په کابل کې د جاپان سفیر کاري موده پای ته ورسېده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د جاپان سفیر بدلېږي. د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې دنده یې په کابل کې پای ته رسېدلې.
