• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین، روسیې او شمالي کوریا مشران د لومړي ځل لپاره په بېجنګ کې راټولیږي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۱

د چین ولسمشر په بېجینګ کې د روسیې له ولسمشر او د شمالي کوریا له مشر سره وکتل او دا لومړی ځل دی چې درېواړه مشران په دې کچه سره راټولیږي. شي په خپل استوګنځي کې د پوتین کوربه توب وکړ او هغه یې خپل زوړ ملګری وباله. شي، پوتین او کیم سبا په یوه ستر پوځي پرېډ کې برخه واخلي.

یوازې څو ساعته وروسته، د کیم جونګ اون زغره وال اورګاډی د بېجینګ په ریل تمځي کې ولیدل شو. د شمالي کوریا دولتي رسنیو د هغه تګ تایید کړ او ویډیو یې خپره کړه چې د هغه لور کیم جو ای ورسره مل وه.

جو ای، چې د جنوبي کوریا استخبارات یې د خپل پلار احتمالي ځای ناستې ګڼي، په نړیواله کچه لومړی ځل دی راښکاره کېږي. هغه تر دې وړاندې یوازې د کورنیو لویو مراسمو پر مهال د پلار ترڅنګ لیدل کېده.

ټاکل شوې چې شي، پوتین او کیم د چهارشنبې په ورځ د یوه ستر پوځي پرېډ په مراسمو کې برخه واخلي.

د چین ولسمشر غواړي په دې ننداره کې د نوې نړیوالې تګلارې لید وړاندې کړي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "امریکا لومړی" شعار لوېدیز تړونونه زیانمن کړي دي.

شنونکي ګوري چې ایا دغه درې مشران به د دفاعي اړیکو د نږدېوالي سېګنال ور کړي او که نه، په ځانګړې توګه داسې مهال چې روسیې او شمالي کوریا د ۲۰۲۴ کال په جون کې تړون لاسلیک کړی او د بېجینګ او پیونګ‌یانګ ترمنځ هم د ورته تړون اټکل کېږي. د رویټرز په باور، دا به د اسیا ـ پسیفیک سیمه کې د ځواک توازن بدل کړي.

دا هر څه د ټرمپ لپاره یو سیاسي شاتګ بلل کېږي، ځکه هغه له دغو درې واړو مشرانو سره د نږدې اړیکو خبره کړې او ځان یې د سولې منځګړی بللی.

شي جین پینګ د دوشنبې په ورځ د شلو غیر لوېدیزو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې په غیر مستقیم ډول ټرمپ ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ باید په ښکاره ډول د هژمونیزم او زورواکو سیاستونو پر وړاندې ودریږو».

شي همدارنګه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره خبرې وکړې.

د ټرمپ د مالیې وزیر سکاټ بیسینټ دغه غونډه "نمایشي" وبلله او پر چین او هند یې تور ولګاوه چې د روسیې جګړه یې تمویل کړې ده.

د پوتین او شي د لیدو پر مهال، د روسیې ګازپروم او د چین د ملي نفتو شرکت تړون وکړ چې د ګازو صادرات به زیات کړي او د یوې نوې نل لیکې تړون یې هم لاسلیک کړ چې تر ۳۰ کلونو به چین ته ګاز ورسوي.

د لوېدیځ اندېښنې

شنونکي وایي، د روسیې، چین او شمالي کوریا ګډ پوځي تمرینونه اوس نږدې حتمي ښکاري.

څو کاله وړاندې، چین او روسیه د شمالي کوریا د اټومي او توغندیو ازموینو پر ضد د نړیوالو بندیزونو په پلي کولو کې مهم شریکان ول، خو اوس د پیونګ‌یانګ احتمالي پوځي ملګري ګڼل کېږي.

شمالي کوریا تر اوسه له ۱۵،۰۰۰ زیات سرتېري د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ ته لېږلي دي. د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې وايي چې د شمالي کوریا شاوخوا ۶۰۰سرتېري په کورسک سیمه کې وژل شوي او پیونګ‌یانګ د بلې جوپې د لېږلو پلان لري.

چین ته له تګ مخکې، کیم د توغندیو لابراتوار ته تللی و. شنونکي وايي چې دغه سفر د دې لپاره و چې د شمالي کوریا د اټومي ځواک مقام وښيي، څو وروسته د شي او پوتین ترڅنګ د یوه اټومي هېواد په توګه ودرېږي.

په بېجینګ ریل سټېشن کې، کیم او د هغه لور ته د چین لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ، چې د کمونست ګوند مشر کای چي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پکې شامل ول.

چین د دویمې نړیوالې جګړې د پای ۸۰مې کلیزې د "بریا ورځې" د نمانځنې لپاره د پوځي پرېډ پراخ پلان جوړ کړی دی. بېجینګ ښار د امنیتي تدابیرو او د ترافیکي محدودیتونو له امله څو اونۍ فلج شوی.

ټاکل شوې چې د ۵۰ زره نندارچیانو مخې ته نوې پوځي ټکنالوژي ننداره شي او تر څنګ یې له ۸۰ زره زیاتې سپینې کوترې خوشې کړل شي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي