طالبانو په ننګرهار او بلخ کې درې کوډګر نیولي

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې یې ۳ کوډګر د جادو له یو شمېر کتابونو سره نیولي دي. دغه وزارت همدا راز خبر ورکړی، چې بغلان کې د دوی محتسبانو د خپلو تنخواوو څځه د یوې ورځې پیسې د کونړ زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې.