• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر امیر د اسلامي هېوادونو په بېړنۍ غونډه کې: پر دوحې د اسراییل برید «بزدلانه» و

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱

د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني په دوحه کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو د بېړنۍ غونډې په پیل کې پر قطر د اسراییل برید «خاینانه او بزدلانه» وباله.

د قطر امیر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) په دې غونډه کې پر دوحې د اسراییل برید «د نړۍ لپاره لړزونکی» وباله او څرګنده یې کړه، چې د حماس د مشرانو غونډه په هغه ځای کې شوې وه چې ټول پرې خبر و.
نوموړي په اسراییل تور پورې کړ، چې د یرغمل شویو کسانو د ازادۍ په لټه کې نه دي، بلکې خبرې اترې د دې هېواد لپاره یوازې «یو جګړه‌ییزه تکتیک» دی.
اسراییل د وږي په ۱۸مه هغه ودانۍ بمبار کړه، چې ویل کېده د حماس د مشرانو د استوګنې ځای و، چې په دې برید کې د قطر د یوه امنیتي افسر په ګډون شپږ تنه ووژل شول.
ال ثاني وویل، که اسراییل د عربي سولې طرحه منلې وای، له ګڼو ناورینونو به مخنیوی شوی وای.
هغه په دوام کې زیاته کړه، چې بنیامین نتنیاهو «د اسراییل د نفوذ په حوزه د عربي سیمې د بدلولو خوب ویني.»
دوحه اوسمهال د یوې فوق‌العاده غونډې کوربه دی، چې پکې د یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو مشران او رهبران ګډون لري، څو د قطر پر خاوره د اسراییل د برید د ځواب لارې چارې وڅېړي.

ډېر لیدل شوي

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي
۱

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۲
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۳

لانګ وار ژورنال: متحده جبهه د طالبانو پر ضد د جګړې او سیاسي بدلون شعار ورکوي

۴

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز

۵
ځانګړی

د پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي د طالبانو خلاف ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته لاړل