د ملګرو ملتونو څېړونکې ډله وايي، اسراییل په غزه کې نسل وژنه کړې ده

د ملګرو ملتونو څېړونکې ډلې تازه اعلان کړی، چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې نسل وژنه کړې ده. دغې ډلې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د ۲۰۲۳کال له اکټوبر میاشتې راهیسې په غزه کې دغه ډول جرمونه ترسره کړي دي.
