وسله والو په کندهار کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند وژلی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناپېژانده وسله والو تېره ورځ د کندهار د دویمې امنیتي حوزې اړوند مدد څلور لارې سره د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند، داود شاه، په ډزو وژلی دی. داودشاه څو ورځې وړاندې له کاناډا څخه کندهار ته تللی و.
