• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د اېتلافي حکومت ګوند له طالبانو سره پر خبرو اترو مخالفت څرګند کړی

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۷ GMT+۱

د جرمني د سوسیال ډېموکرات ګوند عمومي منشي ټیم کلوسندورف چې د فریدرېښ مېرڅ د اېتلافي حکومت شریک دی، وایي چې دغه ګوند د هغو افغان کډوالو د بېرته لېږلو ملاتړ کوي چې جرمي سابقه لري، خو له طالبانو سره مستقیمې خبرې د منلو وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا ډول اړیکې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو معنا لري.
کلوسندورف د دوشنبې په ورځ د جرمني د اېن ټي وي ټلویزیوني شبکې په یوه خپرونه کې وویل: «موږ موافقه کړې ده چې مجرمان باید افغانستان ته ستانه شي، خو دا له طالبانو سره د مستقیمو خبرو معنا نه لري.»
هغه زیاته کړه، له طالبانو سره خبرې کول د دوی د نړۍوال مشروعیت په توګه تعبیرېږي او دا هغه دریځ نه دی چې د سوسیال ډېموکرات ګوند یې د منلو چمتووالی ولري.
دغه څرګندونې د جرمني د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبرینټ د خبرو په غبرګون کې شوي دي. دوبرینټ چې د سوسیال مسیحي ګوند غړی دی، ویلي وو چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر د اسانتیا لپاره د جرمني حکومت له طالبانو سره «فني خبرې» پیل کړې دي.
کلوسندورف ټینګار کړی، چې ان د منځګړو له لارې په قطر کې غېرمستقیمې خبرې هم مناسبه لاره نه ده او باید یو ځل بیا تر جدي بیاکتنې لاندې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د هغو افغان کډوالو د بېرته لېږلو موضوع چې جرمي سابقه لري، یو ځل بیا د جرمني په کورنیو سیاستونو کې په حساسو بحثونو بدله شوې ده.
تېره ورځ د جرمني بیلډ ورځپاڼې د یو لړ معلوماتو په خپرولو سره راپور ورکړ، چې د کورنیو چارو وزارت کابل ښار ته د جرمني د یوه پلاوي استولو پلان تنظیموي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د پلان له مخې به افغانان نور د چارټر الوتکو پرځای په عادي الوتکو کې افغانستان ته استول کېږي.
د بیلډ د مالوماتو له مخې، د جرمني حکومتي استازو او د طالبانو ترمنځ پټې خبرې روانې دي.
بیلډ وايي، د سپټمبر په لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت یوه جرمني پلاوي له طالبانو سره په قطر کې لیدلي، څو د ستنېدنې منظم میکانیزم جوړ کړي. اوس د جرمني د کورنیو چارو وزارت د قطر په منځګړتوب کابل ته د خپلو استازو پر استولو کار کوي، څو خبرې هلته دوام وکړي.
د یادولو ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یوازې دوه ځلې له جرمني نه افغانستان ته د اخراج الوتنې ترسره شوې دي. د ۲۰۲۴ کال په مني کې ۲۸ تنه او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې ۸۱ تنه افغان خطرناک مجرمان بېرته شړل شوي وو.

ډېر لیدل شوي

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي
۱

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۲
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۳

لانګ وار ژورنال: متحده جبهه د طالبانو پر ضد د جګړې او سیاسي بدلون شعار ورکوي

۴

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز

۵
ځانګړی

د پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي د طالبانو خلاف ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته لاړل