طالبان وایي، د ملاهبت الله د حکم له مخې یې ننګرهار کې د ناوړه دودونو مخنېوي هڅې پیل کړې دي

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی ویلي، چې په اسلام کې هېڅ ډول افراط، تفریط او سختي نهشته. هغه د ناوړه دودونو د یوه سیمینار پر مهال څرګنده کړې، چې ناسم رواجونه د ټولنې ناسور دی او د ملاهبت الله د حکم له مخې یې د دغه دودونو مخنېوی پیل کړی دی.