کړي.

یار احمدي د دې شکایتونو په تړاو وویل، چې دغه کسان کولای شي د وړیا وکیل په مرسته چې یا د افغانستان د کونسلي برخو له لارې ورپېژندل کېږي او یا د خپلو خپلوانو له منځه غوره کېږي، د خپلو قضیو تعقیب وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې دا مسایل یوازې د ایران د قضایي قوې په صلاحیت پورې تړلي دي او د کورنیو چارو وزارت یوازې د اداري همغږۍ رول لري.

د نړۍوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له پیل راهیسې ایران له یو نیم میلیونه زیات افغانان په اجباري ډول له خپلې خاورې شړلي دي.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۳

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۴

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۵

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده