شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په تړاو خبرداری ورکړ

د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون خور، کېم یو جونګ د امریکا، سوېلي کوریا او جاپان ګډو پوځي تمرینونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا کار به د دغو هېوادونو لپاره «ناوړه پایلې» ولري.