په خیبر پښتونخوا کې وسله والو یو پولیس تښتولی

د خېبر پښتونخوا ایالت امنیتي چارواکي وايي، د خیبر ولسوالۍ په تیرا اکاخېلو کې د پولیسو یو سرتېری د اوبو راوړلو پر مهال د وسله والو له‌خوا تښتول شوی دی. د پولیسو سرچینې وايي، تښتول شوی سرتېری واحد خان نومیږي.