برېتانیا د کونړ له زلزلهځپلو سره د درې میلیونه پونډو نوې مرستې اعلان کړې

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دغه هېواد به د افغانستان له زلزلهځپلو سره د درې میلیونه پونډو بېړنۍ مرسته وکړي. دغه مرسته د هغو ۱میلیون پونډو تر څنګ کېږي، چې دغه هېواد د روانې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د افغانستان د زلزلهځپلو لپاره اعلان کړې وې.