طالبان: د خرلاڅي او غلام خان بندرونو لارې د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانېستل شوې

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عبدالله عقاب د جمعې په ورځ وویل، چې له پاکستان سره پر فرضي کرښه پرتو د ډنډ‌پټان او غلام خان بندرونو لارې د باروړونکو موټرو پرمخ پرانېستل شوې. نوموړی زیاتوي چې دغه لارې د نامعلوم وخت لپاره د پاکستان له خوا تړل شوې وې.