په غزه کې د جګړې دوام؛ اسراییل خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي

تازه د اسراییل پوځ په غزه کې د حماس ډلې د لهمنځه وړلو په موخه د پوځي عملیاتو له پراخېدو خبر ورکړی دی. د اسراییل دفاع وزیر ویلي، دغه عملیات به تر هغې دوام وکړي چې د اسراییل پوځ خپلې موخې نه وي ترلاسه کړې.
