نوموړي هممهاله زیاته کړې، چې یوازې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوی له خپلو اوسنیو امکاناتو د زلزله ځپلو سره مرستې کولای شي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان بودجه تر ۳۰۰ مېلیونه ډالرو کمه ده، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۲ کال کې چې د طالبانو د واکمنۍ لومړی بشپړ کال و، له ۱.۷ مېلیارد ډالرو زیات و.
درانه تلفات او ویجاړۍ
د طالبانو د رسمي شمېرو په بربنسټ، تر اوسه د وژل شویو شمېر ۱۴۵۷ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر له ۳۳۹۴ څخه اوښتی دی. شاوخوا ۶۷۰۰کورونه هم وران شوي دي. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې ښايي دغه شمېرې لا زیاتې شي؛ ځکه ډېری کسان تر اوسه د نړېدلو خټینو کورنو لاندې پراته دي. لومړۍ زلزلې د یکشنبې په سهار د ریښتر په ۶ درجو د کونړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول، چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو مرګونې زلزله ګڼل کېږي. د سېشنبې په ماښام بیا د ریښتر په کچه ۵.۵ یوه بله زلزله رامنځته شوه چې د ژغورنې عملیات یې ګډوډ کړل او د غرونو ښویېدو له امله د لرې پرتو کلیو لارې وتړل شوې.
په زیانمنو سیمو کې کړکېچن وضعیت
په کونړ کې د طالبانو د طبیعي پېښو د مخنیوي رییس ویلي، چې د مرستو د همغږۍ لپاره یو کمپ جوړ شوی او دوه نور مرکزونه د ټپیانو د لېږد، د مړو ښخولو او د ژغورنې عملیاتو مسوولیت لري. سره له دې، لا هم د هوايي مرستو سخته اړتیا شته. افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان مشر په خبره: «د خوړو نړۍوال پروګرام څو میاشتې وړاندې چورلکه درلوده؛ خو له بده مرغه د بودجې د کموالي له امله مو هغه له لاسه ورکړه».
په ځینو کلیو کې کورنۍ په بشپړ ډول نابودې شوې دي. ژوندي پاتې شوي خلک په خپلو لاسو د خپلو عزیزانو په لټه کې دي او جسدونه د سیمهییزو وسایلو پر مټ لېږدوي. د کونړ په «لولام» کلي کې یوې ۶۳ کلنې ښځې چې کور یې وران شوی، وویل: «درې ورځې کېږي، چې د مرستې انتظار باسو؛ خو زموږ غږ څوک نه اوري. اوس یوازې پر خدای تکیه لرو. نه کور لرو او نه د خوړلو لپاره توکي».
د بېړنیو مرستو غوښتنه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د ښځو او ماشومانو پر زیانمنوالي په ټینګار سره، د بېړنۍ سرپناه، خوراک، څښاک اوبو، طبي وسایلو او د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده. د بې پولې ډاکټرانو موسسې (MSF) هم په دوو زیانمنو روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې لپاره بسترونه جوړ کړي او د مرستو غوښتنه یې هم کړې ده.
افغانستان د اوږدو جګړو، پراخ فقر او د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله سخت ځپل شوی هېواد دی. کارپوهان خبرداری ورکوي، که بېړنۍ مرستې ور ونه رسېږي، د هېواد ختیځ کې به اوسنی بشري ناورین د تېرو وختونو پرتله بېساری او لا پراخ شي.