• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فاکس نیوز: په غزه کې مړ اعلان شوی ماشوم ژوندی وموندل شو

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې په غزه کې د «امیر» په نوم یو ماشوم چې مخکې د اسراییلي پوځ له لوري یې د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و، ژوندی موندل شوی دی. د ماشوم اصلي نوم عبدالرحیم محمد حمدان دی، چې د «عبود» په نوم پېژندل کېږي او له خپلې مور نجلاء سره له غزې وتلی دی.

۸ کلن عبود فاکس نیوز ته ویلي: «له غزې بهر ژوند ښکلی دی.» په راپور کې راغلي، چې د عبود او د هغه د مور هویت د «غزې مرستندویه بنسټ» له لوري د څېرې پېژندنې د سافټویر له لارې تایید شوی دی.

د عبود د وژل کېدو کیسه په لومړي ځل د انتوني اګیلار له لوري خپره شوې وه، چې د غزې د مرستندویه بنسټ پخوانی قراردادي او د امریکا د پوځ تقاعد شوی افسر دی.

هغه ویلي و، چې د اسراییل د پوځ له خوا د یوه وژونکي برید شاهد و.

د غزې مرستندویه بنسټ ویلي، چې عبود او د هغه مور د یو شمېر پخوانیو امریکايي سرتېرو په مرسته خوندي ځای ته انتقال شوي او دوی باور لري، چې دا مور او زوی به اوس نوی ژوند پیل کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: لاهم د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هڅو ته ژمن یم

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د شکونو سره، سره نوموړی لاهم د روسیې او اوکراین ترمنځ سولې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.

ټرمپ له سي‌بي‌اېس ټلوېزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې زیاته کړې، چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره خبرې کړې او باور لري چې په راتلونکي کې د سولې تړون ممکن دی.

د امریکا ولسمشر وویل: «هغوی لا چمتو نه دي؛ خو دا به کېږي. موږ به دا کار وکړو.»

هغه همداراز وايي، چې ځینې وختونه باید انتظار وشي؛ تر هغه چې سم شرایط رامنځته شي او ټینګار یې کړی چې د ده هڅو د مېلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.

د یمن حوثیان: په بیت‌المقدس او حیفا ښارونو کې مو د اسراییل پوځي اهداف په نښه کړل

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د یمن حوثي وسله‌والې ډلې ویاند یحیی السریع اعلان وکړ، چې دې ډلې په بیت‌المقدس او حیفا ښارونو کې د اسراییلي پوځ پر مهمو اهدافو دوه بریالي بریدونه کړي دي.

هغه ویلي، چې په لومړي بريد کې د «فلسطین ۲» په نوم یو هایپرسونیک بالستیک توغندی د بیت‌المقدس په لوېدیځ کې پر یوه حساس هدف ګوزار شوی دی. د نوموړي په ​​وينا؛ په دویم بريد کې يوې بې‌پيلوټه الوتکې د حيفا ښار يو مهم هدف په نښه کړی دی.

السریع په دغو بریدونو کې د ملکیانو او اسراییلي پوځ د مرګ‌ژوبلې او زیان په اړه څه نه‌دي ویلي.

ورته‌مهال اسراییلي پوځ منلې، چې پر خاوره یې د یمن له‌خوا توغندي ګوزار شوي؛ خو زیاتوي چې د شنډېدو هڅه یې روانه ده.

د یمن حوثیانو ویاند ټینګار کړی، چې دغه بریدونه د فلسطین پر خلکو د اسراییل د روانو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

امریکا: د کانګو او روانډا د سولې تړون د څار په ګډه غونډه کې مو ګډون کړی

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد د قطر، توګو او د افریقایي اتحادیې د کمېسیون له استازو سره یو ځای د «کانګو او رونډا» سولې تړون د څار ګډې کمېټې په دویمه غونډه کې برخه اخیستې ده.

دغه غونډه د «جمهوري ډېموکراتیک کانګو» او «روانډا» ترمنځ د سولې د هوکړې د عملي کېدو د ارزونې او څارنې په موخه جوړه شوې وه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره نړۍواله همکاري اړینه ده او واشنګټن به د افریقایي هېوادونو د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ګډې کمېټې لومړۍ غونډه څو میاشتې وړاندې ترسره شوې وه او اوس د دویمې غونډې په ترڅ کې پر راتلونکو ګامونو، د شخړو د کمولو او د همکارۍ د پراختیا په اړه بحث شوی دی.

په بدخشان ولایت کې د رېښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزله شوې ده

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۱

په بدخشان ولایت کې چهارشنبه ناوخته د رېښتر په کچه د ۴.۳ درجې زلزله شوې ده.

د زلزلو او اورشیندونکو غرونو د څار وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دا زلزله نن شپه شاوخوا لس نيمې بجې رامنځته شوې ده.

تر دې مهال د زلزلې د اصلي مرکز په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.


د پاکستان په ګلګټ کې یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي دي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د پاکستان د ګلګت بلتستان د دیامر ولسوالۍ چلاس ښار په تور سیمه کې یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله یې په دغه چورلکه کې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.

د ګلګت بلتستان ځایي حکومت ویاند فیض‌الله فراق وایي، چې په یاده پېښه کې د چورلکې دوه پیلوټان او درې تخنیکي کارکوونکي مړه شوي دي.

د دیامر ولسوالۍ د امنیې مرستیال قوماندان عبدالحمید د چورلکې نسکورېدو او مړینې خبره منلې او زیاته کړې یې ده، چې دغه پوځي چورلکه د امتحاني ناستې پر مهال رالوېدلې ده. ښاغلي فراق د چورلکې نسکورېدو لامل تخنيکي ستونزه یاده کړې.

دا په څو اونیو کې دویمه ورته پېښه ده؛ تر دې وړاندې په باجوړ کې هم یوه چورلکه نسکوره شوې وه چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي وو.